کور / تازه خبرونه / حنيف اتمر: اګست د انتخاباتو دپاره ښه وخت دئ

حنيف اتمر: اګست د انتخاباتو دپاره ښه وخت دئ


د افغانستان د كورنيو چارو وزير وايي د انتخاباتو د كمېسون هغه پرېكړه پر ځاى ده، چي د امنيتي او لوجستيكي ستونزو له كبله يې انتخابات ځنډولي وه.
ښاغلي اتمر له اسوشيېټيډ پريس آژانس سره په مركه كي وويل، تر اګست پوري به د افغانستان په پوليسو كي ډېر اصلاحات راسي او هغوى به د دې توان ولري چي د رايو وركوونكو دپاره ډاډمن امنيت مساعد كړي.
ښاغلى اتمر وويل دى د ولسمشر له پرېكړي سره مخالف نه دئ، چي په پسرلي كي د انتخاباتو غوښتنه كوي، خو د ده په نظر په اوسنيو شرايطو كي يې ځنډ مناسب كار دئ.