کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د هیواد د جنوب او جنوب ختیځو ولایتونو د قومي مشرانو دا غوښتنه راغستې چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د زیاتولو پر ځاې دې پر افغان خواکونو کار وشي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ملي جبهې او د یو شمیر کاندیدانو د تیرې ورځې د غوښتنو په اړه خپله حیرانتیا څرګنده کړې او لیکلي دي چې تر پرونه ځینو ښاغلیو غوغا جوړه کړې وه چې ولس مشر کرزي د خپل واک د دوام لپاره انتخابات ځنډوي خو نن بیا د انتخاباتو پخپل وخت ترسره کول غیر قانوني بولي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د امریکا او د فرانسې ددفاع وزیرانو ترمنځ شویو خبرو ته په اشارې لیکلي دي چې له افغانستان نه د ځواکونو د ویستلو د نیټې ټاکل ناممکنه ده.


د انیس دولتي ورځپاڼې بیا پخپل لومړي مخ کې د راتلونکو انتخاباتو په اړه د ولسي جرګې دریځ دوه ګونې بللې دې.

ورځپاڼې د ولسي جرګې د غړو لخوا استول شوي هغه دوه لیکونه هم خپاره کړي چې په یو کې د انتخاباتو د ځنډ په اړه انتفاد شوې او په بل کې يې د انتخاباتو ځنډ تائید شوې دې.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې امنیت او ثبات د هیواد لپاره دوه اساسي اړتیاوې بللې دي.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د بارک اوباما او د برطانیې د صدراعظم ترمنځ غونډې ته په اشارې د بارک اوباما په حواله لیکلي دي چې اوس هم د پاکستان په سرحدي سیمو کې د القاعده پټن ځایونه موجود دي.

ورځپاڼې د افغانستان او پاکستان لپاره د فرانسې د خانګړي استازي دا وینا هم راغستې چې ویلي دي د افغانستان د اوسني بحران د حل یوازنۍ لاره ملي پخلاینه ده.

دې ورځپاڼې هم خپله سرمقاله راتلونکو انتخاباتو ته ځانګړې کړې او پدې اړه روانو تودو بحثونو ته په اشارې دا پوښتنه کړې چې د انتخاباتو برخه لیک به کوم ځاې ته ووځي.


د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د پاکستان په لاهور ښار کې شوي وروستۍ حملې ته په اشارې لیکلي دي چې له وسلوالو سره د سولې د تړون بار پاکستان هم اوچنوي.

ورځپاڼې د موضوع په دوام دا سپارښتنه کړې چې پاکستاني واکمنان لا هم وخت لري چې خپل هیواد له وسلوالو نه پاک کړي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې روانه وضعه څیړلې او غوښتې دي چې افغانستان باید له روان بحران نه وژغورلې شي.


د اصلاح او هیواد دولتي ورخباڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي پرمختګونه څیړلي دي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

هیواد هم پخپله سرمقاله کې د سیاسي ګوندونو او د ولسي جرګې د ځینو غړو د تیرې ورځې غوښتنو ته په اشارې لیکلي دي چې دا د اساسي قانون او ملي ګټو په خلاف سیاسي لوبه نده نو څه ده.

خو اصلاح بیا پدې  تینګار کړې دې چې نړیوالې مرستې باید د دولتي بودیجې له لارې ولږولې شي.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې هم لیکلي دي چې د سیاسي ګوندونو مشرانو د انتخاباتو د نیټې له ځنډ نه ملاتړ وکړ او ویلي دي چې د انتخاباتو خپلواک کمسیون د اساسي قانون په چوکاټ کې د انتخاباتو د ځنډ صلاحیت لري.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم په همدې مسلې تبصره کړې او راتلونکي انتخابات يې یوه داسې ‌‌ ‌ډرامه توصیف کړې چې هر راتلونکې قسمت يې له حیرانتیا ډکه وي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د نشه يې توکو د تولید او قاچاق په اړه د روسیې د یو چارواکي په حواله لیکلي دي چې امریکا او ناټو په افغانستان کې د نشه يې توکو د زیاتوالي  اصلي عاملین دي.