کور / تازه خبرونه / د رحمان بابا مزار په چاودېدونکيو موادو الوځول شوى

د رحمان بابا مزار په چاودېدونکيو موادو الوځول شوى

د پښتو ژبې د نوميالي صوفي شاعر حضرت رحمان بابا مزار، چي د پېښور په هزارخوانۍ کې واقع دى، د ناڅرګندو ورانکارو له خوا په چاودېدونکيو موادو والوځول شو. پوليس وايي، د رحمان بابا مزار ته مخکې له مخکې چاودېدونکي مواد ځاى پر ځاى شوي وو، خو ځينې سرچينې وايي چي د رحمان بابا پر مزار توغندى لګېدلى دى. د مزار يوه برخه له منځه تللې ده، خو کوم چاته پکې ځاني زيان نه دى رسېدلى.


د يادونې وړ ده چي رحمان بابا د مينې او انسانيت شاعر بلل کېږي او د هغه مزار څه موده وړاندې د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزارت له خوا رغول شوى و. ياده دي وي چې د رحمان با با مزار په اول ځل دوه پنځوس كاله پخوا په ۱۹۵۶ كې پښتو ټولنې جوړ كړي وو.