کور / تازه خبرونه / امريكا: پاكستان تر افغانستان غټ مشكل دئ

امريكا: پاكستان تر افغانستان غټ مشكل دئ


لوړ پوړي امريكايي ډيپلومات په كابل كي وويل پاكستان تر افغانستان په خطرناك حالت كي دئ چي دا يو غټ مشكل دئ.
كرسټوفر ډيل هغه بريد ته په اشارې سره دغه څرګندوني كړي، چي دوې ورځي دمخه د سريلانكا پر ملي لوبډله د لاهور په ښار كي وسو، پنځه پاكستاني پوليس پكښي مړه او اته سريلانكايي لوبغاړي ټپيان سول.
كرسټوفر د ګارډين ورځپاڼي ته وويل موږ چي پاكستان ته ګورو د هغه ځاى حالات ښيي چي تر افغانستان خطرناك دئ.
ښاغلي كرسټوفر ډيل وايي هلته د يوه بهرني هيواد مېلمانه لوبغاړي هم په امن كي نه دي، چيري بيا د دې هيواد خپل اوسېدونكي او حكومت.