کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: د ويډيو سيډيو ۱۶دكانونه ونړول سول

پښتونخوا: د ويډيو سيډيو ۱۶دكانونه ونړول سول

طالب جنګياليو تېره شپه د پېښور په شمال لوېديځ سيمه د ډيويډ او سيډي ۱۶ دكانونه په بمونو والوزول.
د فضل محمود په نوم يوه ځايي پوليس اسوشيېټيډ پريس آژانس ته ويلي چي په دې چاودنو كي چاته ځاني زيان نه دئ اوښتى خو د ډيويډي او موزيك پيتو ۱۶ دكانونه يې نړولي دي، چي له امله يې د لكونو روپو تاوان اوښتى دئ.
دا په داسي حال كي ده چي تېره شپه د پېښور په هزارخانه كي د پښتو د كلاسيك شاعر عبدالرحمان بابا زيارت هم په بمونو الوزولى وو.
دغه زيات څلور لسيزي وړاندي په لومړي ځل د افغانستان د پښتو ټولني او بيا تېر كال د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزارت له خوا په اساسي ډول جوړ سو.
كه څه هم طالبانو له تېرو دوو كالو راهيسي د پښتونخوا په سوات، ملكنډ او نورو سيمو كي څو ځله د سيډي او موزيك پيتو دكانونه په بمونو الوزولي، خو دا لومړى ځل دئ چي رحمان بابا غوندي يوه عارف شاعر زيارت په بمونو الوزول كېږي.