کور / تازه خبرونه / زابل: په يوه ټکر کښي شپږ تنه مړه شوي

زابل: په يوه ټکر کښي شپږ تنه مړه شوي

په زابل ولايت کې دوه موټر ټکر شوي چې په ترڅ کې يې شپږ تنه مړه شوي دي.


يو کوچنی کرولا ډوله موټر د يوه بار وړونکي ټېلر موټر سره ټکر شوی چې د کوچني موټر زيات شمېر سپرلي وژل شوي او ټپيان دي.


په شپږو وژل شوو تنو کې درې نارينه، يوه ښځه او دوه ماشومان شامل دي، په درېيو ټپيانو کې هم يوهع ښځه او دوه نارينه شامل دي.


د زابل ولايت روغتيايي مسوولينو وويل چې د پېښې ټول ټپيان يې کلات ښار مرکزي روغتون ته انتقال کړي دي.


يو تن عيني شاهد وايي: دغه پېښه د کوچني موټر د بې احتياطۍ له کبله رامنځته شوه.