کور / تازه خبرونه / دحمزه شينواري د۱۰۰مي کليزي په وياړسيمينار …

دحمزه شينواري د۱۰۰مي کليزي په وياړسيمينار …

د پښتو ژبې د وتلي  شاعر،  ليکوال او د غزل  د بابا امير حمزه خان شينواري د زوکړې د سلمې کليزې په وياړ په جلال اباد کې يو ورځنى علمي او کلتوري سيمينار جوړ شو.


دغه سيمينار د ننګرهار پوهنتون له خوا په شاهي قصر کې سهار پيل او تر غرمې وروسته پاى ته ورسېد.


د ننګرهار پوهنتون سرپرست ډاکټر عطاء الله شينواري وويل چې په دغه يو ورځني سيمنار کې د ختيځو ولايتونو تر څنګ د هيواد له نورو ولايتونو او مرکز کابل څخه په لسګونو شاعرانو، اديبانو او د حمزه بابا مينه والو ګډون کړى و.


د سيمينار په پيل کې د ولسمشر حامد کرزي، د اطلاعاتو او کلتور او د سرحدونو او قبايلي چارو د وزيرانو پيغامونه ولوستل شول.


ورپسې يو شمېر ليکوالو د حمزه بابا پر شاعرۍ، ژوند، فن او نثر خپلې ليکلې مقالې واورولې.


د ننګرهار پوهنتون سرپرست ډاکټر شينواري په خپله وينا کې د ننګرهار له والي ګل آغا شيرزي څخه مننه وکړه چې ددغه سيمينار په جوړولو کې يې ورسره مرسته وکړه.