کور / تازه خبرونه / اېډز:خلکو ته دعامه پوهاوي بېلابېلې غونډې جوړې …

اېډز:خلکو ته دعامه پوهاوي بېلابېلې غونډې جوړې …

په کابل او ننګرهار ولايتونو کې د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو د سراسري اتحاديې له خوا د اېډز ناروغۍ په اړه خلکو ته د عامه پوهاوي بېلابېلې غونډې جوړې شوې.


د يادې شوې اتحاديې رئيس ډاکټر محمد لياقت عادل وويل: د کابل او ننګرهار ولايتونو په دواړو غونډو کې په سلګونو کارګرو او مزدورانو برخه اخيستې وه.


هغه زياته کړه چې په دغو غونډو کې د ويناوالو او ډاکټرانو له خوا خلکو ته د اېډز ناروغۍ په اړه معلومات ورکړل شول او سپارښتنه يې ورته وکړه چې له دې ناروغۍ څخه دې ځانونه وژغوري.