کور / تازه خبرونه / “افغانستان کې امنيتي وضعه مخ پرښه کېدو ده”

“افغانستان کې امنيتي وضعه مخ پرښه کېدو ده”

د ناټو عمومي منشي (ياپ دي هووپ شيفر) تېره ورځ وويل په افغانستان کې امنيتي وضعه مخ پر ښه کېدو ده.


خو ناټو به له دغه هيواد څخه په نږدې موده کې خپل ځواکونه ونه باسي.


شيفر دا خبره په توکو کې د جاپان له لوړ رتبه چارواکو سره د خبرو اترو پر مهال وکړه.


ده هڅه وکړه تر څو جاپاني چارواکي راضي کړي چي په افغانستان کې د ايتلافي ځواکونو د ماموريت ملاتړ ته دوام ورکړي.