کور / تازه خبرونه / خوست:د ناټو پر پوځي مرکز ١٦ توغندۍ توغول شوي

خوست:د ناټو پر پوځي مرکز ١٦ توغندۍ توغول شوي

په خوست ولايت کې د ناټو ځواکونو پر پوځي مرکز ١٦ توغندي توغول شوي او مرګ ژوبله يې اړولې ده.


د سيمې يو تن امنيتي چارواکي چې د نوم له اخيستو يې ډډه وکړه وويل د ناټو ځواکونو پر پوځي مرکز ٦ توغندي توغول شوي خو مرګ ژوبله يې نه ده اړولې.


له بلې خوا د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا ادعا کړې او رسنيو ته يې ويلي تېره شپه يې د ناټو ځواکونو پر پوځي مرکز ١٦ توغندي توغولي او مرګ ژوبله يې اړولې ده.