کور / تازه خبرونه / لوګر:۳ ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته چمتو شوې

لوګر:۳ ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته چمتو شوې

د لوګر په ليرې پرتې ولسوالۍ ازره کې له څه باندې نهه ميليونه افغانيو په لګښت، درې ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته چمتو شوې.


د دغو پروژو  د پرانيستلو پټۍ د لوګر په مرکز (پل علم)  کې د يوې غونډې په ترڅ کې پرې شوه.


په لوګر کې د کليو پراختيا وزارت د ملي پيوستون د مشرانجينر عبدالرحمن د معلوماتو له مخې، په ياد شوو پروژو کې ٢٤ ژورې لاسې بمبې لرونکې څا ګانې، ١٤٦٠ متره استنادي دېوال او د ٤٠ کيلوواټه برېښنا د توليد په ظرفيت د اوبو د بريښنا يو بند شامل دی.


د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو په لګښت کې ١٠ % ونډه د سيمو اوسېدونکو اخيستې وه.


عبدالرحمن وويل چې له دغو پروژو څخه به  د ازرې ولسوالۍ  د باغک، ببر کلا،  نورخانخيل، خرم خيل، نظرخيل، صالح خيل، امان خيل، جانو خيل او  جانيبي خيل کليو شاوخوا ١٨٠٠ کورنۍ ګټه واخلي.