کور / تازه خبرونه / پېښور: د رحمان بابا په زيارت كي چاودنه وسوه

پېښور: د رحمان بابا په زيارت كي چاودنه وسوه

د آزادۍ راډيو خبر وركړ، چي د پښتو ژبي د كلاسيك شاعر عبدالرحمان بابا (رح) په زيارت كي چاودنه سوې، چي تعمير ته يې سخت زيان رسولى دئ.
د رحمان بابا د زيارت چاودنه د لر او بر افغانانو له خوا څخه غندل سوې او د پښتونخوا له حكومت څخه يې د دې جنايت د عاملينو د نيولو او هغوى ته د سزا وركولو غوښتنه كوي.
د عبدالرحمان بابا زيارت څو لسيزي وړاندي د افغانستان د پښتو ټولني له خوا جوړ سوى وو، چي په ۲۰۰۸ كال د دوهم ځل دپاره د افغانستان د اطلاعات او كلتور وزارت له خوا په اساسي جوړ سو.
د پښتونخوا ايالتي حكومت هم د رحمان بابا په زيارت كي چاودنه تائېدوي، چي وايي له امله چاته د سر زيان نه دئ اوښتئ، خو وداني ته يې سخت زيان اړولى دئ.