کور / راپور / پكتيا : داوني مهم خبرونه او پيښي

پكتيا : داوني مهم خبرونه او پيښي

چهارشنبه دحوت 7 نيټه

دجنوب ختيځ زون دپولېسوله تعليمي مركز څخه353تنوسرحدي سرتيرو دتعليمي دوري له بشپړولو وروسته دفراغت سندونه تر لاسه اوپروسلوسمبال شول۰دپوليسو ددوهم زون قوماندان پاسوال نبي جان ولاخيل وويل داپوليس به دپكتيما ولايت دسروزي او ګوملي پهولسواليو او دپمتيا ولايت داريوب ځاځيو اوپټان په سرحدي  ولسواليوكي ځاي پرځاي شي۰

دروزنيز مركز قوماندان سمونوال ګل عباس وايي له دي تعليمي مركز نه په21دوروكي ټول16460تنه افسران اوسرتيري فارغ شوې دي


پنجشنبه دحوت 8 نيته!

دبيړنيو حالاتو دكميتي به وړانديز دهغو 3000 ټنه غنمو له جملي څخه چي بي وزلو كورنيوته به توزيع كيژي كابو 442 ټنه يي ګرديز ته راورسيدل او دزراعت په ډيپوګانو كي ځاي پر ځاي شول او نور غنم په هم په خڅو راتلونكو ورحوكي راور سيژي 


شنبه دحوت 10نيټه

دپكتيا پوليسو دغلو يوه دري كسيزه دسېدكرم په ولسوالي كي نيولي ده

مل پاسوال سيدعزيزاحمد وردګ وايي ۰

دغو كسانو دګرديز مربوط دغلګي په سيمه كي غلا كړي وه چي موژ ته شكايت ورسمد او لاس په كا ر شوه اوداكسان مو دسيدكرم په سيمه كي تلاشي په پايله كي ونيول

۰

يك شنبه دحوت 11نيته!

دګرديز دمحبس بنديانو دمعيشتي وضع دخرابوالي له امله په غذايي اعتصاپ لاس پوري كړ چي وروسته له 12ساعته دولايت رهپري ددوي ستونزوته دحلولو وعده وركړه۰

دوشنپه دحوت 12نيټه !


دميرزكي ولسوالي اړوند دكړكين دسيمي دري تنه دخپلمينځي دشمنيو په پايله كي ووژل شول دغه نشته دكابل ګرديز دلاري په اوژدو كي دتيري دتنډانو په سيمه كي رامينځ ته شوه چي يوتن له يوي غاړي اودوه تنه له پلي غاړي ووژل شول وژل شوي كسان ملكي روغتون ته انتقال اووروسته خپلو خپلوانوته وسپارل شول۰


د پوژو تړون لاسليك شو :

پدي ورستويو كي ددريو پروژو تړنونه په پكتيا كي د( پي.ار.ټي ) دبيا رغاوني دټيم چي موخ ئي په زرمت ولسوالي كي په سركونو  دجغل اچولو دي لاس ليك شو      

نوموړي پروژي چي دسرمست خيلو نه تر منجور سيمي پوري اته كيلو متر سړك كيږي ددانش احمدي ساختماني شركت او همدارنګه دمتورخ نه تر شيخ نروال پوري اته كيلو متر سړك دمموزي كراون  ساختماني شركت او همدارنګه دنيك نام نه تر پاينده ګي پوري نه كيلو متر سړك دنويد نايب ساختماني شركت له خوا لاسليك شوه چي نوموړي سركونه به د14 ورځو په ترځ كي پيل او تر ددو مياشتو پوري به دوام وكړي 


خوراكي توكي وويشل شول !

دسيدكرم ولسوالي په 75 بي وزلو كورنيو باندي خوراكي او لګښتي توكي وويشلشول                                                                                          

دغه توكي چي پكي 17 قلمه داړتيا وړمواد پكي شامل ول د( پي،ار،ټئ ) له خوا په 75 بيوزلو كورنيو باندي وويشل شول

               

وركشاپ جوړ شو!

دپكتيا ولايت ددولتي او امنيتي اورګانونو دويندويانو او ژورنالستانو ترمنځ دښو اړيكو په موخه شپږ ورځني وركشاپ د( يو .ايس.اي.ډي / ال جي سي ډي ) په مالي لګښت ديك شنبي په ورځ په ګرديز ښاركي جوړ شو       


له روزنيز مركز څخه ساتونكي فارغ شول !

په پكتيا كي د   21  ځل لپاره 353 نفر دسرحدي پوليسو دليكولپاره په پكتيا كي دپوليسو له رونزيز مركز څخه فارغ او دپكتيا په څلورو سرحدي ولسواليو كي به په ندده وګومارل شي په دي مركز كي تراوسه پوري 16460 تنه پوليس روزلي او ټولني ته ئي دخدمت لپاره وړاندي كړي دي

دا353 تنه فاريغين به په اريوب، پټان، او دپكتيكا داورګون ،او ګوملي په سرحدي ولسواليو كي به په دندو وګمارل شي .