حامد كرزى: انتخابات دي په را روانه عيسوي مياشت كي وسي

34 | مارچ 6th, 2009



د افغانستان جمهور رئيس يو ځل بيا د را روان كال د انتخاباتو په اړه له خپل دريځ څخه دفاع وكړه.
بي بي سي د افغانستان د جمهوري رياست د يوه وياندپه حواله وويل ولسمشر حامد كرزى د تېري اونۍ د صادر سوي فرمان څخه دفاع كوي او وايي چي د جمهوري رياست انتخابات دي پر خپل وخت د ثور په مياشت كي ترسره سي.
د سياسي چارو د شنونكو په اند داسي ښكاري چي د افغانستان انتخابات د حكومت او اپوزيسون ډلو ترمنځ په يوه لويه شخړه بدلېږي.
تېره مياشت د انتخاباتو كمېسون د جمهوري رياست ټاكني تر خپلي اصلي مودې درې مياشتي وځنډولې، چي د حامد كرزي د حكومت دوام يې له ستونزي سره مخ كړ.
حامد كرزي په لومړيو ورځو كي د انتخاباتو له ځنډ سره موافقه وكړه، خو چي مخالفينو يې د جوزا پر لومړۍ نېټه له نوموړي څخه د استعفاء غوښتنه وكړه، ولسمشر بيرته په دې هڅه كي سو، چي د انتخاباتو نېټه رامخته كړي.
د ولسمشر كرزي مخالفين وايي كه انتخابات ځنډېږي، هغه بېله موضوع ده، خو د ولسمشر كرزي واكمني د جوزا له لومړۍ نېټې څخه قانوني بڼه نه لري او ښاغلى كرزى بايد واك يوه موقت حكومت ته وسپاري.
ولسمشر كرزي تېره اونۍ د يوه فرمان په صادرولو سره د انتخاباتو له كمېسون څخه وغوښتل، چي ټاكني د ثور په مياشت كي ترسره كړي، خو د انتخاباتو كمېسون، مخالفو كانديدانو او نړيوالي ټولني د ولسمشر له پرېكړي سره مخالفت څرګند كړ.
د افغانستان له جمهوري رياست څخه خپاره سوي خبرونه وايي، چي ولسمشر اوس هم پر خپل وخت د انتخاباتو غوښتنه كوي او وايي د ده د فرمان په اړه به په ولسي او مشرانو جرګه كي د ملت د استازو ترمنځ رايه لوېږي.

 

Copyright Larawbar 2007-2024