درحمان باباپرزيارت بريد كه پر پښتون كلتور يرغل!!!
زموږ په هيواد كي مي دهرڅه په اړه خبرونه اوريدلي وو، دښوونځي پروړوماشومانو تيزاب پاشل، په جنګ جګړوكې دمسجدونو ورانېدل،دمقدس قرآن شريف سوځل ، دامامانو، سياسي مشرانو،مخوروسپين روبواوقامي مشرانووژنه،دپيغلو بې پته كول، دناويانو څخه دواده په شپه مړونه بيول او دهغوى وژنه ، دميندو په وړاندي دهغوى داولادونو وژنه ،دښوونځيوسوځول،پلونه ،څړكونه،روغتيا يي كلينيكونه ورانول ، په ډېره بېرحمانه ډول دانسان وژنه چې سرترې غوڅ كړل شي يا دمجاهدينو دواكمني پر مهال دانسان څخه سر غوڅول او بيا پر غاړه سره غوړي ورتويه ول چې (رقص مرده) به يې ورته ويل لنډه داچې دا او دې ته ورته كارونه زموږ په هيواد كي وشول.
ډېرى افغانانو تل دپرديوبادارانو دخوشاله ولو لپاره داسي څه كول چې نوم پرې اوباسي يا وسله اوپيسه ورباندي پيدا كړي خودامي تر اوسه نه وو اورېدلي چې زيارت دي په بمونو والوزول شي. عجيبه خبر دى ، نه پوهېږم چې داكاربه چا او ده څه لپاره كړى وي خوپه دې باوري يم چې بريد په پښتنه سيمه كې شوى او بريد كوونكي به هم ښايي پش په نوم پښتانه وي ځكه دشمالي پښتونخواپلازميني پيښور ته نيژدې په بهادر كلي كي پر پښتني كلتور يرغل شوى دى .
اوس دلته څوپوښتني پيداكيږي!
اياداكار ايرانيانو وكړاو داهم دهغه كلتوريك يرغل يوه برخه وه چې دپښتنو ترټولو لرغونى كتاب (پټه خزانه) يې په خپلو پښتنو ليكوالوردكړاو داځل يې هم په همدغوپښتنو درحمان بابا پر مزار بريد وكړ؟
اياداكار دپاكستان استخباراتي ادارې (اى،ايس،اى) وكړاوغواړي چې په شمالي پښتونخواكي دپښتنو پرحكومت لانورپښتانه بې باوره كړي اوښايي بل علت يې داوي چې پښتانه لانور په خپل منځي ناورين اخته كړي ؟
ايا دا هغه دعراق تجربه ده چې دزيارتونو په الوزولو سره دشعيه اوسني مسلمانانو ترميانځ دبيلتون اور لانور تازه شو، دبابا پر مزار هم ښايي ددې لپاره بريد شوى وي ؟
ايا داكارپه افغانستان كي دشمال ټلوالې دطالبانو له لوري وشو او غواړي چې پر طالبانو دپښتنو باوركم كړي ؟
ايا داكارددې لپاره وشو چې دپښتنو ليكوالواوخبريالانو دليكنولورى له ځينو موضوعاتو څخه دې پلو راوګرزوي ؟ ځكه په دې وروستيو كې په رسنيو كې ليكوالو دخپلو قلمونو څوكي مخامخ افغان حكومت ته ورسيخي كړي دي ، ښايي په دولت كي دننه ځينو كړيو به په يوه تير دوه نخښي ويشتلي وي او وايي به چې دليكوالو مخ به هم واوړي او دپښتنوديوه صوفي شاعررحمان بابا(رح) خداى مكړه سپكاوى به هم وشي.
دازيارت خوهسي هم دافغانستان داطلاعاتو او كلتور وزارت جوړ كړى وو او دا كار ښايي دځينو لپاره دنه منلو وو. خو دا اټكل هم بايد له پامه ونه غورځول شي چي ښايي دا كار دپنجاب له لوري شوى وي او هدف يې دا وي چې داطلاعاتواوكلتور وزارت بيا دډيورنډ دكرښي ها خوا داسي كړنه ونه كړي .
ايا داكار په رښتيا هم وسله والو طالبانو وكړ؟ځكه ځينو طالبانو ښوونځي سوځولي او داهم ثابته شوې چې په اسلامي توندلارو كې داسي كسان شته چې دزيارتونو په كلكه مخالف دي او نن وهغوى ته وسلې او باروت هم په لاس ورغلي دي. ايا رښتيا دا دهغو كسانو كار دى؟
خوداټول احتمالي اټكلونه دي چې پوره باور نه شي ورباندي كيدلاى. البته چې باور ورباندي كيدلاى شي هغه دادي چې دپښتنوپركلتوريك شخصيت اويوه صوفي شاعر خداى بخښلي عبدالرحمان بابا پرزيارت بريد ښايي ددې لپاره شوى وي چې په دې اړوند دپښتنو احساسات مالوم كړي او ځان په دې پوهه كړي چې ايا پښتنو ته داڅه څومره موهم دي.
كه دغه بريد ته په هيڅ نظر وكتل شي نو په سبا به خداى مكړه دپښتنو دغه مرموزدښمن دلوى احمدشاه بابا، خوشحال بابا، ميرويس نيكه ، پاچاخان،خان شهيد عبدالصمدخان اڅګزي ، نازوانا، دميوند اتله ملالۍ ، غازي امان الله خان او دپښتنو دسلګونو اتلانو پر زيارتونو ورته بريدونه وكړي.
ښايي رحمان بابا به دخپل عمر په ۷۶كلونو كې هيڅ كله دا سي فكر نه وي كړى چې يوه ورځ به پښتونخوا دومره اور اخيستى وي چې په بهادر كلي كي به دده مزار په بمونو والوزول شي .
په هر حال ډېردردونكى خبر دى او په رښتيا يې په اورېدلو سره زما زړه ته دغچ اخيستلو احساس راغلو خوموږ به دپښتنو سره دكومي ناوړي كړنې غچ له چا څخه واخلو؟ هيواد مو اوراخيستى لراوبرپښتانه پكي سوځي اودامهال موږ ددنياترټولوبې وسه ملت يو چې نه دخپل سرنويشت پريكړه كولاى شو او نه هم راباندي تپل شوې جګړه له ځانه اړولاى شو. حكومت مو كمزورى دى او په موهمو پيښو كي دخپلو غبرګونونو لپاره هم مجبور دى چې له نړى والى ټولنى اجازه واخلي ځكه موږ دځان ددفاع لپاره پوره پوځ نه لرو، دځان اوملت دساتلو لپاره وسلې اوپيسې نه لرو، په يوه داسي كورني ناورين يې اخته كړي يو چې ورور په ورور پسي ټوپك اخيستى او نن يې پايله داشوه چې دګور مړي مو په ګور كي په قلاره پرنښودل . روحآ خو مو له دېرشو كلونو راهيسته خپل مشران نا ارامه كړي او زموږ په كړنو او ورور وژنه هغوى ښايي دشرمندګۍ احساس كوي خو اوس دومره پښتونواله هم راپاتي نه شوه چې دهغوى زيارتونه وساتو.
زما له ټولو پښتنو وروڼو څخه دا هيله ده چې پخپلو سيمو كي دي پخپله دخپلو اتلانو زيارتونه وساتي او پر حكومتونو او نړۍ والي ټولني دي په دې اړوند تكيه نه كوي. ځكه هغه دطالبانو دمشر ملا محمد عمر اخوند خبره ده چې ددوى خپله پښه په پيڅه كي بنده ده.
په آزاد افغانستان كي هغوۍ په پلازمېنه كابل كي دعدليې وزارت نه شي ساتلاى پر زيارتونو خوهسي هم پيره درول ناشوني دي. يا په بله معنا په شمالي پښتونخوا كي دپښتنو ايالاتي حكومت ته هسي هم دا چنداني موهمه نه ده ځكه هغوى هم په نورو سياسي ستونزو كي را ګير دي اوښايي ددې اجازه هم ونه لري چي درحمان بابا پر زيارت دبريد په اړه دي احتجاج وكړي ، ځكه په لوى سر كي هغوى
داصف زرداري دحكومت برخه ده.
درنولوستونكو!
دپښتنودپنځه زره كلن تاريخ په اوږدوكې پښتني دودونه،كلتور، داتلانوزيارتونه، دهغوى يادونه او په په فلكلوريك ډول دهغوى كيسې تر ډېره هده همدغه پښتون ولس ساتلي دي او حكومتونوډېرلږ رول په كښي لوبه ولى دى.نن چې درحمان بابا(رح) دزيارت دړنګېدو ناپاكه هڅه وشوه ښايي سبادغه ناولي لاسونه دنورو هستيودورانولو كوښښ هم وكړي. ځكه پښتون ولس ته په كار دي چې پخپله دخپلو هستيودساتلو لپاره لېڅي را ونغاړي.خپل منځي اختلافات له مينځه وباسي او دملت ددښمنانوشومواهدافوته سره يوشي .
په درناوي