ایارښتیا هم د اسلام او سیاست تر منځ بیلتون شتون لري؟(۱۶)

د لراوبر اداره | مارچ 7th, 2009


اسلامي سیاست څه ته وایې؟
 

د اذان شورى
 [ لومړې هجرى قمري كال ] :
 د انس بن مالك رضی الله عنه او ابن عمر رضى الله عنه څخه روايت دې چې د مدني دور په لومړیو وختونو کې خلكو د لمانځه وختونه د خپل خپل فكر مطابق ټاكل ،يوه ورځ د دې له پاره مشوره وشوه ځینو د يهودو د بوق تجويز وړاندې کړ او ځینې نورو د نصاراو د ناقوص پيشنهاد وکړ، خو سیدنا عمر رضى الله عنه دا پيشنهاد وکړ چې يو كس دې وټاكل شي چې د لمانځه په وخت کې خلك په لوړ غږ سره راوبولي ، هماغه و چې په همدې پيشنهاد پریکړه وشوه او رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې كار له پاره سیدنا بلال رضى الله عنه وټاكه ،1 بلال رضی الله عنه به په لوړ اّواز خلكو ته (الصلوه جامعه) [اى خلكو د جمعى لونځ تیار دې ] ویل ، خو وروسته عبدالله بن زيد رضى الله عنه په خوب کې د اذان دا مروجه كليمات د چا څخه واوريدل نو بیا رسول الله صلی الله عليه وسلم سیدنا بلال رضی الله عنه ته په هماغه كليماتو د اذان كولو حكم وکړ، چې وحى ئى هم په تائيد کې راغله .
 ابن حجر رضى الله عنه فرما يى چې: ( مبدا الاذان كان عن مشوره اوقعها النبى صلى الله عليه وسلم بين اصحابه حتى استقر بروْیا بعضهم و فيه مشروعيه التشاور فىالامور المهمه )
 [ اذان په مشورى سره شروع شو دې ، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د خپلو اصحابو رضى الله عنهم سره کړې وه، وروسته بیا د ځینې صحابو د خوب په واسطه [ مروجه ] اذان وټاكل شو2 ].
 دا حديث د دې خبرى دليل دې چې په مهمو خبروکې مشوره كول شرعي طريقه ده .
د بدركبرى شورى
 [ دوهم هجرى قمري كال ]
 (حَدَّثَنَا أَبُو بَكْرِ بْنُ أَبِي شَيْبَةَ حَدَّثَنَا عَفَّانُ حَدَّثَنَا حَمَّادُ بْنُ سَلَمَةَ عَنْ ثَابِتٍ عَنْ أَنَسٍ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ شَاوَرَ حِينَ بَلَغَهُ إِقْبَالُ أَبِي سُفْیان قَالَ فَتَكَلَّمَ أَبُو بَكْرٍ فَأَعْرَضَ عَنْهُ ثُمَّ تَكَلَّمَ عُمَرُ فَأَعْرَضَ عَنْهُ فَقَامَ سَعْدُ بْنُ عُبَادَةَ فَقَالَ ایانَا تُرِيدُ یا رَسُولَ اللَّهِ وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَوْ أَمَرْتَنَا أَنْ نُخِيضَهَا الْبَحْرَ لاخَضْنَاهَا وَلَوْ أَمَرْتَنَا أَنْ نَضْرِبَ أَكْبَادَهَا إِلَى بَرْكِ الْغِمَادِ لَفَعَلْنَا قَالَ فَنَدَبَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ النَّاسَ فَانْطَلَقُوا حَتَّى نَزَلُوا بَدْرًا وَوَرَدَتْ عَلَيْهِمْ رَوَایا قُرَيْشٍ وَفِيهِمْ غلام أَسْوَدُ لِبَنِي الْحَجَّاجِ فَأَخَذُوهُ فَكَانَ أَصْحَابُ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَسْالونَهُ عَنْ أَبِي سُفْیان وَأَصْحَابِهِ فَيَقُولُ مَا لِي عِلْمٌ بِأَبِي سُفْیان وَلَكِنْ هَذَا أَبُو جَهْلٍ وَعُتْبَةُ وَشَيْبَةُ وَأُمَيَّةُ بْنُ خَلَفٍ فَإِذَا قَالَ ذَلِكَ ضَرَبُوهُ فَقَالَ نَعَمْ أَنَا أُخْبِرُكُمْ هَذَا أَبُو سُفْیان فَإِذَا تَرَكُوهُ فَسَالوهُ فَقَالَ مَا لِي بِأَبِي سُفْیان عِلْمٌ وَلَكِنْ هَذَا أَبُو جَهْلٍ وَعُتْبَةُ وَشَيْبَةُ وَأُمَيَّةُ بْنُ خَلَفٍ فِي النَّاسِ فَإِذَا قَالَ هَذَا أَيْضًا ضَرَبُوهُ وَرَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَائِمٌ يُصَلِّي فَلَمَّا رَأَى ذَلِكَ انْصَرَفَ قَالَ وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَتَضْرِبُوهُ إِذَا صَدَقَكُمْ وَتَتْرُكُوهُ إِذَا كَذَبَكُمْ قَالَ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ هَذَا مَصْرَعُ فُلانٍ قَالَ وَيَضَعُ يَدَهُ عَلَى الارضِ هَاهُنَا هَاهُنَا قَالَ فَمَا مَاطَ أَحَدُهُمْ عَنْ مَوْضِعِ يَدِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ )
 انس بن مالك رضی الله عنه څخه روايت دې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د بدر د غزا په وخت کې [ په لاره کې ] د خپلو صحابو رضی الله عنهم سره مشوره وکړه ،،سیدنا ابوبكر رضى الله عنه او سیدنا عمر رضى الله عنه خپله خپله رايى ښکاره کړه مګر هغه د انصارو د راى د معلومولو په خاطرچپ ناست و ، نو په دې وخت کې سعد بن عباده انصارى رضى الله عنه پورته شو او ويى ويل كه چيرى ته حكم وکړي نو مونږ په د ریاب کې ټو پ وهلو ته او د برك الغماد [ يمن ] پورى د خپلو اّسونو زغلولو ته تیار يو- د دې خبرى د اوريدو وروسته د تلوحكم وشو،او فوځ د بدر په ځاى کې خپلى مورچې سنبال کړی 3.
 امام نووي رحمة الله عليه فرمايى چې : ( و فيه استشاره الاصحاب و اهل الراى والخبره)
 [ د دې نه دا ثابتیږي چې د ملګرو او د راى د خاوندانو او پوهو خلكوڅخه مشوره اخستل سنت دې ] 4.
 د شورى د دې غونډى د ګډونكو صحابو رضی الله عنهم وينا وي د سيرت په ټولوكتابونوکې موجودې دي .
د بدرد بندیانوپه هكله شورى
 [ درېيم هجرى قمري كال ]
 “د بدر د بندیانو په هكله رسول الله صلى الله عليه وسلم په خپله د صحابوسره مشوره وکړه او ورته ئى وويل چې د بندیانو په هكله ستاسې نظر څه دې؟ ابوبكر رضى الله عنه وفرمايل چې فديه ترى واخلئ او پریږدئ یې ، خو سیدنا عمر رضی الله عنه وفرمايل، زما نظر خو دا دې چې د هغوی څټونه ورپریکړو ځکه چې دا خلك د كفر امامان او د دښمن سرداران دي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم د ابوبكر رضى الله عنه د راى مطابق د هغوی څخه فديه واخسته او خوشي يى کړل 5 “.
 ابن كثير رحمة الله عليه د مسنداحمد څخه دا حديث په ډیرتفصيل سره رانقل کړي دې چې په هغه کې دا الفاظ هم راغلي دي :
 (ناس یاخذ بقول ابى بكر رضى الله عنه وناس یاخذ بقول عمر رضى الله عنه)
 [ ځینې خلكو د ابوبكر رضى الله عنه د خبرى تائيد وکړ ځینې نورو د سیدنا عمر رضی الله عنه د خبرى تائيد وکړ ، ليكن وروسته د سیدنا عمر فاروق رضى الله عنه په تائيدکې اّيت هم را نازل شو 6]
د احد شورى
 [ دريم هجرى قمري كال ]
 د احد د غزا په وخت کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم نظر دا و چې د ښار په داخل کې مورچې جوړى کړي او د ځینې مشرانو صحابو رضى الله عنهم راى هم همداسى وه ، خو د ځوانانو راى دا وه چې د باندې ووځي او په ډګر د دښمن مقابله وکړي ، نو هماغه و چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د خپلى رائى په ځاى د هغوی په رايه پریکړه وکړه او د احد د غره په لمنه کې ئى د جنګ محاذ جوړ کړ 7.
د خندق شورى
 [ پنځم هجرى قمري كال ]
 د خندق [ احزابو ] د غزا په وخت کې رسول اكرم صلى الله عليه وسلم شورى راوغوښته تر څو په دې خبره رایه او مشوره ورکړي چې ایا د مدیني څخه دباندې ووځو او د جنګ محاذ جوړ کړو یا د ښار په داخل کې مورچې جوړى کړو ؟
 سلمان فارسى رضى الله عنه د خندق د ويستلو مشوره ورکړه او د مسلمانانو دا نظرخوښ شو، نو هماغه وو چې په همدې نظر باندې د عمل كولو حكم صادر شو8.
د خندق شورى د روغې جوړې په خاطر
 [ پنځم هجرى قمري كال ]
 د خندق د غزا په وخت کې د مسلمانانو محاصره ورځ په ورځ تنګيده نو رسول الله صلى الله عليه وسلم د بنو غطفان مشرانو عينه بن حصن او حارث بن عوف سره د مدينى د باغونو د دريمى برخى د ميوي په وركولو د مصالحت او روغى جوړى خبرى وکړې ، ترڅو دا دواړوه سرداران د قريشو د ملاتړڅخه لاس واخلي. د محمد صلى الله عليه وسلم نظر همدا و چې روغه جوړه دې وشي ، خو د اّخرى پریکړى ترمخه مشوره اخستل ضرور وګڼل شول ، د انصارو د مشرانو څخه سعد بن معاذ رضى الله عنه او سعد بن عباده رضی الله عنه وويل چې كه چيرى دا د الله جل جلاله حكم وي نو مونږه منلى دې او كه چيرى ته د نبى صلى الله عليه وسلم په حيث د خپل حكم مطابق دا پریکړه كوی نو بیا هم زمونږ قبوله ده خوكه چيرى حكم نه وي نو بیا مونږ دې روغى جوړى ته تیار نه يو . رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل چې كه چيرى دا د الله حكم وايى نو ما له تاسې سره بیا مشوره نه كوله، نو هماغه و چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د خپلى رائى په نسبت د شورى رائى ته ترجيح ورکړه او د روغى جوړى د خبرو څخه تير شو 9.
د افك په هكله شورى
 [ شپږم هجرى قمري كال ]
 د بنوالمصطلق د غزا د سفر په وخت کې د منافقينو مشر عبدالله بن ابى بن سلول ، پر ام الموْ منين سیدنا عايشه رضى الله عنها باندې تهمت ولګاوه ، چې په مدينه منوره کې دې تهمت او پروپاګندې د طوفان شكل ونيو – رسول الله صلی الله عليه وسلم د اسامه بن زيد رضى الله عنه او سیدنا على رضى الله عنه سره د ام الموْ منين رضى الله عنها څخه د بيليدو په هكله مشوره وکړه ، او بیا جومات ته ولاړاو په لويه غونډه کې يى وويل :[ اى مسلمانانو ! څوک به ما معذور وګڼى،كه چيرى زه د هغه سړي په خلاف څه اقدام وکړم ، چې د هغى څخه ما ته تكليف رارسيدلى دې [ زما د ښځې په هكله ] حال دا چې، په الله عزوجل قسم چې ما ته د خپلى ښځې په باره کې د خير پرته نور هیڅ نه دې معلوم] – خو وروسته د النور سورت رانازل شو چې په کې د سیدنا عايشي رضى الله عنها پاكوالى بیان شوی و او په دې توګه تهمت جوړوونکي د سختى ناكامۍ سره مخ شول10 .
د حديبيى شورى
 [ شپږم هجرى قمري كال ]
 د حديبيى د غزا په وخت کې كله چې رسول اكرم صلى الله عليه وسلم غدير الاشطاط ته ورسيد نو د مسلمانانو” خبرى څانګي” هغه ته اطلاع ورکړه ، چې د مکې قريشو خپل نژدې قبايل را ټول کړي دي او غواړي چې تا بيت الله ته د تللو څخه منع کړي ، په دې وخت کې هغه وفرمايل اى مسلمانانو ! ما ته مشوره راکړئ چې اوس بايد كوم اقدام وشي ایا دا غوره ده چې د قريشو د دې دوستانو احابيشو په كورونو دې حمله وشي؟ ابوبكر رضى الله عنه راى ورکړه چې تاسو د كعبى [ بيت الله] د زیارت كولو په خاطر راغلي یاست نو د همدې غرض په خاطر مخکې ولاړ شئ هر څوک چې زمونږ مخه ونيسى نو مونږ به د هغه سره جنګیږو خو وروسته صلح وشوه 11.
د هوازن د بندیانو په هكله شورى
 [ اتم هجرى قمري كال ] :
 د حنين په غزا کې د هوازن د قبيلى شپږ زره كسان بندیان ونيول شول نوكله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د طائف د محاصرى څخه راستون شو نو په [ جعرانه ] کې تر يوه وخته پورى تم شو، په دې خاطر چې دا خلك راشي او ايمان راوړي ، نو د هغوی مال او بندیان به بيرته ورکړل شي ، خو هغو خلكو په راتلوکې ځنډ وکړ، نو د غنيمت مالونه وويشل شو ل ، خوكله چې د طائف اوسيدونکي پيښمانه شول او راغلل نو محمد صلی الله عليه وسلم [ عامه شورى ] راوغوښته او ورته ئى وويل چې زه غواړم چې د دوي بندیان خوشي کړم تاسې هرڅوک چې په خپله خوښه خپل بندې اّزاد وي اّزاد دې ئى کړي اوكه نه نو هغوی به د معاوضى په بدل کې اّزاد کړم خلكو وويل چې مونږ يى په خپله خوښه اّزادو و خو محمد صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل : بيرته ولاړ شئ او خپلو مشرانو [عرفاء] ته دا راى ووا یاست ، نماينده ګان بيرته راستانه شول اوويى ويل چې ټول په دې خبره خوښ دې بیا نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ټول بندیان خوشي کړل 12.
د معاذ بن جبل رضى الله عنه په هكله شورى
 [ لسم هجرى قمري كال ] :
 كله چې معاذ بن جبل رضی الله عنه د يمن والي ټاكل كيده نو شوراى وغوښتل شوه ، د شورا غړو خپل خپل نظریات وړاند ې کړل او د ډیرفكر او تعمق وروسته ئى سیدنا معاذ بن جبل رضى الله عنه يمن ته ولیږه .
 (فَمَا أُوتِيتُمْ مِنْ شَيْءٍ فَمَتَاعُ الْحَیاةِ الدُّنْیا وَمَا عِنْدَ اللَّهِ خَيْرٌ وَأَبْقَى لِلَّذِينَ آمَنُوا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ[]وَالَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الاثْمِ وَالْفَوَاحِشَ وَإِذَا مَا غَضِبُوا هُمْ يَغْفِرُونَ[]وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلاةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ)
 [ د الشورى سورت 36 – 38 اّيتونه ]
 [ هغه څه چى تاسې ته درکړل شوي د دنیا د ژوند سامان دې او هغه څه چې دالله جل جلاله سره دي هغه ډیر غوره او دوامدار دي د هغه خلكو له پاره چې ايمان يى راوړى وي ، او پر خپل پروردګار توكل كوي ، هغه خلك چې له لويو گناهانواو بى حیائې د كارونو څخه ډه ډه كوي او كله چى غوسه شي نو عفوه كوي ، اد هغه كسان چې د خپل رب حكم مني ، لمونځ قايموي خپلى چاري په خپل منځي مشوري سره سرته رسوي اوكومه روزي چې مونږ دوي ته ورکړي ده له هغى نه لگښت او نفقه كوي ] .
 په دې اّيت کې د ايمان د خاوندانو اوه ښکاره صفتونه ذكر شوي دي چې د دې له امله دوي د جنت حقدار شمیرل کیږي :
 (۱)توكل ، (۲) د لويو گناهونو او فواحشوڅخه ځان ساتل ،(۳) معافي كول،(۴) د الله جل جلاله هرحكم منل ،(۵) لمونځ كول، ( ۶) مشوره كول ، (۷) مال خرڅول .
 د مشورى یادوونه د لمانځه او انفاق ترمنځ شويده د کلام د دې وضاحت څخه معلومیږئ چې د شورائى نظام جوړول د لمانځه په څير د فرايضو له ډلى څخه دي چې د ايمان د خاوندانو يو ښکاره صفت دې .
 د هغو يولسو مفسرينو ذكر چې ترمخه شوي دې ټولو لیکلي دې چې د “امرهم شورى بينهم ” څخه مقصد دا دې چې په غيرمنصوصو معاملاتو کې په مشورى سره پریکړه كول پر مسلمانانو لازم دي ، او دا يو ټینګ اوكلك حكم دې .
 ابوبكر رازى جصاص رحمة الله عليه فرمايى چې : ( يدل على جلاله موقع المشوره لذكره مع الايمان و اقامه الصلوه و يدل على انا مامورون بها)
 [ دا حكم د مشورى په عظمت باندې دلالت كوي ځکه چې ذكر یې د ايمان او لمونځ سره شوي دې ، او دا ددې خبرى دليل هم دې چې مونږ مامور شوي يو چې مشوره به كوو ] .
 امام رازى رحمة الله عليه فرمايى چې : ( اذا وقعت بينهم واقعه اجتمعوا و تشاوروا فاثنى الله عليهم اى لاينفردون براى بل ما لم يجتمعوا عليه لا يقدمون عليه)
 [ كله چې د هغوی ترمنځ كومه معامله را پيدا شي نو بیا هغوی غونډه رابولي او مشوره كوي- په دې خاطر الله جل جلاله د هغوی تعريف کړي، چې انفرادې [ ځانګړې ] راى نه اختیار وي ، بلكه هغى پورى چې اجتماعى پریکړه ونه شي، هیڅ اقدام نه كوي 13.
 (فَإِنْ أَرَادَا فِصَالا عَنْ تَرَاضٍ مِنْهُمَا وَتَشَاوُرٍ فَلا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا)
 [ د البقره سورت 233 اّيت ]
 [ خو كه دواړه خواوي په خپل منځي موافقې او مشورى سره د (مور دپیو یا تى ) څخه دکوچني بيلول غواړي د دې خبرى څه باك نشته ] .
 كه څه هم دا اّيت د «سیاست البيت» پورى اړه لري خو دكوچنى د شيدوڅخه د لرى كولو په كار کې ئى هم د شورائيت د اصولو مراعات ضرورى شمیرلى دې ، د دې څخه دا خبره را په ډاګه کیږي چې د« سیاست البيت» [ كورني حكومت ] په شان د« سیاسه مدينه» د [ قومى سیاست ] پریکړى هم د اهل الراى په مشوره كول په كار دي لكه څنګه چې دكور په سیاست کې د كوچنیانوګټې په نظرکې دې همدې توګه په ملکې سیاست کې هم د خلكو ګټې او روزل ترى مقصد دې ، نو په دې خاطر د شورائيت د حكم پابندي په دواړو کې اړینه ده .
 دوهمه خبره د دې اّيت څخه هم دا معلومیږئ چې د ښځو څخه هم مشوره اخستل کیږي خصوصا په هغه امورو کې چې هغه د او لاد د تربي، ښوونې او روزنى پورى تړلى وي ، ځکه چې په هغى کې د ښځو تجربه د نارينو څخه زیاته ده .
د شورى په هكله
 د رسول الله صلی الله عليه وسلم احاديث
 (عن على رضى الله عنه قال قلت یا رسول الله صلی الله عليه وسلم ان نزل بنا امر ليس فيه بیان امر و لا نهى فما تامرونى؟ قال شاوروا فيه الفقهاء العابدين و لاتمضوا فيه راى خاصه )
 [ سیدنا على رضى الله عنه پوښتنه وکړه ،یا رسول الله صلی الله عليه وسلم كه چيرى زمونږ ترمنځ كومه داسى موضوع را پيدا شي چې د هغه په هكله نه امر وي نه نهى، نو د داسى پيښى په هكله تاسو څه فرمايى؟
 رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې په دې اړه د عابدينو او دیانت لرونكو فقهاو سره مشوره وکړئ او ځانګړې راى اختیار نه کړئ ] 14.
 د سیدنا عبدالله بن عباس رضى الله عنه د همدا رنگه سوال په ځواب کې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل چې : (تجعلونه شورى بين العابدين من الموْمنين و لا تقضونه برأ ى خاصه)
 [ دا معامله د عابدو مسلمانانو شورى ته حواله کړئ او ځانګړې پریکړه مه كوئ] 15.
 (عن ابى هريره رضى الله عنه قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم اذا كانت امراءكم خیاركم و اغنیاءكم سمحاءكم و اموركم شورى بينكم فظهر الارض خيرلكم من بطنها و اذا كانت امراء كم شراركم و اغنیاء كم بخلاء كم و امور كم الى نساء كم فبطن الارض خير لكم من ظهرها)
 [ كله چې ستاسې حكمرانان ستا سې د ښو خلكوڅخه وي ستاسې دولتمند او شتمن خلك سخیان او ستاسې چارى د مشورى په اساس مخته ځې نو د ځمکې مخ تاسې ته د ځمکې د گیډئ نه بهتر دې ، خوكه ستاسې حكمرانان ستاسې د بدترينو خلكو څخه وي ، او ستاسې دولتمند خلك بخيلان وي او ستاسې چارى د ښځو په غاړه وي [ اصل پریکړه د هغوی په لاسو کې وي ] نو بیا د ځمکې گیډه د هغى ترمخ تاسې ته بهتره ده ] 16.
 په دې حديث شريف کې ئى د اّرام ژوند د تر سره كولو له پاره درى شیان ډیر ارزښتناك ښوولى دې او هم دغه درى شیان د اسلامي ریاست او صالحى ټولنى بنسټيز شرطونه دې :
 (۱) صالح قیادت – (۲) د غريبانوكفالت – (۳) شورائيت
 (عن عايشه رضى الله عنه قالت مارئيت رجلا اكثر استشاره للرجال من رسول الله صلی الله عليه وسلم )
 [ سیدنا عايشه رضى الله تعالى عنها فرمايى چې ما داسى څوک نه دې ليدلى چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه زیات د خلكو سره مشوره كونكې اوسي17،.]
 (عن سهل بن سعد الساعدې رضی الله عنه عن رسول الله صلى الله عليه وسلم ماشقى عبد قط بمشوره وما سعد باستغنا راى )
 [ رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلى دې چې مشوره كوونکې سړي هیڅکله د حق څخه نه بى برخى کیږي او خپله راى خوښوونکې او پوره شمیرونکې ، خپل غرضى سړي هیڅکله سعيد [ نيك بخت ] نه ګرځي 18.]
 (يعنى ملوكيت او اّمريت د شقاوت او بد نصيبى لار ده او شورائيت د سعادت او خوش نصيبى لار ده .)
 عن ابى هريره رضى الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم (المستشار موْ تمن )
 [ د چا څخه چې مشوره اخستل کیږي هغه باید معتمد او باورى وي ] 19.
 د شورى غړي بايد هغه څوک وي چې د هغه په دیانت او امانت باندې اعتماد او باور موجود وي ځکه چې مشوره يوډول امانت دې او په مشوره وركونکې باندې فرض دې چې په هغى کې خیانت ونه کړي او د پوره غور و تعمق نه وروسته د پوره دیانت او پوره ايماندارۍ سره صحيح رايى ورکړي .
 (عن ابى هريره رضى الله عنه قال رسول الله صلی الله عليه وسلم من استشاره اخوه المسلم فاشار عليه بغير رشد فقد خانه و من افتى فيتا ُبغير ثبت فاثمه على من افتاه )
 [ د چا څخه چې د هغه مسلمان ورور مشوره وغواړي او هغه ورته د حق په خلاف مشوره ورکړي نو هغه د خپل ورور سره خیانت کړي او كوم مفتى چې د تحقيق پرته فتوي ورکړه نو گناه به د فتوي وركونکي په غاړه وي ] 20.
 امام محمد بن اسماعيل بخاري ، امام ابوداود ،او امام ترمذى رحمة الله عليهم په خپلوكتابونو کې د مشورى د اهميت او ضرورت د ثابتولو په خاطر ځانګړې ابواب قائم کړي دي .
 دامام بخاري رحمة الله عليه د قايم کړي باب عنوان دا دې ( باب قول الله وامرهم شورى بينهم و شاورهم فى الامر و ان المشاوره قبل العزم و التبين لقوله فاذا عزمت فتوكل على الله فاذا عزم الرسول الله صلى الله عليه وسلم لم يكن لبشر التقدم على الله ورسوله)
 [ مشوره د پریکړى او د حق د واضح كيدو تر مخه کیږي كله به چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د مشورى وروسته او یا د وحى په اساس كومه پریکړه وکړه نو بیا هیڅ يو بشرته د الله جل جلاله او د هغى د رسول صلی الله عليه وسلم څخه دترمخه كيدو حق نه شته21] .
 جلال الدين سيوطى رحمة الله عليه چې په 911 هجرى قمري كال مړ شوي دې په« الخصائص الكبرى» کې يو ځانګړې فصل ترتيب کړي چې عنوان يى دې « باب اختصاصه بوجوب المشاوره »[ د مشورى وجوب د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ځانګړتیاو څخه و.]
 د دې باب څخه مقصد دا دې چې په نبى كريم صلی الله عليه وسلم باندې په غيرمنصوص امورو کې د خپلو اصحابو رضى الله عنهم سره مشوره كول واجب و او دا د هغه امتیازى خصوصيت و ، د دې باب د ثبوت له پاره ډیر روايتونه رانقل شوي دې 22.
 د تيرو شوو انبیاو وروسته به نور پيغمبران او رسولان هم راتلل نو په دې خاطر په هغى وختونوکې د مشورى اخستو ته دومره اهميت نه و ورکړل شوي خو څرنګه چې د محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وروسته هیڅ پيغمبر نه شي راتلاې ، نو په دې خاطرهغه ته د خپلو اصحابو رضى الله عنهم سره د مشورى كولو له پاره تاكيد وشو ترڅو راتلونکې امت د ده په اسوه حسنه باندې عمل وکړي او د ورپيښو شوو معاملو په هكله د فقهاو ، عابدينو د مشورى او اجتهاد په واسطه حكم معلوم کړي .
د شورى په هكله
د راشدينوخلفاء تګ لاره :
 (بَاب قَوْلِ اللَّهِ تَعَالَى «وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الامر» وَأَنَّ الْمُشَاوَرَةَ قَبْلَ الْعَزْمِ وَالتَّبَيُّنِ لِقَوْلِهِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَإِذَا عَزَمَ الرَّسُولُ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَمْ يَكُنْ لِبَشَرٍ التَّقَدُّمُ عَلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَشَاوَرَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَصْحَابَهُ يَوْمَ أُحُدٍ فِي الْمُقَامِ وَالْخُرُوجِ فَرَأَوْا لَهُ الْخُرُوجَ فَلَمَّا لَبِسَ لامَتَهُ وَعَزَمَ قَالوا أَقِمْ فَلَمْ يَمِلْ إِلَيْهِمْ بَعْدَ الْعَزْمِ وَقَالَ لا يَنْبَغِي لِنَبِيٍّ يَلْبَسُ لامَتَهُ فَيَضَعُهَا حَتَّى يَحْكُمَ اللَّهُ وَشَاوَرَ عَلیا وَأُسَامَةَ فِيمَا رَمَى بِهِ أَهْلُ الافْكِ عَائِشَةَ فَسَمِعَ مِنْهُمَا حَتَّى نَزَلَ الْقُرْآنُ فَجَلَدَ الرَّامِينَ وَلَمْ يَلْتَفِتْ إِلَى تَنَازُعِهِمْ وَلَكِنْ حَكَمَ بِمَا أَمَرَهُ اللَّهُ وَكَانَتْ الائِمَّةُ بَعْدَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَسْتَشِيرُونَ الامَنَاءَ مِنْ أَهْلِ الْعِلْمِ فِي الامُورِ الْمُبَاحَةِ لیاخُذُوا بِأَسْهَلِهَا فَإِذَا وَضَحَ الْكِتَابُ أَوْ السُّنَّةُ لَمْ يَتَعَدَّوْهُ إِلَى غَيْرِهِ اقْتِدَاءً بِالنَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَرَأَى أَبُو بَكْرٍ قِتَالَ مَنْ مَنَعَ الزَّكَاةَ فَقَالَ عُمَرُ كَيْفَ تُقَاتِلُ النَّاسَ وَقَدْ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أُمِرْتُ أَنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَقُولُوا لا اله الا اللَّهُ فَإِذَا قَالوا لا اله الا اللَّهُ عَصَمُوا مِنِّي دِمَاءَهُمْ وَأَمْوَالهمْ الا بِحَقِّهَا وَحِسَابُهُمْ عَلَى اللَّهِ فَقَالَ أَبُو بَكْرٍ وَاللَّهِ لاقَاتِلَنَّ مَنْ فَرَّقَ بَيْنَ مَا جَمَعَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ثُمَّ تَابَعَهُ بَعْدُ عُمَرُ فَلَمْ يَلْتَفِتْ أَبُو بَكْرٍ إِلَى مَشُورَةٍ إِذْ كَانَ عِنْدَهُ حُكْمُ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي الَّذِينَ فَرَّقُوا بَيْنَ الصَّلاةِ وَالزَّكَاةِ وَأَرَادُوا تَبْدِيلَ الدِّينِ وَأَحْكَامِهِ وَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَنْ بَدَّلَ دِينَهُ فَاقْتُلُوهُ وَكَانَ الْقُرَّاءُ أَصْحَابَ مَشُورَةِ عُمَرَ كُهُولا كَانُوا أَوْ شُبَّانًا وَكَانَ وَقَّافًا عِنْدَ كِتَابِ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ )
 [د نبى ا كرم صلی الله عليه وسلم وروسته د مسلمانانو حكمرانانو به د هغه خلكو سره مشوره كوله چې په خپل دیانت او امانت کې به د اعتماد وړ وو او د دين په هكله به ورته پوره پوهه ور په برخه وه ، دا مشورى به په مباحاتو [ غيرمنصوص ] امورو کې کیدلې ، ترڅو د ټولو اّسانه او ګټوره لار اختیار کړل شي، خوكله به چې د قراّن یا سنتو واضح حكم پيدا شو نو د هغى څخه بل طرف بیا چا مخ نه اړاوه ، د هغوی دا تګ لاره د نبى كريم صلی الله عليه وسلم د پيروی په اساس وه.
 د« الائمه» څخه مقصد راشدين خلفاء او صحابه رضى الله عنهم او تابعين رحمة الله عليهم دي، دا د هغوی ځانګړې لار وه چې په ټولنيزو معاملو کې به ئى د خپلى ځانګړې راى په نسبت شورا ته ترجيح او برترى وركوله ، د دې عباراتو څخه دا هم څرګندیږي چې د راشدينو خلفا رضی الله عنهم په دوره کې امناء او د علم خاوندان[ د قوم معتمد و او باورى ] خلك به د شورى په غونډه کې موجود وو ] 23.
 (فان اعیاه اى ابابكر رضى الله عنه ان يجد فيه سنه من رسول الله صلی الله عليه وسلم جمع روْوس الناس و خیارهم فا ستشارهم فاذا اجتمع رائهم على امر قضى به ، و فى كنز العمال و كذالك كان يفعل عمر رضى الله عنه [ كه چيرى ابوبكر رضی الله عنه ته به دكومى معاملى د پریکړى له پاره د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنت په لاس ورنه غلل نو د خلكو مشران [ وکیلان ] او د هغوی څخه نيك او پوه خلك به ئى راغونډول او بیا به ئى د هغوی سره مشوره كوله ،كله به چې هغوی په كومه خبره متفق شول ، نو د همغى مطابق به ئى پریکړه كوله سیدنا عمر رضى الله عنه هم همداسى كول ]24 .
 (و كان القراء اصحاب مجالس عمر رضى الله عنه و مشاورته كهولا كانوا او شبانا و فى روايه شبابا)
 [د سیدنا عمر رضى الله عنه د مجلس غړي ، زاړه وه او كه ځوانان ، ټول د قراّنى علومو پوهان وو ] 25.
 سیدنا عثمان رضى الله عنه په خپله لومړې وينا کې ويلى و چې د كتاب او سنتو وروسته به زه د هغى پریکړى پابند اوسم په كومى چې ستاسو راى يو شان وي26 .
 (قال الحسن البصرى رحمة الله عليه ما استشارقوم قط الا هدوا لا فضل ما بسیدناهم ثم تلا و امرهم شورى بينهم)
 [ حسن بصرى رحمة الله عليه فرمايى چې هر هغه قوم چې په مشورى يى عمل کړي وي نوهغو ته د نيکې او ښه راى توفيق ورکړل شوي دې ] 27.
د پوهانو وينا وي :
 (ما استنبط الصواب بمثل المشاوره ولاحصنت النعم بمثل المواسات ولا اكتسبت البغضاء بمثل الكبر)
 [ صحيح او ښه راى د مشورى وروسته لاس ته راځې او په نعمتونو کې بركت د انسانانو سره د همدردۍ په واسطه پيداکیږي او بغض او دښمنى د كبر او غرور نه را پيدا کیږي ] .
د ریاست مشرته د شورى
 د رائى د رد كولو حق نشته
 ځینې خلك په دې ناپوهۍ کې دې چې اميرالمومنين ته دا حق ورکړل شوي دې چې د شورى راى او پریکړى رد کړي چې دا كار بالكل د شرعي اصولو خلاف دې .
 O د “امرهم شورى بينهم ” د تفسير په هكله چې د تفسيرد پوهانو او صالحينو سلفو رحمة الله كومى ويناوي ترمخه نقل شوي دې په هغى کې دا خبره په ډیر وضاحت سره بیان شوي ده چې د ځانګړې راى په مقابل کې د شورى د پریکړى پابندي واجبه ده ، او شورائيت يو لازم الاتباع قانون دې ، د سیدنا على رضی الله عنه او سیدنا ابن عباس رضى الله عنه د روايتونو له مخى سیدنا رسول الله صلی الله عليه وسلم د فقهاو او عابدينو څخه د مشورى اخستلو حكم کړي دې او د ځانګړې راى د اختیارولو څخه ئى منع راوړى ده ” ولا تمضوا فيه راى خاص ولا تقضونه براى خاصه ” د راشدينو خلفاء د سنت ذكرهم شوي دې چې د ” روس الناس او خیار الناس او الامناء ” [ د قوم د بهترينو او باورى نماينده ګانو پریکړى به ئى عملى كولى د ملوكيت او خلافت ترمنځ اساسى توپير هم دا دې چې خليفه د شورى پابند وي او پادشاه د شورى پابندې ضرورى نه ګڼي اوكه نه مشورى په خپله پادشاه هم کوي كه د هغه طبعيت ئى غواړي منى يى اوكه نه د ټول قوم متفق نظر هم ردکولاې شي .
 O له دې نه پرته ، د ويټو د حق د نه ورکولو يولوي دليل دا هم دې چې خليفه د شورى له خوا ټاكل کیږي او هغه د قوم د وكيل حيثيت لرى، چې د هغوی له خوانه د ورکړل شوو اختیاراتو په اساس د مملكت نظم ونسق پرمخ وړى ، د شورى د پریکړى ردكول د هغه اعتماد د لاسه وركولو سره برابر دې ، كوم چې شورى په ده کړي و او د اعتماد او اختیار پرته هغه شرعا د حكومت په منصب نه شي پاته كيداى .
 O كه چيرى دا غلطه خبره د يوي مفروضى په طور ومنو چې د ریاست مشر ته د [ ويټو ] حق وركول شوي، نو د دې حق استعمال كه شرعا واجب نه وي نو ډیرنه ډیر د يومباح امر درجه خو به ورته ورکړل شوي وي ، او [ سد باب الذريعه] د قاعدې له مخى كله چې يو روا بلكه مستحب كار هم د فساد او خرابى د را پيداكيدو سبب ګرځي، نو هغه كار به ممنوع کیږي . په رسول الله صلی الله عليه وسلم او راشدينوخلفاء رضى الله عنهم د مسلمانانو سل په سلوکې باور و نو په دې خاطركه چيرى هغوی د شورى پریکړى ردکړي هم وي نو خلكو دا خبره قبلوله خو په اوسنى وخت کې به هغسى حكمران له كومه راشي ؟چې په هغى دې د مسلمانانو اعتماد دومره ډیر وي چې هغه دې د شورى پریکړى د قراّن او سنت د دليل پرته د خپلى ذاتي راى په اساس ردکړي او بیا دې هم دا همغسى باورى او معتمدوي په اوسنى وختونوکې د خپل غرضۍ او ځان غوښتنې مرضونه په عام توګه خپاره شوي دې او د اخلاص ،د الله جل جلاله څخه د ويرى ، تواضع او فروتنى صفات كم شوي دې نو په دې وخت کې د حكمرانانو په لاس کې د ويټو وسله وركول د ظالمانه نظام دروازه پرانستل دي ، د شلمى عيسوي پيړۍ او پنځلسمى هجرى پيړۍ حكمرانان د راشدينو خلفاء سره مقايسه كول ډیره غلطه خبره ده ځکه چې هغوی ته په خپله رسول الله صلی الله عليه وسلم دجنت زيرى ورکړي و او د راشدين المهدين په لقب ئى یاد کړي وو او د دې زمانى ډیر متقى او عابد سړي هم د دې وسلې د غلط استعمال نه ځان نه شي ساتلاې ، نو كه په اوسني وخت کې د حكومت كوم مشر د شورى د مجلس اتفاقى پریکړه رد کړي نو د هغى معزولول ضرورى دې ، تر څو پورى چې د معزول كيدو توره د هغه په سر سپره وي نو هغه به هیڅکله د ظلم ، استبداد، اّمريت او مطلق العنانۍ لار اختیار نه کړي، او د قراّن او سنتو وروسته به د ملت د نمايندګانو د پریکړو پابند اوسي، ملت به هم په پراخه سينه د هغه اطاعت كوي .
 قاضى عبدالحق ابن غرناطى رحمة الله عليه چې په 546 هجرى قمري كال كى مړ شوي دې فرمايلى دې چې :
 (الشورى من قواعد الشريعه و عزائم الاحكام من لايستشيراهل العلم والدين عزله واجب هذا ما لاخلاف فيه و قدمدح الله الموْمنين بقوله وامرهم شورى بينهم)
 [ شورائيت د شريعت بنسټیز قاعده او لازمى قانون دې،كوم حكمران چې د دينداره علماو څخه مشوره نه اخلي، د هغه عزل كول واجب دي، په دې هكله هيڅوک اختلاف نه لرى ]28 .
 لوي فقیه ابن خويزمنداد رحمة الله عليه فرمايلى دې :
 [ حاكم ته په دينى امورو کې د علم د خاوندانو څخه مشوره اخستل واجب دي او په جنګى امورو کې د جنګ د ماهرينو څخه مشوره اخستل په كار دې ، او د ملت د ښيګڼو له پاره د ملت د وکیلانو [ وجوه الناس ] څخه مشوره اخستل په كار دي او د مملكت د مصالحويعنى د ترقى او تعمير په اموروکې د سكرترانو و زيرانو او نورو لاس لاندې حكاموڅخه مشوره اخستل په كار دي 29.
 شيخ الاسلام ابن تيميه رحمة الله عليه فرمايى چې :
 ( لاغنى لو لى الامر عن المشاوره)
 [ حكمران ته روا نه ده چې خپل ځان د مشورى څخه بى پروا [مستغنى] وګڼي] 30.
 سيد جمال الدين افغانى رحمة الله عليه فرمايى چې : [ هغه ملت چې په خپلوکړو وړوکې په خپله د پریکړى اختیار ونلرى او په ولسى امورو او د ملى ښيګڼو په كارونو کې د هغوی مشورى او غوښتنې داخلى نه وي ، یا ملت د داسى يوه حكمران د لاس لاندې وي چې د هغه اراده قانون او د هغه غوښتنه د حكومت نظام وي ، څه چې غواړي كوي ئى او څنګه يى چې زړه غواړي هسى حكم كوي، نو داسى ملت به هیڅکله په يوه حال پاته نه شي او نه به ترقى وکړي 31.]
 شيخ محمد عبده فرما يى چې : [د شريعت د واجباتو څخه يو واجبى امر شورائيت دې ،كه مونږ دا حكم په شريعت کې واجب ګرځول شوي پرینږدو نو مونږ به د ښکاره گناه مرتكب ګرځېدلى يو .]
 د بغداد د پوهنتون پروفيسور عبدالكريم زيدان وايى چې : [كله چې د ریاست مشر د مشاورت حكم ترك کړي ، نو هغه د قدرت نه لرى كول په كار دي ځکه چى مشاورت د دې حقيقت ښکار ندوي دې چې اصل اختیارات د اسلامي ټولنى په لاس کې دي او د حكومت مشر د ټولنى وكيل دې، نه چې خپل اختیاره او مطلق العنان32 .]
 هغه خلك چې امير ته د ويټوک حق وركوي هغوی د ال عمران 159 اّيت دليل نيسى چې په هغه کې ويل شوي دې چې( كله ته پریکړى وکړي نو بیا په الله باندې تكيه وکړه) دا خلك وائى چې د” عزمت ” څخه دا څرګندیږي چې د شورى د پریکړى په خلاف پریکړه كول او عزم كول هم روا دې حال دا چې د دې اّيت مقصد د مشورى څخه وروسته عزم دې. سیدنا على رضى الله عنه څخه چا پوښتنه وکړه چې د عزم څخه مقصد څه دې ؟ هغه وفرمايل :
 ( مشاوره اهل الراى ثم اتباعهم)
 [ د راى د خاوندانو سره مشوره كول او بیا د هغوی د پریکړى پيروي كول ] 33.
 د رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې حديث څخه دا په ډاګه کیږي چې د عزمت څخه مقصد د شورى د پریکړى په نافذولوکې عزم او توكل دې د هغوی د پریکړى رد ول ترى مقصد نه دې .
 دوهم دليل دا وړاندې کیږي چې سیدنا ابوبكر صديق رضی الله عنه د ذكات د نه وركونكو په خلاف اقدام وکړ او د سیدنا عمر رضى الله عنه او د شورى راى ئى مسترد کړه حال دا چې د ابوبكر رضى الله عنه دا اقدام د هغه د ذاتى رائى پورى تړلى نه و بلكه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د حديث مطابق و او د حديث په موجوديت کې د شورى راى ته كوم قانونى حيثيت نه پاته کیږي .
 امام بخاري رحمة الله عليه فرمايى چې : ابوبكر رضى الله عنه له دې امله د مشورى په لور څه توجه ونه کړه چې د هغه سره د رسول الله صلى الله عليه وسلم پریکړه ،د هغه خلكو په هكله چې د لمانځه او د ذكات ترمنځ توپير راوړى او د دين د احكامو بدلول غواړي، موجوده وه 34.
 دريم دليل دا دې چې سیدنا ابوبكر صديق رضى الله تعالى عنه د اسامه رضى الله عنه د لښكر روانيدل ونه ځنډول او مشورى ته یې هیڅ توجه ونه کړه حال دا چې دا پریکړه په خپله رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپل ژوند کې کړي وه او د هغى د بدلولو اختیار هيچاته نه و وركول شوي ځکه چې په نبوي دور کې د څرګندو پریکړو د بدلولوحق شورى ته هم نه و ورکړل شوي.
پاته په اولسمه برخه کې ولولئ…..

Copyright Larawbar 2007-2024