کور / طنز / ابۍ مړه شوه لا یې تبه ده!

ابۍ مړه شوه لا یې تبه ده!

نغاره چي په لوړستیج لکه هنر بند ولاړ اوخلک په راټول اوګڼه ګوڼه وه خر اوخرکار نه سره مالومیدل
نغاره ډنګیدله، ټول غوږ، غوږ او سترګې په لار وه چې دې بي بي سي بیا کوم نوی غم بیا راوړی دی
 بیا ناره شوه: خبردار! خبردار!
 اوس اوس خبر راورسید چې پرون دټاکنو کوږ کمیسیون د ډیرو څیړنو او شننو و روسته د د کیمیاوي ستونزو له امله ټاکنې وځندولې
په ولاړو خلکو کې یو وار نارې او غلبلې ګډې شوې:
 کمیسون بیا څه شی دی! هغه ته چا صلاحیت ورکړی دی !
موږ هغه نه منو!
 او ټول راغلوپهلوانانو کثرت (سپورت )کول پیل کړ ، چا ضرب میل ، چا سینه کشي، چا پورته کښته کیدل او چا…
 یو وار بیا نغاره وډنګیده
بیا ناره شوه: خبردار! خبردار!
دا اوس اوس خبر راورسید چې ولسمشر خپل وزیران حاضر ګڼلي اود شورا دویرې يې یو سپک فرمان د باد چپو ته سپارلی دی، چې متن یې دی: ټاکنې په خپل وخت کیږي!
ددې دغم خبر د اوریدو سره سم لومړی پس پوسی او ګونګسې پيل شوې او ویل کیدل :
ولسمشر بیا څوک دی! هغه څه صلاحیت لري!
 دشور ماشور ږغ پورته کیده ، پورته کیده او بیا اخ اوډب ، خرپ -غرپ او درب ودروب پيل شو چا په خورجین ، چا په توبره ، چا په چانټه ،چا په کڅوړه ، چا په د يپلومات بکسونو د یو بل په سر او پښو وهله او یو بل ته یې کاږه کاږه سره کتله
 داسې ایسده چې خدای وکړه درېيم نړیوال جنګ پيل شوی وي دوی لا اخته وه، چې بیا نغاره وډنګیده
چا په سر ؛چا په خوله ؛چا په ورانه لاس نیولی اوغوږونه هوا ته پورته ونیول
خبردار! خبر دار!
دا اوس اوس خبر راورسید چې کاندیدانو ، دمشرانو جرګې کشرانو ، دکشرانو جرګې مشرانو خپل واک حاضر وګڼی او دا خبر یې خپور کړ، چې ټاکنې په خپل وخت کیدل یو لو ی خیانت دی او فرمان کوونکی ته يې باید لکه نور مجرمان سزا ورکړل شي
ددې خبر د اوریدو سره لومړی بیا پس پوسی او ګونګسې پيل شوې او یو بل ته يې ویل:
 دا مشران بیا څوک دي !
 موږ هغه نه منو هغه څه صلاحیت لري!
 بیا د شور ماشور تون په لوړیدو شو .یو وار بیا اخ اوډب ، خرپ -غرپ او درب اودروب پيل شو داواري يې دیو بل کالي او دریشیانی بړانګې- وړانګې او ریتي- پیتي کړې
بیا نغاره وډنګیه
چا خپل ګریوان پټوئ، چا شا او چا اوږه اوچا…
خبردار! خبر دار!
دغه اوس اوس د سبا خبر راورسید چې پردو حسین جان حاضر وګڼي زموږ د خلکو د خوا يې فیصله وکړه چې ټاکنې ضروري نه دی ټول بګیل شجاع الدوله ګان را غونډ شوی دی
ددې خبر په اوریدو سره سم بیا غلبلې اوغلغلې، شور ماشور جوړ شو
خو دا وار دپخوا په ضد د شورماشور تون کرار کرارکښته کیده او په پای کې لکه په اور چې اوبه واچوی ټول چپ شول
 هر یوه په حسرت سر ښوراوه او خپله خالي کڅوڼه او بکس به يې له خاورو ټک واهه او بیله دی چې څه ووايي په خپله مخه به رهي شول ان یو څو لا خپل خالی دیپلوماتان د مځکې وویشتل او سیده هوایی ډګرته ولاړه
یوازی یو سړی ولاړ وو او او لکه مست کړس کړس يې خندل او ویل يې:
اې بابایی کونکو یو څه خو ووایاست چې زما زره خو سوړ شي
 یو چې مخ يې پټ کړی وو ورته وویل:
 موږ یوازې د خپلو نه منو د پردو د مداخیلو ته مو سلام دی
 ټولو نور هم چې په ځغاسته وه وردرېدل تندی ته یې لکه سپاهیانو لاسونه ونیول او په یوه سلا يې ناری کړل : پردو ته مو سلام دی .