کور / کیسه / یاجوج او ماجوج څوک دي ؟ (۹)

یاجوج او ماجوج څوک دي ؟ (۹)

آیا  ایرانی کوروش ذوالقرنین دئ؟

 مولانا ابوالکلام محیی الدین احمد آزاد(۱۹۵۸-۱۸۸۸م)  په خپل  اردو کتاب «ترجمان القرآن» کې لیکي: «ذوالقرنین  کوروش دی».  لویو مفسیرانو لکه علامه طباطبائی المیزان
ا و آیت الله مکارم شیرازي هم د هغه دا وینا سمه ګڼلې ده.
 خزائمی په خپل  کتاب   «اعلام قرآن» کې   هم د مولانا ابوالکلام محیی الدین احمد آزاد لیکنه معقوله  او سمه  بللې ده او دهغه ننګه یې کړې ده.
 د مولانا ابوالکلام دلایل چې کوروش قراني  ذوالقرنین دی دا دي

۱- په  لرغونو مذهبي کتابونو کښي داسکندر یادونه  نشته خو د کوروش شته
۲- ذوالقرنین ته خدای اختیار ورکړی دی لکه کوروش ته   چې هغه   د اسیا او اروپا لوی امپراطور وو
۳- ذوالقرنین موحد او خدای پرسته وو او  کوروش هم خدای پرسته وو
۳- د ذوالقرنین لومړی لښکر لېږدي  ولویدیځ  ته وو او کوروش هم د ایران لویدیځ ته لښکر لېږد کړې ده  چې  «کروزس  »یې مات او د هغه مځکی یې لاندې کړي
۴-او یو بل دلیل چې  دا ادعا سمه ګڼي هغه دیاجوج اوماجوج   سد ته نژدې  یو ویالې (نهر)  شتون دی   چې «سایروس» نومیږې  چې لویویځوالو ته کوروش دی
۵- او بل  داچې دا سد  د ارمني په  لرغونو آثارو کې  د«هاګ ګورايي» په نامه   نومول شوی دی  چې مانا یې ده« دکوروش تنګه» یا د کوروش معبر
مورخین  لیکي : کوروش چې د فارس د هخامانشانو  لومړی پاچاوو (۵۳۹-۵۶۰)د میلاد نه مخکې یې د ایران امپراتوري جوړه کړه بابل ، مصر  او یونان يې ونیول بیا ختیځ  ته تر اقیصی  پورې ولاړ
ځینې مورخینو وایي:
 دهغه قلمې نسخې چې د داریوش له مړینې  اته کاله وروسته لیکل شوې دا ثابتوي چې  هغه موحد  وو
کوروش پر ماد ،لیدیا ، بابل، مصر اود بلخ   پربیدیاوي یاغیانو (بکتریا)  باندې د بري وروسته  دهغو ټول جنګیالیان  وبښله  او خاینا نو ته يې سزا ورکړله چې دا دده د عدالت نښه ده
ځینې مورخین وایي:
دا چې ولې کوروش ته ذوالقرنین ویل شوی دی دا اوس جوته شوه  دهغه یو  ډبرینه پژۍ ( مجمسه) د انسان د قد په اندازه  د مشهد په مرغاب کې  د یو حوض څنګ  ته  کشف شوی  چې  دا مجسمه لکه عقاب دوه وزرونه  لري او تاج يې   دوه ښکره لري دا دواړه  ښکرونه  يې  د سر په منځ کې دي چې یو يې شا اوبل يې مخي ته کوږ دی او دا  دا ثابتوي چې ویل کیږي د هغه تاج یا خولۍ دوه ښکره لرله

 ځینې مورخین وایي: کوروش (۵۷۶-۵۲۹ مخکی له میلاد) چې په دویم کوروش مشهور دی د هخامنشي د کورنۍ  لومړی پاچا دی چې لومړۍ څو میلتي  امپراتوري یې جوړه کړې ده.
ایرانیان کوروش  د پلار ؛ یونانیان هغه د سرور او قانون جوړونکي ؛یهودیان   هغه هغه سړی ګڼې چې خدای مسح کړی دی   او بابلیان هغه د تایید وړ( مردوک )بولي  او تورات  بیا هغه د ختیځ عقاب بللی دی.
خو ځینې مورخین دا ادعا وي ردوي او وایي:
کوروش موحد نه وو ځکه  پر ګل د بابلي لیکنه (د حقوق بشر منشور)  کې هغه بابلی خدایان (مردوک اونبو) د خپل خدایانو په نامه یادوي  او په نورو پاته اثارو کې يې هم  دا سې ښکارې چې هغه موحد نه وو
 او نه هم داسې اسندونه تر لاسه شوی   چې کوروش دي کوم سد جوړ کړی وي
 او د تورات په اساس د کوروش پلویان دسیند له شمالي هیوادونه چې:  ارارات،اشکناز او میتي دي او دا درې  سره هیوادونه د دخزر د  سیند په شمال  او د روسیې په  استپونه کې پراته دی
 کوروش خپله په یو مهم سند  کې چې پاته دی وايي:

«او د ټول  « مند» سپاهیان يې د کوروش  فرمانبرد اري  ته اړکړه چې کوروش «سیاه سران» ته ماته ورکړه»
له دې څخه مالومیږي چې« ګوتیان »هم د« آدریاتیک» له  طایفو څخه دي  یا هم د هغو د سیمو څخه دي داچې د کوروش  پلویان د روسیې په استپو کې اوسیدل او هغوی ایران او  بین النهرین  ته تګ راتګ کوئ نو د دیوال جوړولو ته څه اړتیا وه
ځینې  وایې  دغه لاندې  دلایل ثابت وي چې ذوالقرنین کوروش نه دی:
ذوالقرنین( ۳۴۵۷ ) کاله وروسته له هبوط(تره غوني) ژوند کوی او کوروش( ۵۵۹  ) کاله مخکې  له میلاده یاني ( ۵۰۱۳ )کاله وروسته تر هبوط یانی (۲۱۱۵ )کاله وروسته  د ‌ذوالقرنین اوسیده دا هم د کوروش   د ‌ذوالقرنین بلل رد وي
نوربیا..