عبدالعلي (مزارې) دشلمي پېړۍ غټ ډاکو اوجنایتکار
دروان کال ددریمې عیسوی میاشتې (مارچ) له پیل څخه راپدیخواپه کابل کې دادی ددریو ورځو دلمانځلو شاهدان یو چې د مارچ د آتمې ، نهمې او دوولسمې څخه عبارت دی. زه په مشخص ډول غواړم دلته د مارچ ددوولسمې نیټې څخه چې د کب دمیاشتې ۲۲نیټه کیږی یادونه کوم . پدې کښې مې هدف دادی ترڅو خپلو خلکو ته د ۱۳۷۱ څخه بیا تر ۱۳۷۵ کلونو فجایع او ناخوالې ورپه زړه کړم چې د عبدالعلي مزاري او هغه ته ورته شیطان صفته انسانانو له لاسه زموږ ملت ورسره لاس او ګریوان و.
عبدالعلي مزاري چې پخپلو پیروانو کې د بابه مزاري په نامه سره مشهوردی ، په افغانستان کې د هغو سترو جنایاتو موسس دی چې دنړۍ په نورو هیوادونو کې یې ساری بیخی نشته، ده پخپل کم عمر او کم اقتدارکې هغه نارواوې او ظلمونه تر سره کړل چې نه د مغلو په تاریخ کې تیر شویدي او نه هم دانګریزانو یاروسانو په وخت کې ترسره شویدي.
که سړی دافغانستان ددې وروستیو څو کلونوجریاناتو ته وګوري نو دا قضاوت باید وکړی چې په افغانستان کې هرچا ډیر ظلمونه وکړل هغه د ښه سړی لقب ګټي، چې هرچا ډیر بې ګناه انسانان ووژل نو هغه ملی اتل او ملی قهرمان دی، چې هرچا د خلکو په ناموس او مال باندې ډیر تیري وکړل نو د هماغه د مرګ ورځ په ډیرو شاندارو مراسمو سره لمانځل کیږي. که داسې نه وای نونن به نه د ملی خاین (احمدشاه مسعود) ورځ دومره په درز کې لمانځل کیده او نه به دهزاره طاغوتي ډلې سرلښکر (مزاري) په مرګ دومره غونډې او محفلونه جوړیدل. پدې وروستیو څو ورځوکې د وحدت دډلې پورې تړلو مطبوعاتو ،تلویزیونی چینلونو ، راډیو ګانو ،ورځپاڼو او مجلوخپل ټول نشرات دبابه مزاري مدحې اوتوصیف ته وقف کړيدي او دهغه لپاره ډول ډول القاب او نومونه استعمالوي لکه سردار شهدا، رهبر شهدا، سالارشهدا، سپه سالار اسلام ، رهبر جهاد ومقاومت … او نور داسې نومونه چې دمزاري یا دمسعود لپاره یې استعمالول ستره جفا او غټ جرم دی .کله کله زه پدې وډارشم چې خدای مکړه داسې نه چې د مزاري یا د مسود ریاکار پیروان مزاري یا مسعود ته د پیغمبرخطاب ونکړی ځکه هغه ټول القاب چې نبی کریم (ص) د شهیدانو دسالار حضرت حمزه (رض)ته یا داسلام نورو غازیانو ته ورکړي وو هغه خو دوی ټول دهمدې دواړوخاینانولپاره وکارول یوازې داپاتې ده چې ووایي مزاري یا مسود پیغمبر وو او دخدای (ج)له طرفه وحی پرې راغلې وه . ښایي زموږ ځینې هیوادوال اودښوونځیو زده کوونکي چې د مزاري دنامه سره زیاته اشنایي ونلري او دهغه دوران به یې په یاد نه وي ، کیدای شي چې دااوسني ددرواغو تبلیغات اوشعارونه و اوري نو داسې فکر به وکړي چې دالکه چې په رښتیا قهرمان وو او په رښتیاهم په ډیرمظلومیت سره په شهادت رسیدلی دی، خو نه داسې نده ، مزاري دشلمې پیړۍ هغه سترجاني دی چې ساری یې په نړۍ کې نه لیدل کیږی.
دمزاری له سلهاوو او زرهاوو جنایتونو څخه یوازې دایوڅویې د ګرانو لوستونکو مخې ته ږدم .
له محترمو لیکوالانو او دقلم دخاوندانو څخه په ډیر درنښت هیله کوم ترڅو ټول هغه څه ولیکي چی دنوموړي ظالم په هکله یې یا لیدلی دی اویایې اوریدلي وی ځکه دمزاري په هکله چوپه خوله پاتې کیدل او دهغه کارنامې نه بیانول په اصل کې د نوموړي دتأیید په معنا دی ، دادهر بادرده او بااحساسه هیوادوال ملی او اسلامي دنده ده ترڅو د نوموړي ټول ترخه یادونه ، تیرې خاطرې او جنایتونه په ګوته کړي تر څو زموږځوان نسل او هغه کسان چې دهغه په هکله معلومات نلري ، ددوی په ناروا شعارونو ونه غولیږي او حق او واقعیت ورته څرګند شي :
۱. لومړی جنایت رقص مرده یا (دمړي نڅا):
مزاري په خپل دوران کې یو داسې ستر جیایت نړۍ ته او په خاصه توګه افغانانو ته وروپیژاند چې دبشرپه تاریخ کې یې چا نوم نه وواوریدلی،دادهغه ستر جنایت نوم دی چې دکابل هر اوسیدونکی یې له نوم سره اشنادی ځکه چې همدا رقص مرده دښاغلي بابه مزاري لومړنی خدمت او ترټولو غټه کارنامه ده چې دې ملت ته یې ترسره کړی دی ، زه خو په دی عقیده یم چې هرڅوک بابه مزاري ته شهید وایي او دهغه پیروي کوي ، هغه به دقیامت په ورځ دکابل د ۶۰ زرو بې ګناه انسانانو په قتل کې له مزاری او انډیوالانوسره یې شریک وي.(انشاألله).
(رقص مرده دهغه جنایت نوم دی چې په افغانستان کې دهزاره ګانو او په خاصه توګه دمزاري له خوا یې بنسټ ایښودل شوی ، عملي شوی او دخلکو په ذهنونو کې یې ځای نیولی، داسې چې لومړی به یې یو بې ګناه مسلمان مخصوصا پښتون ونیو، دهغه سر به یې ترې غوڅ کړ او بیا به یې جوش کړي تیل یا غوړي دهغه دمرۍ دپاسه ورتش کړل نو دنوموړی درګونو وینه به بنده شوه او بې سره جسد به دڅو دقیقو لپاره په ځمکه ټوپونه وهل او مزاري او دهغه چنګیزي داړه مارانو به یې ننداره کوله او خوند به یې ترې اخیست).
۲ .دوهم جنایت میخ کوبي یا (په سرونو کې میخونه ټک وهل):
دا هم د مزاري اودهغه د منفورې ډلې یوه بله کارنامه ده چې خاطرې یې دهر افغان په زړه کې تراوسه لا تازه دي،دا هم هغه جنایت او ظلم دی چې تراوسه دبشر په تاریخ کې نه وو پیښ شوی مګر همدې ددرواغو(سالارشهدا) او (رهبر شهدا) په مظلومو افغانانو او په خاصه توګه پښتنوباندې ترسره کړ،دکابل ښاریان به هیڅکله هم دمزاري هغه نارواوې او ظلمونه هیرنکړي چې د مزاري او دهغه د طاغوتي لښکر له خوا ورسره شویدی ، دوی به چې کوم سنی مسلمان او هغه هم پښتون ونیو نو دهغه په سرکې به یې څلور اینچه او یا هم پنځه اینچه میخونه ورته ټک وهل ترڅو پدې توګه ښه په تکلیف شي او په ډیرو سختیو سره مړشي.
۳ .دریم جنایت دښځو دسینو پرې کول:
دادمزاري بل ستر جیایت دی چې دخپلووحشیانو په واسطه به یې دکابلیانو په کورونو باندې برید وکړ، دهغوی ښځې به یې ونیوې او خپلو دوحشت مرکزونوته به یې بوتللې ،بیا به یې دهغوی څخه سینې پرې کړلې او یا به یې دهغو ی له سینو څخه داورسره کړي سیخونه وایستل، لاس او پښې به یې په دیوال باندې میخ کړل او دوی به ددې صحنې څخه خوند اخیست.
۴ . څلورم جنایت د پیړۍ تر ټولو بدنامه کارنامه( دښځو دلنګون ننداره کول):
که دوحدت دډلګۍ دې بدنامې کارنامې ته وکتل شي نو په خوراوضاحت سره داویلی شو چې دا په رښتیا هم چې دشلمې پیړۍ هغه د چنګیزبچیان دی چې پخپلو کړو وړو سره یې خپل هویت او ماهیت ثابت کړ او دایې نړۍ ته وښوده چې په افغانستان کې داسې بدنام اومنفورې څیرې هم پیدا شوې چې له خلکوڅخه یې د مغلو ترخه یادونه هیر کړل. دوی به دمسلمانانو هغه ښځې چې حاملې به وې خپلو مرکزونو ته بوتللې او په سمڅوکې به یې دڅوورځو لپاره ساتلې ترڅو چې دلنګون وخت به یې راغی او بیا به دوی په ډیره بې شرمۍ سره دټولو انساني ، اسلامی او اخلاقي موازینو په خلاف دهغو مظلومانو ننداره کوله او له دې صحنې څخه به یې خوند اخیست.
دمزاري مرګ:
مزاری د ۱۳۷۳ کال دکب دمیاشتې په ۲۲ نیټه په داسې حال کې چې دوحدت دډلګۍ داجراییه شورا څونورغړی هم ورسره وو ، او کوښښ یې کولو ترڅو دښځو دچادري په مرسته له کابل څخه د غزني په لور ووزي، خو له نیکه مرغه داارمان یې پوره نه شو او په لاره کې دطالبانو له خوا ټول ونیول شول ، دوی غوښتل چې هغوی دهلیکوپتر په واسطه سره کندهارته بوزي لکن دغزني دقره باغ په سیمه کې یې په داسې حال کې هلیکوپتره وغورځیده چې ده غوښتل چې پیلوټ په زورسره دیته اړباسي ترڅو د هزاره جات په خوا ولاړ شي مګر هغه داسې ونکړل او په نتیجه کې وروسته له لږکشمکش څخه هلیکوپتره ولویده ، دوی له هلیکوپتر څخه هم ژوندي راوتلي وو مګر پدې وخت کې نورو طالبانو چې له کندهار څخه کابل ته راتلل ، دافغانستان مظلوم ولس له دې غټ جنایتکار څخه دتل لپاره خلاص کړ او مزاري او دهغه ټوله شورا یې دابدي جهنم کندې ته وسپارل. خدای دې ددې غزا اجرونه په دنیا اوآخرت کې ورکړي. له دې وروسته دهغه پیروانو نوموړی دآس په واسطه دبامیانو له لارې مزار شریف ته یوړ او هلته یې ښخ کړ.
هوکې دا همدا بابه مزاري دی چې اوس دملی رهبر،ملی قاید، رهبر شهید ….او داسې نور مقدس الفاظ استعمالیږی او که خدای کول سباته به ښاغلی کرزی یوځل بیا خپلې ددرواغو اوښکې دده په یادکې تویې کړی. داڅوورځې خو دکابل ښاریان دده له نارواشعارونو څخه تر پوزې راغلی دی ، زما دې خلکوته حیرانتیا راځی چې ولې دومره یو زړور نه پیدا کیږی چې داددرواغو لوحې او شعارونه یې دخلکو په مخ کې ورته څیرې کړي اوویې سوزي، خلک ولې له خپل حق څخه دفاع نه شی کولی، دوی خو شرم نلری په دی ښه پوهیږی چې دخلکو څومره بد راڅخه راځي، خو بیا هم دوی له جاموسره یو ځای دخلکو په سترګو ورننوزي.
دهغې ورځې په هیله چې په افغانستان کې دمزاري او هغه ته ورته جنایتکارانو علني او عادلانه محاکمه پخپلو سترګوووینو.
په درنښت