نوازشريف : حكومت مي د وژلو دسيسه جوړوي
خان زمان کاکړ
ماته خپلو وسيلو ويلي چې ډېر خلك دي په قتلولو پسې دي
د پاكستان د مسلم ليګ نواز ډلي مشر ميا نوازشريف پر دولت تور لګولى دى چې د هغه په وينا د ده د وژلودسيسه جوړوي
له يوې بهرنۍ خبري رسنۍ سره په مركه كې هغه ويلي دي چې ولسمشر آصف علي زرداري د جمهوريت په جامه كې دننه داسي تګلاري خپلې كړي دي چې ګټه يې يوازي سخت دريزۍ ته رسيږي
هغه په خپلو خبرو كې ويلي دي چې د حكومت لوړپوړي چارواكي يې د وژلو په دسيسه بوخت خو د هغه په وينادا كار به هغه له خپلې مخه وانه ړوي تر څو د هغه په وينا جمهوريت بيرته پر سمه لاره رانه وړي