ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | مارچ 12th, 2009


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې د امریکا د پخواني سفیر زلمي خلیلزاد سفر ته په اشارې لیکلي  دې چې  د انتخاباتو یو کاندید هم یادیږي  په کابل کې له ځینو څیرو سره په خبرو بوخت دې.

ورځپاڼې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو په اړه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو رپورټ په استناد دا اټکل کړې چې دا خبرې به یوه نتیجه ورکړي.

ورځپاڼې په عینې حال کې د ملي جبهې د مشر استاد رباني په حواله لیکلي دي چې د دولت او حکمتیار ترمنځ د خبرو ملاتړ کوي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د القاعده فعالیتونو ته په اشارې لیکلي چې د ډیورنډ د کرښې او د کمشیر د ستونزې هوارې کولې شي د ترورستانو فعالیتونه پاې ته ورسوي.


د هیواد دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې له طالبانو سره د خبرو اترو په مسلې تبصره کړې او پدې اړه يې په نړیواله کچه رامنځ ته شوي پرمختګونه څیړلي دي.

ورخپاڼې د خپلې تبصرې په دوام ددې مسلې روښانه کول یوه ستونزه بللې چې څوک منځلاري او څوک سخت دریځه دي او دا سپارښتنه يې کړې چې د افغاني طالبانو اصطلاح باید وکارولې شي.

ورخپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې د ایکو د غړو هیوادونو مشرانو د سیمه ایزې همکارۍ او همغږۍ ژمنه کړې.


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم کابل ته د زلمي خلیلزاد په سفر تبصره کړې او لیکلي چې د خلیلزاد د سفر اساسي هدف د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د یو واحد کاندید د درولو لپاره د زمینې برابرول دي.

دې ورځپاڼې هم له طالبانو سره د خبرو تارو په اړه د نیوریاک ټایمز ورځپاڼې په حواله لیکلي دي چې دا خبرې په جدي توګه روانې دي.

ورځپاڼې  په یو بل څیړنیز مطلب کې بیا دا پوښتنه کړې چې ایا له طالبانو نه به منځ لاري جلا شي؟

ورځپاڼې په یو بل ځاې کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پخواني ځانګړي استازي لخضر ابراهیمي په حواله لیکلي دي چې نړیوالې ټولنې له ولس مشر کرزي سره همکاري نده کړې.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې هم د زلمي خلیلزاد سفر ته په اشارې لیکلي دي چې دې افغانستان ته ددې لپاره راغلې څو وګوري چې کولې شي په  انتخاباتي سیالیو کې برخه واخلي او کاندید شي. 

ارادې هم د دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو په اړه  په یو مطلب کې لیکلي دي چې دې  خبرو پرمختګ کړې او د نیوریاک ټامیز ورځپاڼې دا سپارښتنه يې هم راغستې چې په خبرو کې باید د طالبانو ټول مشران شامل شي.

ورخپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د ماموریت په اړه د امریکا ددفاع د وزیر په حواله لیکلي دي چې هغه په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د حضور له دوام نه ډاډه ندې.


د افغانستان ټایمز انکلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې په کندهار کې د افغان خبریال وژنې ته په اشارې لیکلي دي چې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالې د بیان د ازادۍ په وړاندې ستر ګواښ دې.

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام د خبریالانو د حقوقو ددفاع په ټولنو دا انتقاد هم کړې چې پدې برخه کې کمزورې رول لوبولې دې.

ورخپاڼې یو ځلې بیا د رحمان بابا په مزار شوې حملې ته په اشارې لیکلي دي چې دې حملې د سوله غوښتونکو خلکو ترمنځ غم او غصه راپارولې ده.


د اصلاح او انیس دولتي ورخپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې په کندهار کې د یو افغان خبریال وژلو ته په اشارې دا پوښتنه کړې چې ولې خبریالان ګواښول کیږي.

خو اصلاح بیا لیکلي دي چې افغان ولس مشر له طالبانو سره د خبرو په اړه د امریکا له دریځه ملاتړ کوي.


او د افغانستان نا دولتي ورځپاڼې بیا د امریکا د مرستیال ولس مشر په حواله لیکلي دي چې په افغانستان کې د وضعې ترینګلتیا د امریکا لپاره یو ګواښ دې.

ورخپاڼې په یو جلا مطلب کې په تهران کې د ایکو په جوړې شوې سرمشریزې تبصره کړې او لیکلي دي چې دا غونډه کولې شي د جنګ او مقابلې پر ځاې د سیمه ایزې  همکارۍ لپاره زمینه برابره کړي.

ورځپاڼې په افغانستان کې د خبریالانو د ژوند او کار په اړه هم یو مطلب خبور کړې او هغوې ته يې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024