يوې قبيلې د طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخيست

34 | مارچ 12th, 2009


په شمالي وزيرستان كي يوې قبيلې ژمنه كړې چي د سخت دريځو طالبانو له ملاتړ څخه به لاس اخلي.
په باجوړ ايجنسي كي د ماموند په نوم دغه قبيلې له ايالتي چارواكو سره ديوه تړون پر اساس ژمنه كړې، چي د مولانا فقيرمحمد په مشرۍ د طالب جنګياليو ورانكارو عملياتو ته به اجازه نه وركوي.
په تړون كي قبيلې دا هم منلې چي كه مولانا فقيرمحمد او نور لوړ پوړي طالبان په لاس ورسي حكومت ته به يې حواله كړي.
د پاكستان پوځ تېره اونۍ خبر وركړ، چي د سوات له طالبانو سره تر جوړ جاړي وروسته يې په باجوړ ايجنسي كي سخت دريځي طالبان مات كړي او د هغوى سيمي يې ټولي ځني نيولي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024