پاكستان : دعدليې د ازادۍ په خاطر لاريونونه روان دي
خان زمان کاکړ
په ټول هيواد كې د لري كړل سويو قاضيانو د بيرته راوستلو دپاره اجتجاج دوام لري
نن د مارچ پر دولسمه نېټه دپاكستان قريب ټول ښارونه دوكيلانو او سياسي ګوندونو له اړخه د قهرجنو مظاهرو شاهد دي
د قانون پوهانو له خوا د لري كړل سويو قاضيانو دپرځاي كولو دپاره د لانګ مارچ پيل سوى دى او په دې تګ كې دهيواد هغه ګوندونه چې په حكومت كې برخه نه لري هم شامل دي
په لانګ مارچ كې شريك خلك به د مارچ تر شپاړسمې نېټې د پاكستان پلازمينې اسلام اباد پوري ځان رسوي چيري چې به دوي دهيواد د قامي اسمبلۍ د ودانۍ مخې ته احتجاج كوي
دوي غوښتنه كوي چې دولت دي عدليه د ۲۰۰۷م كال د نومبر د دويمي نېټې په حالت ې راولي چيري چې افتخارمحمدچهودري د پاكستان د عدليې مشر قاضي و
د ۲۰۰۷م كال د نومبر پر دريمه نېټه پخواني ولسمشر پروېزمشرف د وخت قاضي القضات افتخارمحمدچهودري لري كړ او د هغه پر ځاى عبدالحميدډوګر نوى قاضي القضات وټاكه