کندهار: خبريالانو د ۳ ورځو لپاره د خبر نه ورکولو پرېکړه وکړه
په کندهار ولايت کې د کورنيو او نړيوالو رسنيو لسګونو خبريالانو نن د کب په ٢٢ مه، د ځوانيمرګ خبريال جاوېد احمد يازمي د وژلو په غبرګون سوله ييز لاريون وکړ او د دريو ورځو لپاره يې د خبرونو نه ورکولو پرېکړه وکړه.
لاريون کوونکيو چې تور بيرغونه، شعارونه او د وژل شوي خبريال عکسونه يې له ځان سره لېږدول، د امنيتي ارګانونو د بې کفايتۍ پر ضد شعارونه ورکول او له هغوى څخه يې د پېښې د عاملينو د ژر تر ژره نېول کېدو غوښتنه کوله.
لاريون د کندهار له منډيګک ماڼۍ څخه پيل او د ملګرو ملتونو د مرستې د کمېټې يوناما دفتر ته د پرېکړه ليک په سپارلو پاى ته ورسېد.
په پرېکړه ليک کې راغلي، چې د کاناډا ټلويزيون خبريال د کندهار په ګرين زون کې په داسې حال کې ووژل شو چې د ملي امنيت رياست ورته ٥٠ متره او د پوليسو ځينې پوستې ورته ٣٠ متره نيژدې وې.
په پرېکړه ليک کې په دې ټکي سخته خواشيني ښودلې شوې چې امنيتي ارګانونو د پېښې له ځاى څخه نه ليدنه کړې او نه يې هم د څېړنو لپاره لومړنى رپورټ درج کړى دى.
د پرېکړه ليک په حواله، د کندهار خبريالان په داسې حال کې د يوې نړيوالې ادارې مخې ته د احتجاج په توګه درېږي چې د ساتنې او امنيت لپاره يې نورې ټولې دروازې پر مخ تړلې شوي دي.
په پرېکړه ليک کې د يوناما له ادارې څخه غوښتنه شوې چې د يوې نړيوالې باوري ادارې په توګه هغه لاسونه په نښه کړي چې د خبريالانو په وړاندې دغه راز اعمال تر سره کوي.
په پرېکړه ليک کې وړاندې راغلي چې د کندهار خبريالان به تر دريو ورځو پورې د جاوېد يازمي په اړه له خبرونوپرته نور خبرونه، نه خپروي، تر څو يوناما پر کورنيو امنيتي ارګانونو فشار راوړي او د يازمي د قتل څرک معلوم کړي.
په کندهار کې د يوناما د سيمه ييزې څانګې يوه مسوول احمد جاما له خبريالانو سره ژمنه وکړه چې ستونزې به يې جدي نيسي اوتر خپل مرکزي دفتر پورې به يې رسوي.
نوموړي خبريالانو ته ډ اډ ورکړ او د جاوېد يازمې وژنه يې د نړۍ د ټولو نورمونو خلاف کار وباله.
پرېکړه ليک پر يادې شوې ادارې برسېره، د کندهار ټولو امنيتي ادارو او د بهرنيو هېوادونو ټولو سفارتونو ته هم ولېږل شو.
په کندهار کې د سوېلي اسيا د خپلواکې ټولنې سفما استازي فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل چې خبريالان نور د جاوېد احمد يازمې د وينو په وړاندې چوپ نه شي کښېنستلى.
د هغه په وينا، پوليس او استخبارات د فاجعې تر پولې بې کفايته دي، چې له امله يې د خبريالانو ژوند له ګواښ سره مخ دى.
د ازادۍ راډيو خبريال دوا خان مينه پال هم وايي چې د ژورنالستانو امنيت او حقوق دې خوندي کړاى شي او کنه نو په داسې چاپېريال کې مدني کار ستونزمن دى.
بل لورته د کندهار والي پوهنوال توريالي ويسا هم نن تر غرمې وروسته د يوې خبري غونډې له لارې د جاوېد يازمي وژنه وغندله او ويې ويل چې د پېښې د څېړنې او عاملينو د نيول کېدو په موخه يې اړوندو امنتي ارګانونو ته خبر ورکړى دى.
خبريالانو له نوموړي سره خپلې هغه ستونزې هم شريکې کړي چې د خبرونو د را غونډولو او کار پر مهال د يو شمېر امنيتي ارګانونو له لورې ورسره ناسم چلند کېږي او په يوه او بله بهانه تهديدېږي.
والي ژمنه وکړه چې د يادوشويو ستونزو د هواري لپاره به هلې ځلې کوي.
ټاکل شوې ده، د کندهار خبريالان سبا د جمعې په ورځ د جاوېد احمد يازمي فاتحه واخلي چې ګڼ شمېر کسان په پکې ګډون وکړي.
د نوموړ جنازه تېره ورځ مازديګر د بلوچستان ايالت په کويټه ښار کې خاوروته و سپارل شوه.