کور / سياسي / پارتري (انځور) د الېکساندر او مکسیمل ین د پلار مشري

پارتري (انځور) د الېکساندر او مکسیمل ین د پلار مشري


د الېکساندر او مکسیمل ین د پلار مشري به د سپین ګل،قربان علي او جاېد لپاره د پوهاوي او منښت وړ نه وي دغه پلار حیرانوونکي ځانګړتیاوي لري . خو له ټولو ښه هغه یي اړوپېچ (ضد و نقیض) نظر او کړن دی .په توکم پښتون، خو نه یي پښتو زده ده او نه هم ځان پښتون ګڼي . وایي چي مورنۍ ژبه یي دري ده، خو د ډېرو کسانو په وینا په دري هم سم نه پوهېږي . دی لا ژڼی وو چي له افغانستانه ووت، ګرد سره یي خپل کولتور هېر او پردۍ هغه خپل کړی او د افغان ټولني پر ټولنیزو، دودیزو او بنسټیز نورمونو او آرونو نه پوهېږي، خو د خبري رسنیو په وینا به په نیږدي راتلونکي کي د همدغي ټولني د ولسمشرۍ لپاره ځان نوماند کړي . که سړی هغه متل ورته ووایي چي وروره :
چي نه کار، هلته څه کار؟


دی به موسک شي او یو غاښ ماتوونکی ځواب به ووایي :
ماته زلمی خلیلزاد وایي!
امریکن سپېشل پرېزېدنشل آنوای اېند اېمبه سه ډر ټو افګه نېستان! (د امریکا دولسمشرځانګړی استازی او امریکا سفیر  افغانستان ته)

ده له 1980 کال راهیسي د سپیني ماڼۍ د بهرنۍ پالېسۍ په جوړولو کي لوی رول لوبولی دی . که څه هم چي ښاغلی خلیلزاد مسلمان او سوني مذهبه افغان دی، خو د سپیني ماڼۍ بهرنۍ پالیسي تل د اسلام په ځپلو مشغوله وه او ده . له سړي جګړي وروسته کله چي کمونیزم له منځه ولاړ، سپیني ماڼۍ  اسلام ځپلو ته لومړیتوب ورکړ . د دغي پالیسۍ ښي بېلګي د نړۍ اوسنی اکر دی چي هر ځای اور بل او کټوي بار دي، خو غوښي پکي د انسانانو پخېږي .

ښاغلی خلیلزاد د لمړي ځل لپاره د پاول وولفوېتز په مټ د پخواني ولسمشر رونالد رېګن په وخت کي  د امریکا سیاست ته لاره پیدا کړه . دی د بهرنیو چارو په وزرات کي له نورو ملګرو سره د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په جوړولو بوخت شو . د ده ملګری پاوول له آره د پولېند یهود دی چي پلار یي د هولوکاسټ یا یهودوژني څخه ژوندی ووت او امریکا ته ګډوال شو . د پاوول په خپله وینا دی له هولوکاسټ څخه ډېر اغېزمن شوی دی او په دي اند دی چي باید هېڅ وخت داسي پېښه بیا ونه شي .
که څه هم چي هولوکاسټ الماني نازیانو وکړ، خو له نړیوالي جګړي وروسته د اسلام او یهودو تر منځ شخړه ښه توده ده . دا چي د پاوول په څېر د یوه بنسټپال یهود زوی او په خپله هم یهودي ګټو ته ژمن سیاستوال څنګه او ولي یوه سوني مذهبه افغان ته د امریکا د پالیسۍ په جوړولو کي خورا اړین رول ورکوي، د ډېرو پوښتنو سبب ګرځي .

ښاغلي خلیلزاد د لبنان د بېروت په امریکایي پوهنتون کي د ماسټرۍ له اخېستلو وروسته د امریکا د شیکاګو په پوهنتون کي خپله دوکتورا واخېسته . ده له خپل لارښود البېرت وول تېتر سره زده کړه وکړه . البېرت  د امریکا د نظامي ستراتېژۍ جوړوونکی او د اتومي وسلو د کمښت او ټولولو سره ناباندي او مخالېف وو . دی په دي اند وو چي امریکا باید د خپلي برلاسۍ او هېژموني په موخه تر ټولو د مخه  اتومي بمونه وکاروي . خلیلزاد هم د دغي تیزي پلوي کوي او له الېبرت سره یي د دي نظامي او سیاسي ستراتېژۍ په جوړولو کي پوره ونډه درلوده .
خو ښاغلی خلیلزاد وسهمال غواړي چي د داسي ټولني مشري وکړي چي د هېڅ زبرځواک برلاسي او هېژموني نه مني . دا هم په داسي حال کي چي افغان ټولنه د هري امپراتورۍ ملا ورماته کړي ده او وسمهال له امریکا سره لاس او ګرېوان هم ده . د ده مشري ګرد سره د خپل او د ده د  لارښود له نظریي سره په ټکر کي ده . خو پوښتنه دا ده چي آیا دی به په ریښتیا د خپل لارښود خبره رد کړي او د امریکا د برلاسۍ او هېژمونۍ پر ضد به لاس واچوي؟

ښاغلي خلیلزاد له خپل لارښود سره په کال 1992 کي د امریکا لپاره یوه نوي نظامي ستراتېژي د
Defence Planning Guidence
په نامه جوړه کړه . د دي ستراتېژۍ پر بنسټ امریکایي ځواکونو دا خپله رښته (حق) ګڼله چي د نړۍ په هر ګوټ کي نظامي عملیات وکړي او خپل “کیدونی یا احتمالي” غلیم له منځه یوسي . که څه هم چي په هغه وخت کي دغه ستراتېژي په کړن کي د سپیني ماڼۍ له خوا په ښکاره رد شوه، خو په پټه ډېره منښت وړ وه او ده . په ځانګړي توګه د بوش سیاست د دغي ستراتېژۍ پر بنسټ ولاړ وو چي اوسنۍ ورانه نړۍ یي په میراث راپرېښووه . د ښاغلي خلیلزاد په خپله وینا د جورج بوش  مرستیال دیک چیني دغه ستراتېژي ډېره خوښه کړه او ده یي وویل :
“تاسي په نړۍ کي زموږ رول ته یو سولیز (منطقي) دلیل راپیدا کړ .”

په همدي تړاو ښاغلي خلیلزاد په کال 1997 کي د امریکا د نویو بنسټپالانو په اوونیزه ستندرد مجله کي د عراق د خدای بښلي ولسمشر صدام حسین پر ضد یوه مقاله خپره کړه چي سرلیک یي وو :
“راویي غورځوئ (حکومت یي ور ړنګ کړئ)”

کله چي ښاغلی خلیلزاد په عراق کي د امریکا استازی وو، د عراق د کرارولو په موخه یي یو نوی پلان  جوړ کړ . په دغه پلان کي باید د عراق قومونه د توکمیزو کرښو سره سم وېشل شوي وای . په دي مانا چي سوني مذهبه عرب به په خپله خوا کي اوسېدلای، شیعه په خپلو ښارونو کي او کوردان په خپلو هغو کي .
که د خلیلزاد دغه منطق په افغانستان کي هم وکارول شي، نو باید افغانستان په لسو توکمیزو کرښوو وویشل شي چي پښتون به په خپلو ښارونو کې، تاجک په خپلو هغو او . . . هر یو باید په خپلو سوړو کي  ژوند وکړي .
ښاغلی خلیلزاد خپل دغه منطق په داسي وخت کي وړاندي کوي چي د نړۍ ټول وګړي غواړي چي سره یو ځای شي او نړۍ ته د یوه یوازېني کلي بڼه ورکړي . د یو ځای کېدو او ګډ ژوند اړتیا په تېره بیا په افغانستان کي د بل هر ملک په پرتله ډېره اړینه ده . د همدي توکمیزو توپیرونو او واټن راوستلو په مټ د افغان ټولني غلیمانو افغان ورور قومونه د یو بل وژني ته وهڅول چي دغه بد مرغي لا اوس هم روانه ده .

د ښاغلي خلیلزاد جداکولو او د توکمونو تر منځ د واټن راوستولو د منطق او د ده جنګي ستراتېژۍ او یرغلیزي نظریي او فلسفي په نظر کي نیولو سره افغان ټولني د دي  ګومان ډېر ګران دی چي ښاغلی خلیلزاد دي په ریښتیا هم جنګ ځپلي افغانستان ته سوله راولي او د افغان جنګ ځپلي ټولني وسمهالو ستونزو ته د ځواب ووایي  .

ښاغلي خلیلزاد په 1997 کال چي د تېلو د کمپنۍ یونیکال سره په کار بوخت وو، له اسلامي امارت سره ډېري ښي اړیکي ساتلي . ان له طالب چارواکو څخه یي رسمي اجازه هم تر لاسه کړي وه چي د همدي کمپنۍ لپاره د یوه پایپلاین په  موخه څېړني وکړي . په همدي اړه چي کله طالب چارواکي د یونیکال کمپنۍ له خوا تېکساس ایالت ته مېلمانه شول .  ښاغلی خلیلزاد هم شتون درلود چي د دي مېلمستیا ویاړ هم د ده په برخه وو .
خو د سېپتمبر له پېښو وروسته خلیلزاد لمړی کس وو چي د بوش له خوا د طالب ځپلو او طالب وژلو په دنده وګومارل شو . ده هم په پوره ریښتینولۍ سره دا دنده سرته ورسوله .
له طالب ځپلو وروسته دنوي حکومت جوړولو دنده هم ده ته وسپارل شوه  . ټولو هېوادوالو ته مالومه ده چي د تیاره خوښوونکیو طالبانو څخه وروسته کابل شمالي ځناوري ډلي ته وسپارل شو، یو شډل، په فساد ککړ، روس او ایران مزدوره، د ملي ګټو ضد او مافیایي حکومت رامځته شو چي اصلي دنده یي  د  مظلومو خلکو پر ژوند او حیا تېری وو او دی او هر واکمن خپل ښارونه لوټ کړل چي تر ټولو ډېر یي د کابل هغه لوټ شو . دغه ځناورو ډلو د امنیت پر ځای  ګډوډي، د سولي پر ځای جګړه،  او ملت ته د جوپړ پر ځای ملت په غم ککړ کړ .  د همدي دولت په چوکاټ کي ملت داسي وځورول شو چي په تاریخ کي یي ساری نه لیدل کېږي . بده لا دا چي افغان جنګ ځپلي ملت ته  د اسلامي حکومت  په چوکاټ کي  د شریعیت، قضاوت، عدالت او ورورولۍ پر ځای  د تایلند په شان فحشا ډالۍ شوه.
دغه حکومت او د ده کړنلاره د همدغه ښاغلي زلمي خلیلزاد د نوښت او پالیسۍ پر بنسټ جوړه شوه .  ښاغلی کرزی هم د خلیلزاد له پوره ملاتړه څخه برخمن وو . د امریکایي حکومت ځنیو کارمنو په وینا ښاغلي خلیلزاد د ښاغلي کرزي په ټاکنو سره د د ه مخالېفي ډلي تر خورا ډېر فشار لاندي ونیوي چي  یا د ښاغلي کرزي ملاتړ وکړي او ځینو ته یي وویل چي ګرد سره له نوماندۍ څخه ډه ډه وکړي . که څه هم چي خلیلزاد په خپله دا ډول انګازي ردوي، خو بیا هم پام وړ دي .

ښاغلی خلیل زاد په 2007 کال کي ملګرو ملتونو ته د امریکا  سفیر وو . د امریکا د رسمي پالیسۍ پر بنسټ  هېڅ دولتي کارمن  اجازه نه لري چي د امریکا ضد ملکونو د چارواکو سره خبري وکړي . یو له دغو ملکونو څخه ایران هم وو چي ان په رسمي غونډو کي به امریکا د دوی په شتون یا د دوی د خبرو په وخت کي پریکون اعلانوه او له غونډي څخه به وتل .
سربېره پردي پرېکون، سربېره پردي چي ښاغلي خلیلزاد د ایران د حکومت پر ورانولو  په خپلو لیکنو او بیانیو کي ډېر ټینګار کاوه، بیا هم  په 2007 کال کي د ایران د بهرنیو چارو وزیر منوچهر متکي تر څنګ ناست وو . له دي سره سم یي د بوش د اداري ډېره غوصه راوپاروله . د لویدیځ په ځانګړي توګه د امریکایي رسنیو په سرمقالو کي ولیکل شول چي ګواکي خلیلزاد خو غواړي چي افغان ولسمشرۍ ته ځان نوماند کړي . او  د دي لپاره ان وسمهال له ایراني حکومت سره د ملګرۍ مزي نغاړي .

له دي څخه جوتېږي چي ښاغلی خلیلزاد نه یوازي خپل مشر جورج بوش او نورو ملګرو ته ریښتینی نه دی پاتي شوی، بلکي همداسي د خپل اند و واند پر ټینګولو هم نه دی  برلاسی . هر کله یي چي زړه وغواړي بدلون پکي راولي . هغه هم داسي بدلون چي یا د نړۍ د یوه ستر حکومت پالیسۍ ته سپکاوی وي او یا هم یوي وړي ټولني ته د تباهۍ پایلي ولري .

سربېره پر دي چي ښاغلی خلیلزاد یو رون انډی، آزاد او امریکایي خیاله شخص دی، خو د امریکایي دولت ځینو کړیو په وینا دی له یونیکال سره د خپلي دندي د ساتلو لپاره  د لري آسیا د اسلامي بنسټپالانو سره هم اړیکي لري چي ډېر یي په ترهګرۍ تورن دي .

ښاغلي خلیلزاد امریکا په حکومت کي لاندي دندي سرته رسولي دي :
په ملګرو ملتونو کي د امریکا استازی
په عراق کي د امریکا سفیر
په افغانستان کي د امریکا سفیر
په افغانستان کي د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی
د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی “آزاد عراق”  ته
د ملي امنیت په اداره کي اسلامي نړۍ او جنوبي آیسا ته د لاسرسي یا اړیکو نیولو لوړ رتبه مشر،
 د جنوب لودیځي آسیا او د خلیج ملکونو او نورو سیمه ییزو مسئلو لپاره لوړ رتبه مشر
په دفاع وزارت کي د پالیسۍ جوړولو په برخه کي د مرستندوی په توګه
په بهرنیو چارو وزارت کي د لوړ رتبه معاونینو لپاره د سیاسي چارو صلاح کار

سر بېره پر دي یي په نورو پروژو کي لکه د “امریکا نوي پېړۍ”، د (ر۰ا۰ن۰د) څېړنیز مرکز لپاره سیاسي څېړونکی، د “افغانستان امریکایي ملګري” او د “افغانستان بنسټ” پروژو کي د سرمشر په توګه کار کړی دی . ده د افغانستان، منځني ختیز او اسلامي نړۍ په اړه خورا ګټور کتابونو لیکلي دي . د ایران د حکومت په باره کي یي له خپلي امریکایي مېرمني شېرل بېنارد سره هم د “د خدای حکومت”په نامه یو کتاب لیکلی دی . د بهرنۍ پالیسۍ او په نړۍ کي د امریکا د نوي رول په اړه یي خورا ډېري مقالي لیکلي دي چي د ډېر منښت له امله به ان  له ښوونځیو څخه نیولي تر پوهنتونونو پوري پري بحث کېده .

ښاغلی خلیلزاد  د امریکا د پخواني ولسمشر جیمي کارتر د امنیتي، سیاسي او پالیسۍ جوړونکي صلاح کار  ښاغلي برېژېنسکي په وینا یو خورا څرک، زیرک، ویښیار او یو پوه ستراتېژي جوړوونکی دی .

 خو د امریکا یو پېژندلی سیاسي څېړونکی اناتول لیون وایي :
“که خلیلزاد د کومي شخصي کمپنۍ کارمن وای، ډېر وړاندي به له کاره شړل شوی وای .”

د ښاغلي خلیلزاد له کړنو او سیاسي نظریو څخه داسي ښکاري چي د ده مشري به نه یوازي افغانان ورور توکمونو سپین ګل، قربان علي، جاوېد او نورو وروڼو ته  د پوهاوي او منښت وړ نه وي، بلکي نوره نړۍ به هم ورسره ناکراره وي .
افغان ټولنه به ښاغلی خلیلزاد له خپلو زامنو سره چي  روسي یا انګریزي نومونه یي دي، هم قبول کړي، خو سربېره پر دي به بیا هم دا ډار ورسره وي چي له سپین ګل څخه  “جاني واکر” جوړ  نه کړي .