کور / z_buitenland_news -- 5 / د بصرې ښار د امنيت چاري عراقي پوځ ته وسپالر سوې

د بصرې ښار د امنيت چاري عراقي پوځ ته وسپالر سوې

بريتانيا د عراق د بصرې ښار د امنيت ساتنې مسووليت عراقي ځواکونو ته وسپاره.



له دې کړنې سره په دغه ښار کې د بريتانوي ځواکونو د امنيت ساتنې نږدې پينځه کلن ماموريت پای ته ورسېد.


په بصرې ښار کې فرقه يي تاوتريخوالی وروسته له هغه کم شو کله چې روانه مياشت د شيعه سياسي ډلو تر منځ سوله وشوه.


خو ويل کېږي چې له دې سره_سره به د بريتانوي ځواکونو يوه کوچنۍ ډله له بصرې څخه دباندې په يوه هوايي ډګر کې دېره وي.