کور / خبرتیا او پيغامونه / د پاريس پيغلو ته غمي له بدخشانه رسي

د پاريس پيغلو ته غمي له بدخشانه رسي

کله چي درې لسيزي مخکي د مېړنيو او تورياليو پر ځاله د کمونيزم د ښامار له خوا بريد وسو نو سمدستي ددې هيواد مېړنيو بچيانو د اسلام او شريعت په رڼا کي د جهاد اعلان وکړ او وسله وال مقاومت ته راوپاڅېدل ، مسلح جهاد تر هغه روان و ترڅو چي د په اسطلاح د نړۍ سوپر پاور  شوروي اتحاد چي تر هغه وخته يې په لسګونو هيوادونه تر خېټې لاندي کړي وه پر ګونډو سو . نه يوازي دا چي له افغانستانه په تېښته ووت بلکي په وچاود ، ټوټې سو  او په پای کي ټوله نړۍ د کمونيزم له دې بلا څخه په امن سوه .


د افغان جهاد يا افغان مقاومت په نوم ډېر کوچني کورنه لوی او  لوی کورونه کوچني حتی ډېر بيخي له منځه ولاړل . هم يو شمېر تش په نامه افغانانو او هم زيات شمېر نړيوالو په افغانستان کي اوبه خړې ولېدلې او د ماهيانو نېولو هڅي يې پيل کړې ، ځينو کسان د افغان جهاد ، کونډو او يتيمانو په نوم په ټولو سويو پيسو تجارتونه کوي او ماڼۍ جوړوي  او ځينو نورو  نه يوازي له شوروي له يرغلګر پوځ سره قراردادونه لاسليک کړه بلکي له هماغه وخته يې زموږ د هيواد ياقوت ، زمرود  او الماس د پاريس مارکېټونو ته ورسول ، لکه شاعر چي وايي :


د وطن پېغلي مي په غاړه وړي د اوښکو امېل  *****   د پاريس نجونو ته غمي له بدخشانه ورځي


هغو چي په ژوندون دوطن پېغلي په سرو  اوښکو کښېنولې وې پاته شوني يې تر اوسه پوري د ولس په سترګو کي خاوري شيندي او لا د ولس له وينو او هډوکو ورته څلي جوړوي او ځانونه د جهاد علمبرداران او سرداران بولي .


لکه تل چي ددې هيواد د يرغلګرو په وړاندي پښتون قام تر نورو مخکي رادانګلي او ددښمن خوله يې ورماته کړې ده ، دا ځل پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغلګر پر وخت جهاد کي هم د نورو افغان قومونو تر څنګ لويه ونډه ددې پښتون قام وه . 


په دې وروستيو کي د افغانستان ځيني هغه ډلي چي د جهاد پر مهال د شوروي اتحاد سره پټ تړونونه لاسليک کړي او  د الماسو سوداګرۍ يې کړي دي په پرله پسې ډول ځانونه د افغان جهاد تر ټولو د ډېر حق درلودونکي ګڼي ، له دې امله د لراوبر افغانستان ويبپاڼه د ټولو هغو هيوادوالو څخه چي د شوروي اتحاد سره د جهاد پر مهال يې په جهاد کي برخه اخستې وي هيله کوي چي خپلي خاطرې ، سترګو ليدلی حال  او يادونه په ليکلې ډول لراوبر ويبپاڼي ته د خپرېدلو لپاره راوليږي .


همدا ډول له ټولو درنو هيوادوالو څخه هيله کوو چي د جهاد مهال عکسونه او ويډيو فلمونه يوازي له ځانونو سره ونه ساتي بلکي ددې ويبپاڼي له لاري يې ټول لراوبر افغانستان او نړۍ ته وړاندي کړي ، په دې ډول به دغه تصويرونه د نړۍ په ارشيفونو کي خوندي سي  او بيا به د افغانستان دهغه ملي پاڅون دعوه يوازي يو څو کسه نه کوي او د ټول افغان ولس د کونډو او يتيمانو پر حقونو به خېټه نه اچوي .


زه د کندهار ولايت په ارغنداب  کي د هغه مهال د يوه مجاهد حاجي سعيد الکوزي څخه د زړه له کومي مننه کوم چي زموږ هيله يې ومنله ، خپل جهادي البم يې ډيجيټال  او لراوبر ويبپاڼي ته يې ډالۍ کړ . په دې البم کي ډېرئ عکسونه د کندهار د بابا صاحب ولسوالۍ په ارغنداب په بېلابېلو سيمو کي د ارغنداو د قوې پر مهال اخستل سوي دي . دا تاسو او دا د افغان تورياليو د کارنامو تصويرونه