کور / خبرتیا او پيغامونه / نومیالۍ پښتنې میرمنې موږ یوازې پریښودو

نومیالۍ پښتنې میرمنې موږ یوازې پریښودو

   په ډیره خواښینی سره مو خبر تر لاسه کړ ، چې د هېواد د ښونې او روزنې  وتلې فرهنګی  او علمی څیره   خداي بخښلی  معصومه عصمتی وردک په دې وروستیو کې د جلا وطنی پر مهال  د فرانسې د لوموز په ښار کې  په   حق رسیدلې ده .


 


انا لله و انا الیه راجعون


 


            د غازی محمد جان خان علمی او مشورتی ټولنه  دخداي بخښلی معصومه عصمتی وردک مړینه د هېواد د ښونې او روزنې په برخه کې یوه ستره تشه بولی خداي بخښلی ته جنت فردوس ، کورنۍ او دوستانو ته یې صبر جمیل غواړی  .


 


            اغلې معصومه عصمتی وردک  د هېواد د بچیانو د روغې روزنې او پالنې  اود افغان  میرمنو د روا حقونو د خوندیتوب  په برخه  کې  د پام  وړ  تل پاتې ارزشتناک او نه هیریدونکی  خدمتونه تر سره کړی دی . نوموړې  په ټولو دولتی  دندو کې  له پوره ایمانداری ، اخلاص او صداقت نه  کار اخیستی  واو د خپلو رغنده ملی هلو ځلوله امله


 یې د هر افغان په زړه کې  د مینې ځاله جوړه کړې ده .


 


           اغلې معصومه عصومه عصمی وردک  د خپلې پوهې ، علمیت ، زیار  او نوښت له امله د ښونکی له دندې څخه د وزارت  تر مقام  رسیدلې  وه او د ژوند تر وروستی  ګړۍ پورې  یې خپل هېواد اوهېوادوال هیر نکړل .ټولنه د اغلې عصمتی


وردک  کړنې او خدمتونه ستایی او خداي بخښلی ته جنت فردوس  غواړی .


                                                                                     په ډیر درنښت 


                                                                                           حقمل


                                                                                     د ټولنې منشی