کور / تازه خبرونه / خوست:دريو بمي چاودنو مرګ ژوبله اړولې ده

خوست:دريو بمي چاودنو مرګ ژوبله اړولې ده

خوست:دريو بمي چاودنو مرګ ژوبله رامنځته کړې ده


په خوست كې درېيو بمي چاودنود ناټو او ملكي وګړو دوه موټر او يو ښوونځى الوځولي او يو پوليس او دوه عام وګړي يې وژلي دي.


د بم لومړۍ چاودنه د صبريو ولسوالۍ د خلبساتو ښارګوټي ته څېرمه د ناټو ځواكونو پر يوه پوځي كتار وشوه.


د طالبايو تن وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې دغه چاودنه دوى کړې او په موټر کې سپاره ټول بهرني سرتېري يې وژلي دي.


ناټو ځواكونولا د پېښې په اړه څه نه دي ويلي او د خوست د امنيه قوماندانۍ وياند ډګروال وزيربادشاه  چاودنه  تاييد كړه، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې ناخبري وښوده .


دعيني شاهدانوپه وينادغه چاودنه نن ورځ لس بجې دخوست ولايت ديعقوبيوولسوالۍاوخوست ښارترمنځ دښاونۀ كنډؤپه سيمه كې په پدې ولايت كې دشتۀ اېتلافي ځواكونوپه موټرپسې شوې .
ددوى په ويناپه چاودنه كې داېتلافي ځواكونوموترلږڅه زيانمن شوى اوځوكونوته يې كوم تاوان ندى رسيدلى خوله امله يې دوه تنه ملكي وګړي وژل شوي اوشپږتنه نورټپيان شوي دي .



خودخوست ولایت امنیه قوماندانۍ دټوليزواړیکومشرسمونوال وزیربادشاه بياوويل چې دغه چاودنه  دملکې وګړېوپه موټرپسې ترسره شوې چې له امله يې درې تنه ملكي وګړي ټپیان شوې او د درملنې په موخه یې دخوست ولایت روغتون ته لیږدولې .
وزیربادشاه زياته كړه چې دامهال سیمه د ایتلافې ځواکونوله لورې کلابنده ده ،له دې امله دپیښې په اړه کره مالومات نلري .
 داپه داسې حال كې چې څو ورځې مخكې هم پدې سيمه كې دخوست ولايت دكمپاين يوموټرددولت مخالفينولخواسوزول شوى ؤاوپه موټركې شتۀ كسان يې وژلي وو.


دويمه چاودنه دخوست شمال ختيځ لور، ښونه كنډو ته څېرمه د عامو وګړو پر يوه سراچه  موټرله غرمې مخکې په يوولسو بجو وشوه .


د خوست ملكي روغتون مشر ډاكټر مجيدمنګل وويل په دې پېښه كې دوه تنه عام وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي .


درېيمه بمي چاودنه هم د خوست ختيځ ډېورنډ پولې ته څېرمه دخرڅنيو سيمې په يوه ښوونځي كې شوې ده


وزير بادشاه وويل چې د ښوونځي يوه برخه زيانمنه شوې، خو  ځاني زيان نه يې نه درلود .


بلخوا تېره شپه د خوست ختيځ لور ته، د عليشېرو ولسوالۍ د ځدراڼو په كلي كې يو پوليس د ناڅرګندو وسلوالو لخوا وژل شوى دى.


وزير بادشاه وويل چې نوموړى له پكتياولايت څخه خپل كور ته په رخصتۍ راغلى و او تېره شپه ناوخته ، هغه مهال ووژل شو، چې خپل پټي  يې اوبه کول.


د يادولو وړ ده، چې طالب وياند ذبيح الله مجاهد پر ناټو ځواكونو له شوې بم چاودنې پرته، په  نورو درېيو پېښو كې لاس لرل رد كړي دي.