کور / تازه خبرونه / موسی کلا کې بیا دملي اردو او طالبانو نښته شوی.

موسی کلا کې بیا دملي اردو او طالبانو نښته شوی.

دافغانستان دملي دفاع وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې نن سهار په شپږو بجو او شل دقیقو دهلمند په نا ارامې ولسوالۍ موسی کلا کې دطالبانو او ملي اردو ترمنځ نښتې شوي چې له امله یې دخبرپاڼې په لیکنې دطالبانو څلور تنه وسلوال جنګیالي وژل شوي نښته دموسی کلا په ختیځه څنډه کې شوې ده.


 د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دغې نښتې په ترڅ کې څلور تنه وسلوال طالبان ووژل شول او د هغوى زياته اندازه سپکې او درنې وسلې، يوه اندازه تېل، د ملي پوليسو درېشۍ او څلور عرادې موټرسايکلونه ملي اردو ترلاسه کړي دي.


 دملي اردو په مشرۍ او دناټو په مرسته په موسی کلا کې له اوږدو عملیاتو وروسته دا نښته په لومړي وار سره شوې دا که څه هم لاتراوسه طالب ویاندویانو څه ندي ویلي خو لا هم دا نښته داسې ښیی چې په موسی کلا کې لاتراوسه وسلوال طالبان په مورچلو کې نیغ ناست دي.


د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دغه نښته کې د ملي اردو ځواکونو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى او هغوى خپلو تصفيوي عملياتو ته ادامه ورکوي