کور / تازه خبرونه / دا مهال لږ تر لږه لس زره مدافع وکيلانو ته اړتيا ده

دا مهال لږ تر لږه لس زره مدافع وکيلانو ته اړتيا ده

خو اوس يوازې څلور سوه تنه د عدليې په وزرات کې ثبت دي.


دغه مطلب دعدليې وزير سرور دانش په هغه خبري غونډه کې چې د مدافع وکيلانو د قانون د معرفي لپاره جوړه شوې وه، په ډاګه کړ.


د عدليې وزير د معلوماتو له مخې، د مدافع وکيلانو نوى قانون په پينځو فصلونو او ٤٤ مادو کې دملي شورا  له تصويب وروسته د ليندۍ پر څلورمه د هېواد دولسمشر لخوا توشېح شوى دی.


د نوموړي دمعلوماتو له مخې ، دامهال په دولتي زندانونو کې په ټوليز ډول ١١٠٠٠ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور بنديان دي .


د دې قانون په ٣١مه ماده کې راغلي دي: (هر څوک کولاى شي، د تور د ردولو لپاره له نيول کېدو سره سم او يا د خپل حق د اثبات لپاره مدافع وکيل وټاکي .