کور / تازه خبرونه / کندهار:ايتلافي ځواکونه د 40 طالبانو د وژلو ادعا کوي

کندهار:ايتلافي ځواکونه د 40 طالبانو د وژلو ادعا کوي

 افغان او ايتلافي ځواکونه ادعا کوي چې په ژېړۍ ولسوالۍ کې يې د پليو عملياتو په ترڅ کې يو څلوېښت تنه وسلوال طالبان وژلي دي.


ايتلافي ځواکونو د کندهار د هوايي ډګر څخه نن په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې په دې عملياتو کې ايتلافي او افغان ځواکونو ته څه زيان نه دی اوښتی.


خبرپاڼه زياتوي چې په دې سيمه کې د پوليسو د نورو ډېرو مرکزونو په جوړېدو سره به د بيارغونې او د پرمختګ په کارونو کې ډېروالی راشي.
 


خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا د ايتلافي ځواکونو دغه ادعاوې ردوي او وايي چې په دې جګړه کې د دوی درې تنه وژل شوي او دوه تنه ټپيان دي.


او د دوی وسلوالو طالبانو مقابل لوري ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.


د يادونې وړ ده چې ايتلافي ځواکونه په سيمه کې د پلي عملياتو يادونه کوي خو عيني شاهدان بيا د هوايي بمباريو خبرې کوي او وايي چې په دې عملياتو کې د هوايي ځواک څخه هم ډېر کار اخيستل شوی دی