کور / تازه خبرونه / فرانسه بيا ناټو ته ځان را ګرځوي

فرانسه بيا ناټو ته ځان را ګرځوي

 


 د فرانسې جمهور رئيس چي په اروپا کي د امريکا د سياست د پلويانو څخه ګڼل کيږي او ډير لا و هغه ته د امريکا د لاسپوڅی  لقب ورکوي تازه اعلان کړی دی چي د ۴۳ کالو وروسته به يوځل بيا د ناټو په پوځي تشکيلاتو کي ځان را ګډ او د هغه  غړيتوب به   تر لاسه کړي .


 


دغه پرېکړه په فرانسه کي  ددې هيواد د دولتي  مخالفانو د ګوندو  او ان د ځينو دولتي محافظه کارانو یعني د يو ايم پي ګوند تر سخت انتقاد لاندي راغلی دی . د فرانسې  پارلمان  چي د يو ايم پي ګوند  په هغه کي لوی اکثريت لري  لا تر اوسه ودې پريکړي ته رايه نده ورکړې ، خو ددې موضوع پر سر باندي د همدا اوسه څخه دغه ګوند  نيمه خوا پاتې  سوی دی .


 


فرانسه  د ۱۹۴۹ راهيسي   د ناټو د دفاعي پيمان د بنسټ ايښودونکو څخه وو . کله چي په ۱۹۵۸ کي شارل دوګول په فرانسه کي د دوهم ځل دپاره واک  ته ورسېد. د ناټو د غړيتوب څخه يې ځان جلا کړ او هدف يې داوو چي د امريکا برلاسی قدرت بايد په فرانسه کي  نفوذ ونلري . هغه غوښتله چي داخبره پورته کړي چي موږ پخپله هر څه چي يو، يو به خو نه غواړو د امريکې تر بيرغ لاندي مخته ولاړ سو .


 


دهغه راهيسي  د ناټو د دفاعي پيمان د بدنې اصلي جوړښت او  لوړ پوړي چارواکي او قومندانان يې امريکا يان دي . ددې سازمان پوځي تسليحات زياتره په امريکاکي جوړيږي او امريکا تر بل هر هيواد زيادتره د پوځي مهماتو او دهغه د مصارفو تهيه کوونکی دی . همدا وجه وه چي  ډوګول  خپل هيواد  دامريکا څخه  جلا کړ او نه يې غوښته دغه هيواد  د امريکا منت باره وګڼي . فرانسې نه غوښتله په سياسي مسائلو کي ځان په امريکا پوري وتړي بلکه غوښتله يې د يوه  خپلواکه  هيواد په ځېر عمل وکړي .


 


د سرکوزي په را مينځته کېدو سره نوموړي  تلاښ وکړ  چي  که وکولای سي د امريکا سره ځان  ډير نيژدې کړي . البته دا په داسي حالت کي وو چي ددېنه پرته چي د امريکا د اصلي سياستو سره  ځان علاقمنده وښيي، زياتره  د جورج بوش د ماجراجويانه او لانجمنو سياستو سره  يې ځان خواخوږی  کړ   . سرکوزي داسي انګېرله چي کله بوش د سياسي صحنې نه  ايسته سي، نو هغه وخت به نوموړی  په خپل دغه کار سره  د امريکا په وړاندي د فرانسې پر خپلواکۍ باندي تأکيد وکړي او خپل دغه اقدام به د فرانسې   او اروپا په ګټه وبولي . نوموړی وايي چي کله فرانسوي ځواکونه د ناټو په ماموريت کي په بوزنيا، کوسوو او افغانستان کي  ورکډ دي، نو فرانسه بايده  چي د ناټو  د اپريل د دريمي او څلورمي ددې سازمان  د اصلاحاتو په غونډه کي  غوښنه برخه ولري او خپل وزن بايد و ښيي او د هغه څخه کار واخلي .