کور / نثر / پسرليه !

پسرليه !

ګرانه ستادراتګ په کليو او بانډو کي اوازي دي ،هرڅوک ستا راتګ ته لېوال دي ،دکلي ماشومان دڅومياشتو راهيسي ستا په اتنظار کي هره شيبه تېروي .دکلي زاړه او سپين ږيري دي ډېر يادوي او دعاګاني درته کوي ،چي خدايه ج ته يي په خير راولي ،زه دايو سوال درنه کوم ،چي ايا ته زموږ دغه وران ويجاړ کلي ته راځي او که نه ؟ که راځي نو زموږ دي اميدونو سره يوځاى راشه ،زموږ ارمانونه او هيلي درسره راوړه ، موږ درنه هيله کوو،چي دهغو ګلونو ،چي دوخت خزان داسي حال ته راوستلي دي ،چي نيم وچ شوي او نيم شنه پاتي دي ،بېرته راژوندي او درملنه يي وکړه.


موږ ته داسي يوڅه درسره راوړه ،چي دهغي په راوړلو زموږ ديتيمانو او کونډو خزان وهلي ګلان بېرته پرغوټيو او ګلانو راشي .داځل که راځي نو دخوشاليو او خنداګانو سره يوځاى راشه ،داځل که راځي نو دنښترو او څېړيو دشڼ سره راشه ،درباب له ترنګ سره راشه ،دسهار دمستو بلبلانو دنرمو اوازونو او نغمو سره راشه .


موږ مال او دنيا نه غواړو ،موږدينار او درهم نه غواړو ،موږ ستا دراتګ سره يوځاى سوله غواړو ،داسي سوله ،چي دانفاق له منځه يوسي او ستا په راتګ سره زموږ ککريو ته نوي فکرونه ورداخل شي ،موږ دايو سوال درته کوو،چي داځل راځي له بدمرغيو لري او خوشاليو سره يوځاى راشه ،زموږ دبڼ غوټۍ په ګل راوله .