کور / سياسي / سياسي خټګري د يوه سياسي جارچي کار نه دئ !

سياسي خټګري د يوه سياسي جارچي کار نه دئ !

درنو لوستونکو دغه پورتني سر ليک ته مه خاندئ٠ خو لږ که هېواد ته ځير شئ نو دا به درته جوته شي چي په ريښتيا چي ترکاڼي د بيزو کار ندى٠ دا خپل دوه ميليونه شهيدان مه هېروئ٠

نن سبا موږ ګورو چي د ټاکنو خبره ډېره توده ده٠ او د ټاکنو د نوماندو بازار هم ګرم دى٠ که ولس دي ته ځير شي او په سړه سينه ورته وګوري نو دا به هم ورته جوته شي چي دا نوماندي ټول په دي لټه کي دي چي ولس په دوى دا ډاډمنتيا وکړي چي يوه ته يي دا د ولسواکۍ واګى په لاس کي ورکړي او بيا نو دى به په ټولنه کي ولس ته خزمت کوي٠ اوس پدي لړۍ کي دري ډوله نوماندي دي٠

لومړى ډول يي چي دکتار په لومړي سر کي هم دي دا ګوښي کسان يا افراد دي، لکه حامدکرزى، اشرف غني ، علي احمد جلالي، شهلا عطا، رمضان بشردوست، ګل اغا شيرزى، عبدالعلي سراج او داسي نور کسان٠

دويمه ډله د هغه ګوندونه نوماندي دي چي هغوى په افغانستان کي په دغه دېرش کلنه غميزه کي سره ښکېل وو، لکه ، شانواز تڼى، عبدالله، برهان الدين رباني، يونس قانوني،کبير رنجبر، دوستم، خليلي، محقق او دوى ته ورته کسان٠

دريمه ډله هغو ګوندونو نوماندي دي چي يا پخواني يا هم نوي ګوندونه دي  چي دوى بيا په غميزه کي ښکېل نه خو کړېدلي دي٠ او په هېواد او خپلو ارمانونو يي سودا نه ده کړې، لکه انورالحق احدي او داسي نور٠

نو اوس خو ولس بايد چي خپل ځان او د خپلي رايي دروند والى او کچه وپېژني٠ دا دومره نوماندي به خامخا ولس ته هوډونه کوي، ژمني به کوي، مسرپونه به کوي په کليو بانډو به ګرځي، په رسنيو به ويناوي کوي چي دوى ته رايه ورکړل شي٠ ولس خو دا دېرش کاله په سترګو وليدل نو اوس که ولس هم ګنګس دى او که ويښ خو يوه خبره ډېره جوته ده او هغه دا چي ولس داسي چا ته اړتيا لري چي دا ټولو ستونځو ته د اوارولو لاري چاري ولټوي او حل يي هم کړي٠

وايي څټه په يارانو اوچتېږي٠

نو ولس ته خو همدا اوس د کار د څښتن به بڼه په کار دا ده چي دا خټګري سم خټګر ته په لاس ورکړي چي هغه سره په  کړنپاڼه (عملنامه CV) کي د دي هر څه ، مشر تابه اولارښونه، د ده تر لارښوني لاندي روزل شوي ټيم او سمي ډلي او ګوند درلودلو تجربه، پاکي د ده او د ګوند يې، سمه پلي کېدونکي کرښه، هېواد پالنه، کورنۍ او بهرنۍ سياسي پوهه، پرېکړه کونه،ولس ته غوږ نيونه، په ولس کي سياسي کار کونه، ژمنه او ډاډمنتيا په کي وي٠ د دي څخه به وروسته بيا به ولس د دريو واړو ډلو څخه به په ډېره اسانه او ساده ژبه دا پوښتني کېږي:

لومړى ولس د ګوښيو کسانو او يا هم خپلواکو کسانو څخه دا پوښتي چې: 


۱: تاسي به دا سياسي څوکۍ څرنګه سمبالوئ¿

۲: تاسي به دا کرښي څرنګه پلي کوئ¿

په چا به يي پلي کوئ¿

تاسي خو ګوند، ډله او ټيم هم نه لرئ چي څوک مو روزلي وي٠

۳: ستاسي به مرستيالان، وزيران، واليان او نور لوړپوړي چارواکي څوک وي¿

او دا کسان تاسي څومره پېژنئ او د دوى په سياسي کړوو وړو څومره ډاډه ياست چي ولس پري ډاډه کړئ تاسو خو ډاکټران او انجينران نه راټولوئ ¿

ستاسي پرېکړي به د ولسي او مشرانو د جرګو څخه څرنګه پوري وځي¿

تاسي د سياست، جوړښت او سمبالولو ( Politics, Organisation and Management )په برخه کي دوى سره څومره کار کړى او د دوى د څارلو او ښه کار کولو لپاره پرته له حکومتي جوړښته نور څه جوړښت لرئ ¿

۴: حکومتي چوکۍ خو ټولي سياسي دي نو تاسي د دغو څوکيو لپاره څوک روزلي او څه مو ورزده کړي او په کوم سياسي چاپېريال او موخو ،کرښو او کړنلارو ،دا خو د موټر د ټېر پينچري نيول نه دي چي دوه ورځي ورته پکار وي¿

دا خو د ولس د چارو سمبالول او د حکومتي چارواکو سمبالول دي بيا نن خو په نړۍواله کچه! په خپل ژوندانه کي يي دوه کسان هم ندي روزلي ان بچيان يي بي يي هم په پښتو خبري نه شي کولاى  نور خو لا پرېږده٠ !!!

۵: او که دا کسان کار ونه کړي ،لکه چي په کرزي همدا تور دى او همدا کرزى هم همدا کوکاري وهي چي څوک يي خبره نه مني، نو تاسي پرته له حکومتي جوړښت څخه نور څه لرئ چي دا سم کړئ¿

د کرزي ترخو تجربو څخه زده کړه پکار او د تکرار څخه يي ډډه٠

۶: که تاسي ته څه ستونځه پېښه شوه نو دا ستاسي کرښه او پلان به څوک پر مخ بيايي¿

او بيا به دغه ستاسي چارواکي څوک او په کوم جوړښت کي  سمبالوي¿

او بيا هم د دوى د سمبالولو چاري په کوم چوکاټ کي پر مخ بېول کېږي پرته له حکومتي جوړښت څخه¿ که د ولس په سترګو کي د اساسي قانون سياسي لوټي ورشيندئ!

۷: ستاسي سياسي ليدلورى به څوک په کوم سياسي چاپېريال کي مني¿

دا خو د يوي شپي کار ندى٠ څومره کسان مو ورته روزلي¿

ان ستاسي قانون به څوک پلى کوي¿

(قاضي کبير او حاجي لطيف چې کرزي د تخار والي کړي هېچا ته هم غوږ نه ږي چي هغه ۱۰۰ کورنۍ د ماشومانو سره له زندانه راخوښي شي او کورنه او مځکي يي ورکړي، دوستم، شپاړلس زره تنکي ځوانان ژوندي خاورته وسپارل، او داسي په زرهاوو نوري پېښې! دا په چوکيو پيسو او پروژو او مرستو چاغ کري او ځواکمن جنايتکاران به څوک پوښتي¿ چي تر دغي شېبي يي هم له جنايته لاس ندى اخيستى!)

که نه په نړۍ کي خو هېڅ کتاب ليکونکى او ګوښى سړى هېواد ندى چلولى او نه څوک ړانده دي چي دوى ته واک ورکړي چي د يوى چپني سره په ولس لوټماران، جنايتکاران او نا اهله کسان وتپي او سم ګوندونه ،کسان او ولس ورته يرغمل کړي٠ 


نو اوس ولس ته بيا هم پکار دي چي د هغو ښکېلو ګوندونو څخه هم پوښته وکړي چې:

۱:  ښاغليو، آغليو تاسو څه نوي لرئ¿

۲: تاسو خو په دغه هېواد د خپلو اندونو لپاره ( په سالنګ کي مو کېلي کرلې) دا هېواد ټول ړنګ کړ نو اوس څه لرئ¿

۳: د دغو دېرشو کلونو تجربه مو څه ده¿

۴: د هېواد د دغو ستونځو د حل لپاره خو بيا هم تاسي او ملګري مو خو هماغه پخواني کسبونه لرئ نو نوي کارونه به څرنګه تر سره کړئ¿

پرديو هېوادنو سره چي کومي اړيکي مو درلودلي هغه اوس به په کوم چوکاټ کي سمبالېږي او که بيا ستاسي څخه څوک د ګانډيانو او بهرنيانو څخه په پټه وسلي او پېسي او نوري مرستي ترلاسه کوي د هغي غدارۍ د مخ نيوي لپاره څه نوي لاري چاري لرئ¿

۵: د هغو کسانو چي ستاسو په مينځ کي يي په لويه کچه ډله ايزي وژني ، جنايتونه، او د سړيتوب څخه تېري کړي ، د هغوى په هکله تاسو څه کوئ¿

تاسو هغوى محکمي سپارئ او يا که تاسوهم تورن شوئ محکمي ته ځئ¿

۶: د دغو پاکو شهيدانو کونډي مېرمنې، يتيمان، بوري ميندې، پلرونه وروڼه ،خويندي  او خپلوان او دا ژوندي معيوبين چي د ژوندانه ټولي خوښۍ يي تري چور او تالا شوي دي، ولي تاسو ته رايه درکړي¿

اوس چي ستاسو دنګي دنګي ماڼۍ او شتمنۍ ويني نو اوس خو يي په اجرونو هم نشئ غولولاى!

۷: د تاسو ملګري خو اوس هم په دغه اوو کلونو کي بيا هم په وار وار تېري کوي نو د مخ نيوي لپاره يي څه لرئ¿

په نړۍ کي د هېڅ  هېواد ولس دومره ړوند ندى چي بيا هم د ښامارانو په خولو کي خپل کټ ډېره کړي!


نو ولس د هغو ګوندونو څخه چي په دغه دېرش کلنه جګړه کي ښکېل نه ول او اوس نوماندي لري نو دهغوى څخه هم پوښتني لري چي :

۱: تاسي څه کرښه لرئ¿

۲: تاسي د ښکېلو ډلو او دغه دېرش کلني غميزي څخه څه زده کړه کړي چي د هغوى ترخي تجربي تکرار نکړئ¿ د مشرتابه د فرعونيت مخ نيوى به څرنګه کوئ¿ ولس ته د غوږ نيولو څه ښکاره او په تجربه ولاړي لاري چاري لرئ¿

۳: ستاسي په ګوند کي دومره وړ کسان شته چي هغوى به مرستيالان، وزيران، واليان او نور لوړپوړي چارواکي شي ¿

او دا کسان تاسي څومره پېژنئ او د دوى په سياسي کړوو وړو څومره ډاډه ياست چي ولس پري ډاډه کړئ¿

تاسي د کورني او بهرني سياست ، جوړښت او سمبالولو ( Politics, Organisation and Management )په برخه کي څومره تجربه لرئ او دغو ګوندي غړيو سره مو څومره سياسي ټولنيز کار کړى او د دوى د څارلو او ښه کار کولو او پرزلو لپاره پرته له حکومتي جوړښته نور څه جوړښت لرئ ¿

۴: په افغان ولس چي چا تېرى کړى، دا جنايتکارانو، او د سړيتوب تېري کوونکيوسره به څه چلند کوئ¿

۵: د بهرنيو ځواکونو د يرغمل کېدو څخه به ځان څرنګه خلاسوئ¿ خپله خپلواکي به څرنګه تر لاسه کوئ¿

۶: د نورو ګوندونو سره به څه چلند کوئ¿ که تاسي يي ونه ګټئ نو ګډ حکومت به بيا هم څرنګه جوړوئ¿ په کومو بنسټونو ¿

نو اوس خو ولس پدي سره کولاى شي چي په دغو ډېرو توپاني شيبو کي بيا ځان  را ويښ کړي او د توپان نه ځان وژغوري٠ دا هغه وخت شوني دى چي ولس په نېغه دي ګوښيو کسانو او افرادو ته ووايي چي تاسي ګوښي کسان چي پاسنيو پوښتنو ته يو يي هم ځواب نه لرئ او نه هم کوم ټيم، ډله او يا هم ګوند لرئ نو دا حکومت کول د تاسو کار ندى٠ دا افراد دي مهرباني وکړي يا دي ګونډ جوړکړي  چي دوى په ريښتيا سياسي شي، يا دي په يوه ګونډ ورګډ شي چي بېا هم سياسي شي او يا دي هم د دغو ګوندونو سره مشاورين شي او که دا يو نه کوي نو د خداى په پار دي دا نا اهله سياسي خټګري سمو ګوندونو ته پرېږدي چي ولس په سمه نېغ شي٠ په نړۍ کي هېڅ داسي نه کتاب شته او نه هم انساني تجربه چي د دغو افرادو ملاتړ وکړي٠

دا د مشرتابه او سياسي کسانو دنده ده٠ دغه افراد او ګوښي خو په هېڅ مشر تابه بېلګيزه يا  ( Leadership Model) کي نه راځي او نه هم دوى دغه ښېګڼي  (  Qualities and Competencies)لري چي ولسواکي وچلوي، ځکه چي دوى دوه کسان هم ځان سره د يوه اند او نزريي او پلان لپاره نه لري نو ښکاره خبره ده چي دوى نه ددي  وړ دي او نه يي کولاى شي٠  او نه هم د پلي کولو وړ کسان يي روزلي دي٠

که دوى بيا هم دا خپل حق بولي نو ولس دي په سياسي جارچيانو او د بهرنيانو مرکچيانو سياسي خټګري نه کوي او يوه رايه دي هم نه ورکوي٠ او که د دوى ملاتړي ان امريکا هم وي امريکا به هم اخر ولس ته غوږ نيولو تيارېږي٠ او دغه غلته تګ لاره به بدلوي٠

زموږ د افغان ولس که لر دى او که بر لوى مشر او لارښود ارواښادباچاخان په خپل کتاب  زما ژوند او جدو جهد کي وايي  :

((چي انفرادي مبارزي کوم ځاى نه نيسي او پدي سره برياليتوب لاس ته نه شي راتلاى٠ د برياليتوب لپاره ټولنيزه تحريک او ګوند قرباني په کار وي٠ نو د چا په زړه کي چي دا رنګه ولولي او احساس پيدا کېږي هغوى له پکار دي چي په قام او ولس وګرځي او ځان سره دد ي قسم خاوندان ملګري پيدا کړي او په ګډه د ظلم، زياتي او بي عزتۍ مقابله وکړي٠ چي په ولس کي داسي ډله پيدا شي او ولس سمبال کړي نو برياليتوب لاس ته راتلاى شي او هغه ولس او قام بيا څوک مرېيي او غلام ساتلى نشي٠ د انفرادي او ټولنيز ګوندي خوځښت يو توپير دا دى چي حکومتونه او ځواکونه انفرادي خوځښتونه ټکولى او ختمولى شي٠

همدا وجه ده چي په انفراديت کي وېره او ډار هم ډېر وي او حکومت او ځواکونه ټولنيز او ګونديز خوځښتونه وژلى نه شي ځکه چي په کي وېره نه وي٠ ډېر انفرادي خوځښتونه چي ډېرو غښتلو پښتنو يي لارښوونه او رهبري کوله، مغلو، انګرېزانو او پاکستان خاموش او ختم کړل مګر خدايي خزمتګاري خوځښت او تحريک چي يو ټولنيز او ګونديز خوځښت و نو نه د پېرنګيانو ظلمونو، وژلو، وهلو، ټکولو، بندولو، بي ابه کولو، فرېبونو، دسيسو ختم کړ او نه هم د پاکستان د دوه دېرش کالو ظلمونو، شرمولو، وژلو، جايداد نيولو، بندولو، پرمټونو او لالچونو ختم کړل٠ په پښتنو کي ډېر لوى لوى پاچاهان او مشران پيدا شوي دي او تېر شوي خو هېچا په پښتنو کي ټولنيز ژوند او د ټولنيز ژوند فکر نه دى پېدا کړى٠ لومړنى خوځښت د خدايي خزمتګار تحريک دى چي ټولنيز ژوند او اند يي په کي پيدا کړ٠ ۲۸-۲۹ پاڼه)) .

 نو اوس همدا افراد بيا ځانونه چاغوي او هېڅ به هم تري پاتي نه شي او هېڅ به هم تر سره نه کړي٠ د ګوښيو تجربي په ټوله نړۍکي او په ځانګړي توګه په افغانستان کي د ناکامۍ لويي لويي بېلګي دي نو ځان تري ساتنه پر ټولو پرز ده٠

او ولس ته دا هم پکار ده چي د هغو ګوندوپه هکله هم سم او په ځاى پرېکړه وکړي چا چي په دغه دېرش کلنه غميزه کي دا هېواد د پولۍ ټک ته کښېناوه او د پرديو هېوادونو په وسلو، پيسو او اندونو يي افغان هېواد کنډواله کړ٠ نور نو د هغوى وخت تېر دى٠ او په دوى کي چي چا جنايت کړى او د سړيتوب څخه يي تېرى کړى بايده چي محکمي ته وسپارل شي٠ 


کوم ګوندونه چي په هېواد ميېن او سمه نېغه لاره لري او ورسره د پلي کولو ګوندي ملګري او خواخوږي لري او د بهرنيو ځواکونو د يرغمل کېدو څخه يي هم لاري چاري لټولي دي او هم د جنايت کارانو او د سړيتوب تېري کوونکو سره يي چلند د مهکمي پر ميز وي او د ترهګرۍ او زياتي پلوۍ سره په ودانۍ او روڼ اندۍ سيالي کوي، نو هغوى دي په خپل ولس غږ وکړي او جولۍ دي ورته وغوړوي او په ولس دي وګرځي چي د ولس د خزمت لپاره د دوى رايه تر لاسه کړي او حکومت د ولس په خوښه د ولس خزمت وکړي٠ نو که دوى بريالي شول نو هغه افغانان چي په نړۍواله جرګه کي په راټولېدو دي دوى به هم په نړۍ واله کچه پر ناټو، امريکا، اروپا او نورو هېوادونو زرو واچوي چي سياسيون يي سمه لاره غوره کړي٠ که نه بيا به دغه افغان نړۍواله جرګه د انسانيت غږ د انسانيت غوږونو ته خامخا رسوي او دا سياسيون به خامخا سمېږي٠ که برک اوباما نورو تورانو کلکه او سمه ګوندي مبارزه نه واى کړي نن به هم هماغه حال ؤ چي کوم د مريېتوب په دور کي ؤ٠ او بيا به هم برياليتوب د لر او بر افغان په برخه وي٠ راځئ چي ټول پدي سره يو غږ شو چي دا سم سياسي ګوندونه او نړۍ زموږ روا غوښتني ومني اودپلي کولو ژمنه يي هم راکړي!

زموږ روا او انساني غوښتني دا دي : 




  1. موږ په پاکستان او اېران کي د هغو ترهګرو او ځان وژونکيو جوړونو، ځالو، روزن ځايونو او پټنځايونو ړنګول غواړوو چي نه يواځي دا چي دا ځالي د افغانستان پر زد بلکي د نوري نړۍ پر زد هم پکارېږي٠ د دوى سمبالوونکي، مرستندويان، پيسي ورکوونکي، او لارښوونکي بايده چي د مهاکمي مېز ته راوکاږل شي او د دوى څخه موږ خپل پور غواړو چي دا پور زموږ ځورېدلو او کړېدلو ته په نړۍ واله کچه ورکړل شي٠



  2. موږ د هغه جنايت کارانو ، د سړيتوب تېريکوونکو  او ټوپکيانو او جنګي جنايت کارانو(Human Rights Violators, Warlords and War Criminals)سملاسي نيونه او مهاکمه غواړو چي پدي تېرو ۳۰ کلو کي يي تېري کړي دي٠ موږ د ناټو، امريکا او ملګرو ملتو څخه په کلکه غواړو چي په افغانستان کي دي د سړيتوب تېريکوونکو ،ټوپکيانو او جنګي جنايت کارانو ( Human Rights Violators, Warlords and War Criminals)دملاتړ څخه لاس په سر شي٠ دوى پېژندل شوي څېري دي چي افغان کړېدلي او نړۍ وال د سړيتوب د ساتني ګوندونه يي پېژني٠ او هم د امريکي ا و ناټو د غلتو بريد کوونکو پوښتنه او مهاکمه غواړو او پښتنو کړېدلو او ځورېدلو ته په نړۍواله کچه پور او تاوان غواړو٠


  3. موږ د افغانستان  دولسواکۍ او چارواکۍ  ( Establishment, System) جوړښت په خپل دود دستور  جوړول غواړو او دا کار د هېواد پاله سياسي ګوندونوحق بولو چي د دوى مخ نيوى دي  ونه شي٠ موږ د جرګي او اتڼ او خپل دود دستور رغنده وده غواړو او مخالپان يي د افغانستان  او ولسواکۍ غليمان  ګڼو٠


  4. موږ د جنايت کارانو او سياسي ګوندونو تر مينځ تو پير کوو٠ جنايت کاران هغه کسان دي چي په دغه تېرو ۳۲ کلونو کي يي بي وسه او بي ګوني افغانان يي ،پرته له کومي مهاکمي او پوښتنې، په ډله اېزه توګه وژلي دي او هېواد يي هم وران کړي دى او هم يي خرڅ کړى دى٠ جنايت کاران هغه کسان دي چي افغانان يي د بېل آندۍ په سر ،پرته له کومي مهاکمي او پوښتنې،وژلي دي٠



  5. دغه جنايت کارانو زموږ دغه ښکيل سياسي ګوندونه هم بد نامه کړل ٠ نو اوس د دي وخت رارسېدلى دى چي ټول په ګډه دغه جنايت کاران هم وغندو او هم يي مهاکمي مېز ته راکش کړو اوهم د کړېدلو او ځورېدلو لپاره پور تري واخلو٠



  6. موږ په پرمختيايي پروژو کي د افغانستان د بيا ودانولو لپاره سمه ډېرېدنه غواړو٠


دا د سړيتوب او انسانيت خبره او پيغام هغه سپېڅلى ارمان دى چي  پر مخ تلونکى او ويښوونکى دى،  او د ټولي نړۍ د ساتلو اوهمدا شان د ترهګرۍ ، ځان مرګي بريد او د انسانيت زد او جنايت د مخ نيوي لپاره او چت شوى چي زموږ د دوه مېليونه افغان شهيدانو ارواګاني به ورسره ښادي شي!


نو ټولو هېواد والو ته په کار ده چي دا ځل هغه سم سياسي خټګر ګوند ته رايه ورکړي چي هغه دا لويه کنډواله هېواد که لر دى او که بر ودان کړي او هم زموږ ارمانونه تر سره کړي٠ زموږ د هېواد د بچو سياسي تنده بل څوک نشي ماتولاى٠ بل څوک نشته چي مخ ورواړوو٠ پرته له افغان ملت ګوند څخه بل څوک اوس په ډګر نشته چي د دي وس ، اند ډله او مشرتابه ولري چي يي تر سره کړي ٠

نو ټول هېوادپاله ګوندونه او ان دغه افراد دي د افغان ملت سره لاسونه ورکړي او د احدي سيب تر لارښوني او د افغان ملت ګوند تر مشرۍ لاندي دي په ګډه هېواد د دغه کړکېچ څخه وژغوري او ودان يي کړي چي يوځل بيا د دغي خاوري  ټول بچي خپل برم او ار سر لوړى ځاى په سيمه او نړۍ کي تر لاسه کړي٠ 

په درنښت

تبصره نسته

  1. عزتمن انجینر ( ف ) ته !
    تاته ډېرســلامونه ډالۍ کوم ، تخلصونه اونوښـتګري دې نه درته لیکم ؛ داځکه چې پښتو
    دې نه ده زده ، املا خو دې دڅلورم ټولګي تر زده کونکي هم زیاتې غلطۍ لري ، که زه
    ستا ښوونکی وای نوته به مې بېرته دلومړني ښوونځي څلورم ټولګي ته لېږلی وای ، هیله
    ده چې خوابدی نشې دا مې ستا دانجینري په اړوند درته ولیکل .
    ستا مضمون چې دعلمي اوسیاسي نومـلـړ لاندې راغلی په ډېره بښـنه باید درته ووایم چې
    نه علمي ارزښت لري ،نه سیاسي ارزښت لري او له واقعیتونو څخه هم په خورا لیرې واټن
    کې پروت دی ، هغه دلیلونه چې ستا لیکنه له رښـتینولۍ نه لیرې او ناروا بولي دادي :
    ۱ ــ انورالحق احدي دافغان ملت دګوند نوم اندی نه دی که یې نه منې نو د افغان ملت
    دګوند اعـلامیه ولوله .
    ۲ ـــ انورالحق احــدي دافغان ملت دګوند پزه ور پرې کړه دغه ګوند یې په شرمونو
    وشرماؤه، داځکه چې دشمال ټوپکمارو دنا چلو پیسو هره بوجۍ دوستم ،رباني ،سیاف ،خلیلي
    ،محقق اونوروغلو یوازې یوځلې په نویو ارزښتناکو افغانیو بدله کړه خو په ډېره بې
    شرمۍ انورالحق احدي ددغو زړوپیسو چې شمال ټلوالې یوځل الیش کړې وې دهغوزرګونو بوجیو
    هره یوه یې په سلګونو وارې دځان لپاره تبدیلې کړې په دې ډول ګدایي ګر انورالحق په
    ملیاردر انورالحق احدي صاحب بدل شو . ته ولی داسې بېځایه دروغجن صفتونه کوې هغه
    غریب ( غــل ) دی او ته له هغه سـپیندروبی جوړوې .
    ۳ ـــ انورالحق احدي دشـــېرچور دلوټمارانولومړی لوبر لوټماردی دافغانستان
    بېوزلوخلکوته انورالحق احدي او خرڅټی فهــیم دواړه یوشانې لوټماران دي .
    ۴ ـــ یوڅوک چې خپل ګوند یې نه مني هغه به څنګه ټول ملت ومني .
    دانورکاندیدان ټول تر انورالحق هم سبېڅلي دي اوهم پوه دي ښه به داوي چې بېځایه
    لیکنې ونکړﺉ پرېږدﺉ چې په ټولټاکنو کې د خلکولخوا منلی اونامنلی راڅرګند شي . په
    درناوي