د زابل والي بادغيس ته تبديل سو

34 | مارچ 17th, 2009



د ولسمشر حامد كرزي په امر د زابل والي دلبرجان ارمان د بادغيس ولايت ته تبديل او پر ځاى يې اشرف ناصري د دغه ولايت والي وټاكل سو.
دلبرجان ارمان وروسته له هغه د ولسمشر كرزي په امر تبديل سو، چي د دغه ولايت اوسېدونكو له څه باندي يوې مياشتي راهيسي پرله پسې مظاهرې وكړې او له دغه ولايت څخه يې د ښاغلي ارمان د ليري كولو غوښتنه وكړه.
زابليانو ښاغلى ارمان او د هغه ټيم په اختلاص او د خلګو په بېځايه ځورونه تورن كړ او له حكومت څخه له هغوى سره د حساب او كتاب غوښتنه كوله.
د ولسمشر حامد كرزي منتقدين وايي ښاغلى كرزى تل پر ځاى د دې چي د په فساد تورنو چارواكو سره حساب تصفيه كړي، هغوى له يوې دندي څخه بلي ته تبديل كړي، چي ښاغلى ارمان يې هم يوه بېلګه ده.

Copyright Larawbar 2007-2024