ډاکتر عبدالله تر ډوبۍ وروسته فعال سو !

د لراوبر اداره | مارچ 17th, 2009


څومره ئي ښه ويلي :

که څوک تله دانصاف پلاس کي درکړي  —  خپل ټټو اودبل آس به برابرکړې !

پدي پوهېږم چي ددي ليکني يوشمير لوستونکی به داټاپه راباندي ولگوی چي کرزی ئي وطنداردی ،دادی اوس تېرنه دفاع کوي .

خوزه داليکنه ځکه په پوره ډاډليکم چي زما نظر دافغانستان ټولو خواوو( مخاليفواوموافقو،همد دول دسيمي اونړی ټولو سياست والوته معلوم دی.)  ماتل زيار ايستلۍ چي دخپل هيوادله ملي گټونه دفاع وکړم ،دمقام ،لکس کور اوموټر دهوسونوقربانی سوۍ نه يم .داسي امکانات چي دخپل ولس له وينوځيښلونه دځان دچاغېدولپاره استفاده وکړم زماپه ژوندکي ډير برابر سوی دي ،خوله نېکه مرغه ماتل دشخصي گټو اوښه ژوندپه مقابل کښي داترمختليفوځمکنيواوهوايي بريدونو لاندي هيوادته پام اړولی  . په وياړ ويلاي سم  چي تر اوسه يعني تردغه دمه چي دا ليکنه ليکم وطن او افغان ولس تر هرڅه راته گران دي .زه ډاډه يم چي دعمرپه ورستيو شيبوکښي نفسی غوښتني زمانه هيواد او هيوادوال نسي هيرولاي . ځکه خوبايدزه په ډاډستاسو سره يوځاي  دي خبري ته راسو چي پدي ورستيو کښي هغه چي پرون زموږ ولس له هغوي نه سرټکاوه اوددوي شتون په دولت  کي ورته دمنلو وړ نه وو،خو ښاغلي کرزی دوي پښي په يوه موزه کي اچولولي وي اودوي ئي په دولتي مقامونوباندي ساتل، نن هغوي له دولت اوکرزی له مشرتابه  نه شکايت اوسرټکوي ،وايي دولت داونه کړه ،هائي ونکړه! اخير پدي دولت کي څوک وه ؟ يوازي کرزي هم ولسمشر اوهم دټولو وزراتونو وزير وو؟ داسي خونه وه ! افغان ولس دکرزی نه پدي خوابدۍ سو چي يو شمير داسي کسانوته ئي دبي بنياداوملي گټوخلاف مصلحت پر اساس په دولت کي ددوي تر علمي اومسلکي صلاحيت پورته مقامونوباندي وگمارل چي پايله ئي همدا ويرانی سولي  .پدي کسانوکښي داوبو اوبرېښنا وزير اوډاکتر عبدالله ،لومړي مرستيال اونور ښاغلي او اغلي هم  شامل وه. دمالي دوزيرښاغلي احدی چي ددي دولت له جوړېدونه پدي ناتارکي شامل وو ،کله چي ئي دولسمشری دټاکنو لپاره ددولتي مقام نه استعفاورکړه ،هغه هم دډاکتر عبدالله ،ضيامسعود اوتورن اسماعيل گوندي خبري  کوي . سره لدي چي دۀگه دوزارت په هکله  هم داگنگوسي تل تر غوږو کېدي چي ددولت له امکاناتونه دخپلوسياسي موخو لپاره استفاده کوي داچي دمالي په وزارت کي کومي ستونزي وي دهغوي څېړل اوس له وخت نه مخکي خبره ده .

خو جالبه داده چي  اوس دغه جگپوړي چارواکي چي څوئي ولسمشری دټاکني اوبل یي ديوه بل چاسره دسرښوروني اومعاملي په حالت کي ژوند سبا کوي  اوتورن اسماعيل  خان چي تراوسه لا ددي دولت يعني دکرزي تر مشرتابه لاندي دولت  وزيرپاته دی هم سرټکوي وايي(( دولت ضعيف واو يا ضعيف دی.))

تورن اسماعيل خان خو اورېدلي چي بارک اوبامادکرزی سره په يوشمير مسايلو کي موافق نه دی ددي لپاره چي په راتلونکي کابينه کي داوزارت دلاسه ورنکړي په ډانگ  پېيلي وايي  چي  : چي په اوسني حکومت کي مجاهدينو ته نه پاملرنه ددي لامل شوه چي طالبان او د حکومت وسلوال مخالفين يو ځل بيا سر راپورته کړي .

اوکه له تورن صاحب  نه داپوښتنه وسي  چي تاسوخپله دهمدي طالبانو له زندان څخه ايرانيانو ونه تښتولاست ؟کله چي تاسو طالبانو ونيولاست هلته ستاسوپه اصطلاح دمجاهدينومخالف دولت وو ؟؟؟.هلته خوکرزی هم ولسمشرنه وو؟ښاغلي رباني دقلاب په دره اودخواجه غارپه سپمڅوکي دسي آي ايي اونورواستخباراتي شبکوپه مټ ځال دافغانستان جمهوررئيس باله اوپه يوشمير هيوادوکښي یي سفارتونه هم فعال وه . هغه وخت چي ستاسو پاچاهي وه ،نو څنگه ئي ونيولي ؟؟چي اوس واياست دولت مجاهدينوته پاملرنه نده کړي ،ځکه طالبان اوددولت مخالفين قوي سول . حقيقت خو دادی تاسو غوندي کسانوشتون چي دامريکا دبي ۵۲ په مټ ئي راوستلاست ددي لامل سو چي ولس غروته وخېژي اوبياورباندی هغه سياسي ټاپه ولگېږي چي اوس تاسوهم له هغي نه استفاده کوی  .که امريکا اونوروهيوادو په هغه لومړۍ ورځ افغان ولس ستاسو له شره خلاص کړی واي اوس به دا مشکلات اوستنزي  اصلأ نه واي .

راسی سرگرېوان ته کښته کړو.داهره ورځ چي دافغانستان اساسي قانون تر پښولاندي کيږي، او خوارکۍ کرزی وايي دجهادي رهبرابو سره مي مشوره وکړه،دادټاکنو تاريخونه چي  دمجاهديبو دمشرانو دغوښتني له موخي داساسي قانون خلاف کله مخته اوکله شاته غورځۍ داهم په دولت کي ستاسوپه اصطلاح مجادينوته دنه پاملرني عالامه بلل کېداسي ؟داسي خبره زموږ په ون کي نه ده فيصله شوي چي دمجاهدينو دمشرانو دموافقي خبره دي په هغه کي نه وي مطرح سوي .اوبله لاداچي دادولت اوس عملأ دهمدغوايراني اوپاکستاني تنظيموپلاس کښي دي اوملت ئي يرغمل نيولۍ . موږ نه پوهېږوچي تاسو اوانډيوالان مو نور څه غواړي ؟امريکااوپاکستان يوځل دولت کاملأ ستاسوپلاس درکړ.خووطن مو په وينو ولاړه دکابل ښار کنډوالي ئي تراوسه شاهدي ورکوي .

داټولوته تر لمر روښانه ده چي متاسفانه دامريکا اوبهرنۍ ټولني دبي غورۍ اونامعقول سياست په پايله کښي تر اوسه په دولتي ادارو کښي داسي څوک چي دپاکو لاسو خاوندوي،کارنسي کولاي ،په شکل داشکالوئي تاسوبدنامه وۍ ،زه دهغوي نومونه دهغودژوندي ساتلو په خاتر نه يادوم ،کنه شمير ئي دترسلو اوړي اومتاسفانه ښاغلي کرزی هم ستاسوغوندي بي وفاملگروپه سپارښتنه هغوي چي په رښتيا هيوادوالوته دصادقانه کار لپاره دهغه سره اوږه ر اوږه دريدل له کارنه گوښه کړي اوهغوي ئي ندي حمايه کړي . يوله اساسی لامولوڅخه چي همدا اوس ښاغلي کرزی تنهااوبېله اولس دحمايي نه پاته دي همدا پرتاسوله ملت نه لري خلکوباندي تکيه وه .

داټوله نړۍ پدي پوهېږي چي ددولت زيات شمير جگپوړي چارواکي ستاسو په اصطلاح مجادين دي .داچي امريکايانو مو ايرانۍ اوپاکستاني جامو اغوستلوته نه پرېږدي دازموږدولس گناه نده .هغه متل دی وايي (( کوندي هم ژاړي رنډي هم ،هغه چي نن ئي راودکړي هغوي په ناورين ژاړي)) تاسوچي داڅولسيزي دملت په وينوکښي لبمېږۍ اودبهرنيو پيسودعايدو شميردرنه ورک دۍ دخلکو دغولولواويوځل بياامريکايانوته دنږدي  په يوه بل اپوزيسيون کي دځايولوپه خاطر شکايت کوي اوداغمځپلي هيوادوالي چي ستاسوناخبرو دلاسه دااته کاله چغي وهي څوک ئي اوازنه اوري .که تاسوته دمجاهد خطاب نه کېږي نودبي بي سي په دغه خبرکي ولي تاسو داسي معرفي سوي ياست ؟هغوليکي : د هرات پخوانى جهادي قومندان اود اوبواوبريښنا اوسنى افغان وزير اسماعيل خان دخلکو دپاڅون دانګېزي په اړه وايي. . . . .داچي  داپېښه دچاپه اراده اوهڅونه وشوه زه پري بحث ځکه نکوم چي دهغه وخت دحاکم گوندمشران  ټول ژوندی دي هغوي دي دامسله سپړي . اوبل ستاسودوينايوکليمه هم نه رښتيااونه دقبول وړده .خو اوس  زه ستاسواو په دولت کي ستاسو دشمالي ټلوالي دنورکسانودټولو بي مسوليته خبرو دسپړلولپاره وخت نلرم اوله بلي خواپدي باوريم چي زمور هوښيار اوبيدار خکل اوس په هرڅه پوهېږي اوداکسان چي په دولتکښي دي اوااوس غواژ يوځل بيادولتي واک ترلاسه کژي زمور ولس پوره پېژني ،ځکه نه غواړم خپل وخت په هغه څه ضايع کړم  چي خلک پري پوهېږي. دومره ويلايسم چي په همدغه کابل کښي ستاسوپر خبرو خلک خاندي .

ځکه ښاغلي تورن اسماعيل اوددوي دشمالي ټلوالي گوندي رهبران  افغان ولس ته دملي چوپړيوه وړوکي  بېلگي هم نلري ،حتا خلک وايي  دوي دي  خوار ولس ته دخپلو سرمايواوشتمنيو ذکات  په داسي حال کي سرمايه ئي له شمېره وزي تراوسه چاته نه دی ورکړی .اودښاغلي تورن صاحونه پوښتنه کوي چي دوي پخپله دخپل دولتي مقام دزمامداری په وخت کښي  څومره د غريبو خلکوسره مرسته کړي اوددوي کورونوته ئي برېښناورکړي .

خلک وايي که ستاسو دوزارت دکارپه چوکاټ کښي ستاسوکړني ارزيابي کړونودابه څرگنده سي چي تاسو افغانستان دغربی اوشمالي گانډيانو داقتصادي گټو قربان کړي داچي څنگه خپله وزير صاحب پري پوهېږي تبصير ئي ليکنه اوږدوي .

دشرم خبره خوداده چي ډاکتر عبدالله دامن دجرگي په اړوند دډوبۍ نه تر راستنېدو وروسته خبري کوي . زه نه پوهېږم چي پدي درو ورځوکي چي داښاغلي دبيحات اوخليلزادسره دسياست په خوب اخيال کي ډوب وو،کومه داسي پېښه وشول چي کرزی بايد ژر تر ژره له هغه نه په استفادي سره په سيمه کي دسولي دتامين لپاره استفاده وکړي .ښاغلي  عبداله دسياسي رهبرانو اکټ کوي اودډوبۍ نه چي يوه تاجر اوعربي شيخانو مېلمه وه ،داچي دڅه لپاره او ولي عبداله اودده پشان خلک دنجات فرشته بولي دابله خبره ،خو هغه په هيوايي ډگر کي تر خپل صلاحيت وړاندي خبري کوي وايي : که  چیري  ددي جرګي  داغیزمنتیا لپاره زیات کار ونشي  نو ددوی تیراقدمات  به هم  بي  اثره  شي.‌ بي بي سي

ډاکټرعبداله د ازادۍ  راډیو ته  وویل  چي افغانستان  او پاکستان  پخپل منځ کي زیاتي همکارۍ  ته اړتیا  لري او باید په دي  برخه  کي زیاتي  هڅي وکړي. ښاغلي عبدالله چي په غیرمستقیم ډول یي دولسمشرکرزي حکومت ته دانتقاد ګوته نیوله ، وویل چي لا هم دافغانستان دشخړي دپای ته رسېدو لپاره فرصتونه له لاسه نه دي وتلي اوکه دانتخاباتوپه نتیحه کي ښه حکومت واک ته ورسېددی هیله من دی چي مسایل به حل شي . دتاند ويب پاڼه

ډاکتر صاحب سوله اوپه سيمه کي امن دچارواکودخوښی اونامه لپاره  بايد تامين سو؟ اودا دټول ملت اوعام ولس  لپاره گټوردی؟ کله چي ديوه سالم عقل خاونددښاغلي عبدالله داخبري اوری پدي ډامن کږي چي تراوسه لادهغولپاره چي په بهرنيو هټيوکښي ئي لکسي درشی رانيولي اورنگارنگ نېکټاياني تړي هغه دچاخبره دپلوخوری لباس اغوندي ،کله دسي آي  يي دفترپه دروازوکي ولاژړوي اوکله بيادشخانودرويزه خوري ،هغه وخت چي  زمور دي سوځېدلي افغانستان ته راستانه سي نوداسي فکر کوي که  دي ، همدا دوي دۍ . بايد درهبر غوندي خبري وکړي ،خوپه اصل کښي  داسي څرگندوني کوي چي خپل لاسونه په خپله تر شاتړي .زه دانه وايم چي ولي خيليل زاداوبيات داڅوناپېژندل  سوی په ډوبي کي سره راټول کړه ؟ او ياداچي سوال وسي ،اياپه ټول افغانستان کي ددوي لپاره ځاي نه وو؟ اوکه داهم يو سياسي رشوت  اوبېځايه تبليغاتي کمپاين وو .زموږ خلک دلوږي مري خوهغه چي وايي موږ دغو خلکوته خدمت کوو غونډیي دډوبۍ په لکسو هوټلوکښي دايره وي .ښۀ ، داددوي کاردی نه بيات اونه خيليل زاد غريب دی پيسي بايد په يوه شکل مصرف سي ،دوي ئي دغه ډول مصرفوي  .

رابه شودېته چي دډاکتر عبدالله داخبري چي دډوبي له لکسو هوټلو اولکسو ډوډوۍ گانونه ئي وروسته کوي دافغان ولس لپاره دقبول وړ دي اوکنه . پدي پوره باورلرم چي دهغه پر خبرو څوک غوږ نه نيسي ،داځکه چي دافغانستان دغوڅ اکثريت دارادي خلاف دښاغلي کرزی په هدايت هغه چاته دامن دجرگي مسوليت وروسپارل سوچي هغه نه يوازي  داچي  په جرگه نه پوهېږي  بلکه پدي هيوادکي دجرگو اومرکوددود اودستورله منځه وړلو لپاره دخپل تنظيم ،سياسي کړيو اوپلورل سوکسانودليکنو پوسيله دافغان ولس ددي منل سوی اوتاريخي دودپر خلاف مبارزه کوي . رښتياخواداده چي دامن جرگي کارونه ځکه مخته نه ځي چي مشرئي په جرگه نه پوهېږي .پښتانه وايي (۹چي شرئي غمبروي اختر به ئي ماذديگروي )که بل هر څوک   دکرزي پر ځاي واي نودهوايي ډگر تر څرگندونو وروسته به يي ورته ويلي واي : ښاغلي په هيوادکي  دسولي او امن دراوستو په لارکي ستالاسونه چانيولي دي .که مانيولي چي اوس گوته نسي هغه وخت  به دي هم گوته نيولي واي .

درنو لوستونکو داټوله قيصه پدي خاطر رانه اوږده سوه چي اوس په مردارسوی فيل کښي هر څوک چاړه سره کوي .

راسی وطن او وطنوالو گټوته پام وکړو . تاسو وگوری زموږگاونډيانو ،دسيمي دولتونو  اوسياسي گوندونوته  دخپل مينځي هر ډول اختلاف سره څومره ملي گټي گراني دي اودهغوي ساتنه کوي .خوزموږ يوشميرهغه  کسان  چي ځانونه سياسيون بولي اوپه ځانگړي توگه  هغه چي غواړي ددي ملت مشر سي په ځومره بي پروايي اوبي مسولتۍ سره خبري کوي .

په يوه خبره بايد پوه اوسو چي  پدغه دولت کي چي ښاغلی  کرزي ئي مشر دی  له لومړی ورځ نه  بياتراوسه ټول شامل جگپوړي کسان بي مسوليته نشي پاته کېدلاي ، مسولت  دټولوترمنځ مشترک  اوصلاحيت فردي دۍ .

راسی هغه دچاخبره دخپل بام واروره دبل پر بام ونه غوځوو،هر څوک خپل مسوليت ومنو .دغه چي اوس له دولت نه ددي لپاره چي دخلکورايي تر لاسه کړي سرټکوی په حقيقت کښي ولس ددوي نه بېزاردی اوله دوي نه هم سرټکوي ،ځکه پرون دوي دهمدي دولت جز وه  .

راسی چي ددي نړيوالوگټودسوداگری په بازارکښي خپلي ملي  او وطني گټي پر نوروونه پلورو،په گډه دملي تفاهم په رڼاکښي دهيواد دراتونکی لپاره داسي يومشرپيداکړوچي په رښتياسره تريوي کچي دسياسي معامله گريواوځان غوښتني نه خلاص وي .که داځل  دخپل برخه ليک په ټاکلو کښي تيروتنه وکړونه يوازي داچي هيڅوک به موږ ونه بخښی  بلکي داهيوادبه يوي بلي ملي غميزي ته ورټيل وهل سي .پاي

Copyright Larawbar 2007-2024