کور / سياسي / اسرائيل د ټروريزم زېږنده دئ

اسرائيل د ټروريزم زېږنده دئ

شپېته کاله پخوا فلسطينيان وشړل شول، آنان الکساندر او جوهان د اسرائېلو د حکومت ريښي پلټلي چي دا يي په اړه د يوي ليکني ژباړه ده.

د اسرائيلو د حکومت بنسټ شپېته کاله پخوا په شريرو ظلمونو ايښودل شوی، چي تقريبا يو مليون فلسطينيان يي له خپلو کورونو شړلي دي. دا تېرى فلسطينيانو د Nakba په توګه وپېژاند او عربي نړۍ يوه فاجعه وبلله، خو دا تېری په ١٩٦٧ کال کي د دويم انساني ناورين په واسطه تعقيب شو، کله چي اسرائيلو ټول جارسلام او د تاريخي فلسطين تماميت  لاندي کړ،چي د صهيونيستي دولت د دفاع لپاره د وژنو څپي له څلوېښتو کلونو راهيسي پرمخ بيايي. د اسرئيلو زېږون  په ١٩٤٨کال کي  وشو، کومي پېښي چي د نکاب په شاواخوا کي شوي دا په ډاګه کوي چي د اسرئيلو او فلسطين د اوسنيو مخالفتونو ريښي کومي دي. د صيهونيستي حرکت سرچينه په اروپا کي ده. دا حرکت په ١٩ مه پېړۍ کي د نژادي ملت پالني او انتي سميتيزمantisemitism( د سام بن نوح نژاد) د پرمختيا په غبرګون کي راڅرګند شو. که څه هم صهيونيستي حرکت د دي لپاره چلول کېده چي د تېري کوونکو يهودانو لپاره يو د امن ځای ومومي، له دي کبله د دي حرکت مشرانو دا وپتېيله چي دي هدف ته د رسېدو لپاره د اروپايي حکومتونو ملاتړ ته اړتيا وي، نو دوی يوه ايډيولوژي سينګار کړه، تر څو صهيونيت د اروپايي استعمار لپاره د سرکښ په توګه رامنځته کړي. د دي لپاره چي د اروپايي نژاد پرسته سوسياليزم څخه يي تېښته کړي وي، نو صهيونيت د يهودي استعمار لپاره يوه پروژه رامنځته کړه.


مېشتېدنه:

د شلمي پېړۍ په لومړۍ لسيزه کي د پام وړ ناندريو څخه وروسته صهيونيستي حرکت دا ومنله چي د يهودي دولت ترڅنګ دي فلسطين يوه مناسب ځاى وي، تر دي وروسته د يهودي مهاجرو کوچنىو ډلو په فلسطين کي مېشتېدنه پيل کړه.

صهيونيستانو د بريتانيا حکومت ته هم وعدي ورکړې، چي د دوی مېشتېدنه په سيمه کي د بريتانيا کنټرول په هغو عثماني ځمکو چي نوي يي په زور نيولي ټينګ کړي، نو پر دي اساس دوی په ١٩١٧ کال کي يوه اعلاميه صادره کړه ترڅو يو ملي کور په فلسطين کي د يهودانو لپاره جوړ کاندي.

بريتانوي مقاماتو هم دوه کاله مخکي ژمنه وکړه، چي د عربي امپراتورۍ دا برخه غوڅه کړي او په دي هکله يي خپل جنګي متعهد فرانسي سره پټي معاملي وکړې.

تر لومړۍ نړيوالي جګړي وروسته د سولي په خبرو کي بريتانيا د فلسطين کنټرول د ملګرو ملتونو د ناسم سياست قرباني كړ.

له تېرو دوو لسيزو راهيسي په زياتېدونکي ډول يهودي مهاجرين فلسطين ته خوځېدلي، يهودي نفوس له پنځوسو يا شپېتو زرو څخه چي په ١٩١٩ کي و – په ١٩٣٠ مو کلونو کي تقريباً ٤٥٠٠٠٠ ته زيات شو.

کله چي هيټلر په جرمني کي د قدرت واګي په لاس کي واخيستي نو په اروپا کي هم اوضاع خرابه شوه، د نازيانو په لاس  د يهودانو ځورونه د زياتو اروپايي هېوادونو غبرګونونه وپارول او د نازيانو د ځورونو قربانيانو څخه يي په ډبل ستنډرډونو دفاع کوله، دوی په دي هم نيوکي کولي چي ولي د مايوسو مهاجرينو پر وړاندي دروازي وتړل شوې.


ظلمRuthless :

د نړۍ سترو ځواکونو لکه د امريکا متحده ايالات او شوروي د اسرائيلو په زېږېدنه کي مرسته وکړه، وروسته ملګروملتونو د فلسطين د وېشلو لپاره پلان جوړ کړ او د اسرائيلو نوی دولت يي په رسميت وپېژاند،چي د ا ټوپونه به د بريتانيا انحطاط د منځني ختيځ په نورو سيمو کي ګړندی کړي.

د اسرائيلو د پيل ټوپک ملګري ملتونه ول چي زښت ډېر فلسطينيان يي وويشتل – د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ١٩٤٧ کال په نومبر کي د فلسطين پر دوو برخو وېشلو باندي رايي ورکړي چي د فلسطين ترڅنګ يي اسرا‌‌ئيل دولت هم منځته راوړ. د تجزيي پلان فلسطينيانو ته بي عدالتي معلومه شوه.

په عمومي ډول صهيونيستانو دي تجزيي ته ښه راغلاست ووايه، کله چي دوی په خصوصي ډول له پخوا نه په ملکي فلسطنيانو د بېرحمانه يرغل پلانونه درلودل. ډيويډ بن – ګريون چي د اسرائيلو اولنی لومړی وزير شو، په ١٩٤٧ کال کي يهودي اجرائيوي ايجنسۍ  ته څرګند کړل چي فلسطينيان له بېخونده راتلونکي سره مخ دي (دوی به په زياته کچه نيول کېږي يا به شړل کېږي خو دا غوره ده چي دوی وشړل شي) د ١٩٤٧ کال په ټول ډسمبر کي او د ١٩٤٨ کال په جنورۍ کي صهيونيستانوتېرى کوونکو په فلسطيني کليو او ښارونو کي وحشيانه کارونه وکړل.

د ١٩٤٧ کال د ډسمبر پر ١٨ مه صهيونيستي تېری کوونکو د ګاليلي سيمي کي په يوه کلي چي خيساس نومېږي د شپي له خوا يرغل وکړ، کورونه يي چور کړل او١٥ تنه يي  ووژل چي  پنځه يي ماشومان ول.

د ډيسمبر په لومړيو کي صهيونستي تېري کوونکو په حيفا ښار کي له چاوديدونکي موادو ډک بـيرلونه پر نژدي ګاونډيو سيمو راوګرځول ، همدا شان دوى سوځېدونکي تېل په کوڅو او ماشينانو واچول او اور يي ورته کړ هغو کسانو چي غوښتل د اور د لمبو مخه ونيسي هم د دوى له خوا ژوندي وسوځول شول.

کله چي ډله ييزي وژني او شړني زور واخيست ، صهيونيستي مشرانو په وروستيو کي دا وڅېړله چي د ډالټ پلان له مخي بايد څه وشي او له فلسطينيانو سره څنګه سلوک وشي، ددي پلان له مخي په ښکاره توګه د هاګانا قومندانانو (صهيونيستي اصلي نظامي ځواک) ته سپارښتنه وشوه چي څنګه له فلسطيني وګړو سره سلوک وکړي:

( دا عمليات بايد داسي تر سره شي چي يا د فلسطينيانو کلي وران شي (اور  ورواچول شي، په زوره وشړل شي، په ړنګو ودانيو کي ماينونه وکرل شي) په خاصه توګه هغه فلسطيني نفوس چي په مرکز کي دي او په سخته توګه د دايم لپاره کنترول کېدى شي. يا هم د عملياتو لارښوونه کول د لاندي لارښود له مخې:

د کليو محاصره کول او ورسته يي پلټنه، که چېري له مقاومت سره مخ شي نو وسلوال ځواکونه بايد هغه وځپي -او نور اوسېدونکي د هېواد له سراحداتو څخه د باندي وشړل شي.

د ١٩٨٤ کال د اپرېل پر لسمه، په ديرياسين Deir Yassin کي د٩٠ کليو اوسېدونكي قتل عام شول چي درېيمه برخه يي ماشومان ول. له دي عام قتل نه  يو وژونکى مقصد دا هم ؤ چي مرتکبينو اميد درلود چي نژدي اوسېدونکي هر څومره ژر چي کېدى شي له ډاره هغه سيمه پرېږدي.

د ملګروملتونو د تجزيي پرېکړي عرب حکومتونه هم لمسول چي رضا کاره جنګياليو ته اجازه ورکړي چي فلسطين ته ننوځي او د فلسطيني وګړو دفاع وکړي.

د ډسمبر ١٩٤٧ او مي ١٩٨٤ په منځ کي وړوكي بانډونه په فلسطين کي ول چي يو له بله سره بېل و، کافي اندازه وسلي او واحده اداره يي نه لرله.

پر دي سربېره اي وي شليم د يوه اسرائيلي تاريخ ليکونکي په ډول ليکلي چي تاکتيکونه د دواړو لپاره ډېر سره بېل ول.

صهيونيستانو به په بيړه د يهودانو اصلي مېشت ځايونو ته امن راوست او ورسته به يي پر هغه سيمه چي د فلسطيني دولت برخه به ګڼل کېده حمله کوله او په زور به يي فلسطيني اوسېدونکي له سيمي شړل.

د پرتلي له مخې، عرب جنګيالي ډېر دفاعي وو، هڅه به يي کوله چي فلسطيني سيمي په خپل کنټرول کي وساتي او په نادره توګه به يي پر صهيونيستي مېشتو سيمو حملي کولې،کله چي اصلي عرب جنګياليو په مي ١٩٤٨ کال کي مداخله وکړه تقريباً ٢٥٠،٠٠٠ فلسطينيان له هغه ځايه تېښتي ته مجبور شوي ول .

خوځېدنې:

د ١٩٤٨ کال په مي په مياشت کي ٣٥٠٠٠ اسرائيلي تېري کوونکو چي د نوي پيدا شوي اسرا‌ئيلي دفاعي قوتIDF له لوري اداره کېدل ٢٥٠٠٠ فلسطينيان له خپلو سيمو خوځېدو ته اړ کړل.

اسرائيلي دفاعي قوي (IDF) په چټکۍ سره نور زيات سرتېري سيمي ته راوړل چي د جولاى په منځ کي يي شمېر ٦٥٠٠٠تنو ته رسېده او په ډسمبر کي يي شمېر ٩٦٤٤١ تنو ته ورسېد.

بن ګيريون نړۍ ته د اسرائيلو د زېږون نېټه ١٥ مي ١٩٤٨ کال اعلان کړه خو شړني او عام قتلونه تر دغه شېبي ادامه لري.

د مي پر دويشتمه په تانچارا نومي سيمه کي ٢٣٠ تنه فلسطينيان وويشتل شول او بيا وروسته په ډله ييزو قبرونو کي ښخ كړاى شول.

د ١٩٤٨ په جولاى کي چي يتيزان رابيان  د اسرائيلو دويم لومړي وزير و، په رامولا او ليد کي د نظامي عملياتو سرپرستي هم د ده پر غاړه وه ، نوموړى اټکل کوي چي هغو ځواکونو ٥٠٠٠٠ فلسطينيان له خپلو کورونو او سيمو څخه وشړل او بيا يي په زوره لويديځي غاړي ته پسي واخيستل بي له ډوډۍ او اوبو يي هلته مېشت كړل.

په دغو مياشتو کي د فلسطيني مهاجرينو شمېر٨٥٠٠٠٠ ته ورسېد چي ناداره او زخمي مهاجرينو په لبنان، سوريې، اردن، لويديځه غاړه او د غزي په تړانګه کي په کمپونو کي ژوند کوي.

د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ د يوي پرېکړي له مخي پر اسرائيلو غږ وکړه  چي فلسطيني مهاجرو ته اجازه ورکړي چي بېرته خپلو ځايونو ته ستانه شي، خو  شپېته کاله وروسته هم دوى او د دوى خپل خپلوان لا انتظار باسي.

کوم ناورين چي پر فلسطينيانو په ١٩٤٨ کال کي پېښ شو تر اوسه يي دا سيمه ناكراره ساتلې. يو له علتونو نه چي ولي دواړو زړو استعماري امپراطوريو او امريکا  د يو بالقوه ملګري ارزښت په صهيونستي حرکت کي وليدل  هغه د قوي امپرياليستي ضد حرکت وده په منځني ختيځ کي وه.

د عرب مشرانو بي کـفايتي او غداري په دي ثابته شوه چي په احمقانه توګه يي فلسطيني بدبختي او تقدير د اردن د پاچا عبدالله او د مصر پاچا فاروق ته پرېښوده.

په هر صورت ١٩٤٨ کال دا هم  وښوده چي فلسطيني قضيي څنګه په منځي ختيځ کي د يوه غښتلي او متحد حرکت او د دوى د سيمه ييزو بادارانو له لوري ـ اورونه بل کړل .

تبصره نسته

  1. ګرانه وروره سلامونه اونیکې هیلی :
    تل درته دلوی خدای ج څخه بریا اوروغتیا غواړم
    ډیرخوښ شوم چې زمونږ داسې غښتلي وروڼه شته چې په اسلامي هیوادونوکې خلک دلویدیځ له دسیسو اوشومواهدافواوموخوڅخه خبروي .
    زما نظربه څه وي خوباید دومره ووایم چې اسراییل په رښتیا هم دعربو په لویه خاوره کې په زړه کې دخنجر وهلو حیثیت لري .
    خدای دوکړي چې زمونږتول مومن ولس راویښ اوددغه ظلم دځآلګی دله منځه وړلوپه برخه کې ګامونه اوچت کړي خوله عربوډیرګیله من یم چې پدې برخه کې داسرایلوپه خلاف اوسمهال چپ پاته دي