کور / تازه خبرونه / په ننګرهار او نيمروز کي نشه توکي نيول سوي دي

په ننګرهار او نيمروز کي نشه توکي نيول سوي دي

د ننګرهار او نيمروز ولايتونو امنيتي چارواکو د يو لړ عملياتو پر مهال پينځه اتيا کيلو ګرامه نشه يي توکي او ورسره يې د تړاو په تور دوه تنه نيولي دي.


د ننګرهار ولايت د سرحدي لوا قوماندان جنرال محمد اکرم بشريار وويل: سرحدي پوليسو تېره شپه په پچيراګام ولسوالۍ کې پينځلس کيلو ګرامه هيروين تر لاسه کړل.


د يادونې وړ ده، چې تېره مياشت د ننګرهار ولايت مسوولينو څه دپاسه ٣٠ ټنه نشه يي توکي، چې په بېلا بېلو عملياتو کې يې ترلاسه کړي وو، وسوځول.


د يو بل خبر له مخې، تېر ماښام د نيمروز پوليسو د دغه ولايت په مرکز زرنج ښار کې ٧٠ کيلو ګرامه ترياک ترلاسه کړل.


د نيمروز امنيه قوماندان مل پاسوال محمد داود عسکريار وويل دغه تارياک په يوه کور کې په بکس کې ځاى پر ځاى شوي وو او قاچاق وړونکو غوښتل چې ايران ته يې  ولېږدوي.


نوموړی زياتوي چې تېره مياشت يې هم په زرنج کې ١٦ کيلو ګرامه کرسټال، چې د هيروينو په پرتله  قيمته او پرمختللي مخدره ماده ده، له يوه کرولا ډوله موټر څخه ترلاسه کړي وو، خو وړونکى يې په تېښته بريالى شوى و.