کور / تازه خبرونه / غزني:دکارپه بدل کي د خوراک پروګرام لړۍ دريم پړاو

غزني:دکارپه بدل کي د خوراک پروګرام لړۍ دريم پړاو

په غزني کې د کار په بدل کې د خوراک د پروګرام د لړۍ درېيم  پړاو پيل شو  .


د دغه ولايت د کليو د پراختيا رييس غلام سنايي  مايل وويل چې ددغه پروګرام له لارې  د ولايت په ١٨ ولسواليو کې د کار په بدل کې مزدورانو ته غذايي توکي ورکول کېږي


هغه زياته کړه چې دغه پروګرام په جغتو او زنه خان  ولسواليو کې پيل شوى، واغظ او رشيدانو ولسواليو ته توکي نن ولېږدول شول او په نورو ولسواليو کې به هم ژر پيل شي.


مايل وويل چې ددې پروګرام له لارې درې نيم زره مزدورانو ته د کار زمينه برابرېږي او هر مزدور ته به د ورځې پنځه نيم کيلو غنم، دوه کيلو غوړي، دوه کيلو دال او درې پاکټه مالګه ورکول کېږي .


د نوموړي په وينا، د خوراک نړيوال پروګرام په دې اړه دوى ته ١٣٦٨ ټنه غنم، ١٧٥ ټنه غوړي، ٢٨ ټنه دال او ٢٢ ټنه مالګه ورکړې ده