کور / تازه خبرونه / ننګرهار:د پوليسو له روزنيز مرکزه 264 پوليس فارغ سوه

ننګرهار:د پوليسو له روزنيز مرکزه 264 پوليس فارغ سوه

د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې د پوليسو له روزنيز مرکز څخه 264 تنه   فارغ سول .


د دغه روزنيز مرکز مشر سمونوال مفاد خان وويل چې فارغ شوي پوليس د ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان او کابل ولايتونو اوسېدونکي دي .


هغه زياته کړه چې دا پوليس په شپږ مياشتنۍ دوره کې د مجربو او تکړه  استادانو لخوا روزل شوي دي   


د نوموړي په وينا، له دغو کسانو سره له روزنيز مرکز څخه د فارغ شوو کسانو شمېره 46 زره او 701 کسانو ته ورسېده .


سمونوال مفاد خان وويل چې په دغو کسانوکې افسران، ساتنمنان او عام پوليس شامل دي