کور / راپور / په کراچی کښي دلر او بر مشاعری راپور

په کراچی کښي دلر او بر مشاعری راپور


دتېری جمعی په ورځ دماپښېن پر ۳ بجو چی له ۱۴ / ۱۲ / ۲۰۰۷ سره سمون خوری ، دسېند اېالت په کراچی ښار کښی دمېشتو پښتنو افغانانو شاعرانو او لېکوالانو اودپښتونخواملی عوامی پارټی له لوری ، په باچاخان کمېونټی هال بنارس کښی دهېواد دنامتو شاعر ، لېکوال او تکړه ژورنالست ښاغلی عبدالباری جهانی په وېاړ ېوه درنه آدبی غونډه اومشاعره جوړه شوی وه .



غونډه امان الله حلېم شملزی دقرآن کرېم دمبارکو آېاتونو په تلاوت سره رسما پېل کړه ، وروسته دغونډی دتنظېمونکو په نماېندګی ښاغلی عبدالعلی غورغشتی دسټېج دصدر په حېث ټولو راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست وواېو .



لدی سره ېی ېو په بل پسی ښاغلی جهانی او نورو راغلو دلراوبر شاعرانو اودپښتونخواملی عوامی پارټی وصوباېی غړو ته سټېج ته دورتلو بلنه ورکړه .ښاغلی عبدالباری جهانی ، طاهر افرېدی ، رېاض تسنېم ، دخېبر ټلوېژون نماېنده ښاغلی رحمان بونېری سپېنږېری تکړه شاعر او لېکوال ښاغلی عبدالهادی رېشا ، او نور ملګری پر سټېج کښېناستل .



وروسته دغونډی له پېل سره امان الله حلېم شملزی دښاغلی جهانی دژوند پر بېلابېلو اړخونو او حالاتو ، همدارنګه دښاغلی جهانی پر قلمی خدمتونو او دده پر اثارو مفصله رڼا واچوله . لدی وروسته ښاغلی عبدالرحېم رېېشا دازادوطن دشاعرانو په نماېندګی خپل شعر وړاندی کړ . وروسته داتفاق ادبی ټولنی ، جرس ادبی ټولنی او نورو ګڼو ادبی ټولنو په نماېندګی شاعرانو په خپل وار سره حاضرېن په خپلو شعرونو ونازول .



په پای کښی ښاغلی عبدالرشېد هاوند دجهانی صاحب دشعرونو څخه څه نمونی اورېدونکو ته وړاندی کړی . لدی سره ښاغلی غورغشتی وراغلی محترم مېله ته بلنه ورکړه چی راشی او راغلو دده دشعرونو مېنه وال چی دده دشعرونو اورېدلو ته بې تابه ول خپل شعرونو وړاندی کړی .
ښاغلی عبدالباری جهانی غونډه څو ساعته په خپلو خوږو شعرونو ګرمه وساتله چی داورېدونکو په کلکو چکچکو سره به بدرګه کېده .



په پای کښي عبدالباری جهانی شاعران او ادبیان وهڅول چی داډول دنور محفلونو په جوړلو سره دی لړی ته دوام ورکړی له خپل لوری ېی دهر ډول همکاری ډاډ ورکړ .



له نورو اعلانونو سره سره حاضرېنو ته له کراچی څخه دنوی ادبی او سېاسی مجلی چی ښاغلی استاد امان الله حلېم ېی تابېا کړی ده ، ډېر ژر له چاپه دراوتلو زېری ورکړل شو .



وروسته دغونډی په پای کښی دسېمی شاعران پر جهانی صاحب راټول شول او له ده سره ېی له نژدی خواله وکړل . غونډه دشپی پر ۸ بجوپای وموند .


دملی تړون دسمون والی ډلی له لوری


د بېنوا ويبپاڼي څخه په مننه