کور / تازه خبرونه / د حاجيانو له منځه دريمه افغان ميرمن په حق ورسېده

د حاجيانو له منځه دريمه افغان ميرمن په حق ورسېده

حاجي حبيب الرحمن ابراهيمي – مکه مکرمه


دسعودي عربستان دمكي معظمي په   مقدس ښار کې له افغانستا ن څخه  بيت الله شريف ته  د حج د فريضې داداکولو په موخه تللې  دريمه افغانه ميرمني هم  له دې دنياڅخه سترگي پټي كړې . .


 65 كلنه بي بي ذهرا دغوث الدين لور دهرات ولايت اوسيدونكي چي له هرات څخه مكي مكرمي ته دحج دفريضي داداكولو به موخه راغلې وه تيره ورځ دزړه دناروغئ له امله داجياد به نوم دسعودي عربستان په په يوه روغتون كي ساه   وركړه.


دبعثه كميتي دمشر مولوي اسرار الحق دمعلوماتو له مخي نوموړې پخوا يي دزړه تكليف درلود دوی دډاكترانو لخوا تداوي شوي وه اوبه وروستيو شيبو كي دالجياد به نوم عربي شفاخاني ته معرفي شوي وه اوهلته يي به شفاخانه كي ساه وركړه .


ديادولو وړده   چي له دې وړاندي محمد علي چي  دخادم حسين زوی وو دباميان ولايت اوسيدونكی دريخبش په سيمه کې دتونل په خوله کې په يوه ترافيكي پېښه كي يې ساه وركړي وه او دليندي په 11مه نېټه په مدينه منوره کې ٦٠ کلنه بي بي فرزانه دملا  لالا لور چې  ، داروزګان ولايت اوسېدونکې وه په خپل استوګنځي کې دورپېښې ناروغۍ له ا مله مړه شوې وه .