کور / تازه خبرونه / خوست:دواکسين ساتنځای بنسټ کښېښودل شو

خوست:دواکسين ساتنځای بنسټ کښېښودل شو

د خوست ولايت د عامې روغتيا اړوند د يوې پروژې د بنسټ ډبره کښېښودل شوه او بله پروژه ګټې اخيستنې ته چمتو شوه.


د دغه ولايت دعامې روغتيا سرپرست رئيس ډاکټر اميربادشاه وويل د ملکي روغتون په انګړ کې يې د واکسين  دساتنځي د بنسټ ډبره کښېښودل شوه.


هغه زياته کړه چې  پر دغه پروژه ٤٠ زره ډالره لګښت راځي، چې د يونيسف لخوا ورکول کېږي .


د نوموړي په وينا، ددې پروژې کار به په راتلونکيو مياشتو کې بشپړ او ګټې اخيستنې ته به چمتو شي