کور / طنز / پاڅه پروفیسره ضامن را !

پاڅه پروفیسره ضامن را !

د اوربشین د یوه تن سره لوزي شخړه وه  نو پولیسوهغه د سیمې  ماموریت ته بوت د پولیسو امر د پوښتنو- ګرویږونو په ترڅ کې له هغه  وپوښتل:
– څه کار کوې؟
– توپکي یم صیب!
د توپکي په اوریدو سره  دپولیسو دامر د تندي  غوټې اوراي شوې  او له خوشالۍ په دریشي کې نه ځایده خوله يې ویته شوه  نو  له  تحقیق – محقیقه تیر شو او بېله ځنډه يې اوربشین ته د دوستۍ لاس  اوږدکړ او غرمه يې ښه مزاري چاینکي په وخوړله او د تور هیلې چایو اوبادامي  نقل  وروسته یې  د هغه  دکور ته رسولو ویاړ يې هم  په غاړه واخیست
کورته د رسیدو سره  سم اوربشین د کو ر ور  وټکاوه  د هغه  میرمن راووتله لومړی د پولیسو د امر  په لیدو لږه وارختا شوه خو چې پوه شوه مېلمه دی خوشاله شوه او کورته يې وبلل
د پولیسو امر  د توپکي د کوټې په لیدو چې هلته کوم  نظم نه وو او هرې خواته  کاغذونه شیندل شوې وه   شکمن غوندې شو نو ورو  يې د اوربشین له میرمني  نه د راز په څير وپوښتل:
 میړه دی څه کار کوي؟
هغې په ډیر غرور ورته وویل:
 هغه په پوهنتون کې پروفیسر دی.
د پولیسو امر هغه سر تر پایه تر نظر تیر کړ او ویې ویل:
هغه خو وایي توپکي دی!
د اوربشین میرمني د راز په څير وویل:
هر وخت چې  هغه په کوم جنجال اخته شي نو د ځان د خلاصون لپاره  ځان لوی  معرفي کوي
د پولیسو امر بېله دی چې چای وڅښي له ځایه پورته شو اوربشین يې له څټه ونیوی او دروازی خواته يې په کشولو  کشولو ورته وویل: ښه  تا هم  پالان   راباندې کیښود
پاڅه پروفیسره ضامن راکه!