په ميدان وردګو کښي د ٣٠٨ جوماتونو رغول وستايل شول
د هېواد په کچه په لومړي ځل په ميدان وردګو ولايت کې د ٣٠٨ جوماتونو د جوړولو ، رغولو او تجهيزولو اعلان شو ، چې له دې اعلان سره ددې ولايت اوسېدونکي زيات خوښ او د ياد شوي ولايت د چارواکيو او په ځانګړې توګه ددې ولايت د والي دغه ګام يې وستايه .
د ميدان وردګو والي محمد حليم فدايي دغه اعلان تېره ورځ په ميدان ښار کې په هغه غونډه کې وکړ ، چې ددې ولايت د نږدې پنځه زره اوسېدونکيو په ګډون د ميلاد نبي ( ص ) په مناسبت جوړه شوې وه .
په دې غونډه کې ددې ولايت د ټولو ولسواليو علماوو ، مخورو ، جهادي قوماندانانو ، د ولسي جرګې او ولايتي شورا غړيو ، د ولايت د ټولو ادارو چارواکيو او يو شمېر مېلمنو برخه درلوده .
په غونډه کې د ميدان وردګو والي فدايي د حضرت محمد (ص) په سيرت ، اخلاقو او ژوند باندې بشپړه ويناه وکړه او د هغه د ژوند بېلابېل اړخونه يې ګډون والو ته روښانه کړل ، وروسته يې ژمنه وکړه چې ددې ولايت ٣٠٨ جوماتونه به جوړ ، ترميم او تجهيز کړي او او لمونځ کوونکيو ته به هر ډول اسانتياوې برابرې کړي او په راتلونکي يوه اونۍ کې به ددغو جوماتونو د کار لړۍ په عملي توګه پيل کړي ، چې پنځه سوه زره امريکايي ډالره لګښت پرې راځي .
همدارنګه ددې غونډې په پاى کې له سلګونو يتيمانو ، کونډو ، معويبينو او نورو اړو
سره مرسته وشوه او ٢٠٠ علماى کرامو ، ١٠٠ د سپورټ لوبغاړو او ٢٠ دولتي چارواکيو ته ستاينليكونه وركړل شول .
ددې ورځې د درناوي په موخه اته تنه بنديان هم ددې ولايت له محبس څخه خوشې او لازمې توصيې ورته وشوې او ددې ترڅنګ ددې ولايت د عامې رو غتيا د رياست لخوا د زرتنو ناروغانو د وړيا درملنې ژمنه هم وشوه او په دې ولايت کې د نيالګيو د ايښودلو لړۍ هم پيل شوه او د تيکواندو او فوټبال د دوو لوبډلو لوبغاړو ته د والي فدايي لخوا شل زره افغانۍ د انعام په ډول ورکړل شوې .
د جوماتونو د جوړېدو له دې اعلان سره د ميدان وردګو والي فدايي ددې ولايت د ولس زړونه وګټل او ولس دغه ګام ته د قدر په سترګه کوي .