کور / کیسه / یاجوج او ماجوج څوک دي ؟ (۱۰)

یاجوج او ماجوج څوک دي ؟ (۱۰)

لسم کښت
 ۳- آیا  یونانی اسکندر    ذوالقرنین دی؟
ځینې مورخین  وایي  چې ذو القرنین ، مقدوني  اسکندر دی او سد سکندر هم د ژبو  په سر   دی
 بوعلی سینا   هم اسکندر مقدوني ، اسکندر ذوالقرنین بولي.
فخر رازي په خپل لوی تفسیر کې لیکي: چې مشهور  ذوالقرنین همدا  یوناني لوی  اسکندر دی ،چې په  مصر  کې يې  د اسکندریه په نامه یو  ښار جوړ کړی دی بیا شام ته او له هغه ځایه  د بني اسرایلو د ځپلو لپاره بیت المقدس ته تللی دی او د« مذبح» په قربانځی کې يې قرباني کړې ده ، بیا ارمنستان او باب الابواب ته تللی او وروسته یې  عراقیان ،بربریان او قبطیان خپل تابع کړل او ایران یې ونیوی بیا هند او چین ته ولاړ بیا بیرته عراق ته راوګرځید او په « زور»اویا« سلوکیه  مداین» کې ناروغ او مړشو او د پاچاهي ټوله  دور یې دولس کاله وه.
هغه لیکي:  داسې څوک چې له لویدیځه  تر ختیځه يې ټول هیوادونه  نیولي وي  باید ښه شهرت ولري نو هغه  اسکندر دی
ډیر  لوی مفسران لکه :طبري ،میبدي ، شیخ طبرسي ،
ابولفتوح رازي ، امام فخر رازي ، قرطبي ،ا و بیضاوي  لیکي:« ا سکندر مقدونی ذوالقرنین دی»
ابن خلدون هم ذوالقرنین اسکندر بو لي.
ابوریحان بیرونی  په آثار الباقیه کې لیکي : « یوناني  اسکندر ذوالقرنین دی ځکه اسکندر ابن فیلفوس یوناني د روم سلطنت له ملوک  الطوایفي څخه وژغورئ ،بیا ختیځ ته  ولاړ د هغه د نیولو  وروسته   د اسرې بحریې خواته ولاړ د هغه ځایه د مصر خواته ولاړ او هلته يې  د اسکندریه په نامه یو ښار  جوړ کړ د هغه وروسته   بیا شام او بني اسراییلو ته چې هغه  مهال په شام کې وه ولاړبیا بیت المقدس ته ولاړ او دهغه ځای په قربانځی کې يي قرباني وکړه بیا ارمنیه او باب الابواب ته ولاړ  دهغه ځای تیر شو قبطییان او عبرانیان يې تسلیم کړل بیا خراسان ته ولاړ هغه يې فتح  اوهلته یې ښارونه جوړ کړل او بیا عراق ته ولاړ اوهلته د  د« زور» په ښار کې ناروغه او مړ شو. دهغه ښوونکی ارسطو  وو او د هغه په  سلا او مشوره يې خپل کارونه مخته بیوله.
اسکندر د هغه بنايي علم په اساس چې درلود  د بومي خلکو سره مرسته وکړه او دا ټینګ دیوال يي ورته جوړ کړی».
ذوالقرنین یاني دوه ښکره لرونکی .
 اوس  له هغه  هیوادونو  دتاریخي سیمو له کیندولو څخه چې یو وخت د اسکندر تر ولکې لاندې وه داسې سکې( ایکۍ)  پيدا شوی دی ،چې اسکندر  د  دوو ښکرونه سره ښیي .

دا د اسکندر سپینو زرو سکه چې په بریتش موزیم کې ساتل شوی ده ۳۰ ملی متر قطر لری

« البداية والنهايه » کتاب  د ذوالقرنين په هکله لیکي : اسحاق بن بشر له سعيد بن بشير له قتاده روایت  کوی چې   هغه اسكندر ،  ذوالقرنين دی چې  پلار یې  د روم لومړی قیصر وو، چې د سام بن نوح له نسله دی  او خضر (ع) يي وزیر وو چې یو مؤمن او راستکاره سړی وو او هغه څوک وو چې د« دارا »زوی یې مړ کړ  دفارس مځکې يې ونیولې  اوهغه څوک دی چې   د اسکندریه ښار  يې جوړ کړی دی .
خو دویم  اسکندر د فیلپس زوی دی او دهغه  نسب عیص بن اسحاق اوابراهیم ته رسوی چې  دری سوه کاله له میلاده مخکې اوسیده  چې مشرک وو او وزیر یې «ارسطاطالیس» فیلسوف وو. هغه یو ظالیم پاچا وو  او موحد نه و چې  دا دواړه  دو ه زره کاله سره لیري دي.
خو په تاریخ کې داسې پاچا نه دی تیر شوی چې هغه ته دی  مصری اسکندر و وایي
 هغه دلایل چې وايي یوناني اسکندر ‌ذوالقرنین نه وو  داد:
۱- اسکندر موحد او خدای پرست نه وو
۲- مس او وسپنه د اسکندر سره تړاو نه لري
۳هغه ظالیم سړی وو ځکه  هغه پرسپوليس (پارسه – تخت جمشيد) ته په (۳۳۱  کاله له میلاد نه مخکې) اور واچوی
هغه دلایل چې ثابتوی اسکندر ، ذوالقرنین دی:
۱-دا چې ذوالقرنین د خضر (ع) په وخت کې ژوند کوی او خضر يې د خاله زوی وو یاني د لوط په پيړ یا ابراهیم (ع) ته نژدې  وو
۲- دا چې اسکندر سد  دخلکو په خولو کې دی او د سد اسکندر په نامه مشهور دی
۳-په تاریخ کې د هغه دا سفرونه راغلی دی او هغه ځایونه چې هغه جوړ کړی د هغه په نامه لکه د اسکندریه ښار و تخت اسکندر او داسی نور
۴- ډیرومورخینو دا لیکلې چې دا مشهور سړی  اسکندر دی
۵- په ډیرو هغه هیوادونو کې چي  اسکندر نیولې وه په رابرسیره شوو توکو کې  د سپینو زرو او فلزی ایکۍ ( سکې) پيدا شوی چې اسکندر د دوو ښکرو سره ښیي.

 

 

پایله  :
ددې ټولو تاریخي لیکونو څخه داسې جوتیږی چې  د چین نژاد په  اصل  کې  منګوک یا منچوګ دی، چې په عبرې د یاجوج  او ماجوج تبدیل شوی دی او په یوناني کې ګوک اوماګوګ یادشوی دی
ډاکټر محمدامین نظری په خپل یو ناچاپ شوی کتاب کې لیکلي دي :
«یاجوج اوماجوج  همدا د چین خلک دی  د نړۍ په  تودیدو سره به په ټوله نړۍ کې  وچکالي او قحطی راشي   نباتي محصولات  او دمواشی روزل په لږ شي  او هر هیواد به هڅه کوی  خپلو وګړو ته غذایي توکي زیرمه کړی    دا چې دچين نفوس ډیر او مځکه يې لږ ده  نو خپل تولید شوی محصولات يې کفایت نه ورته کوي  دا چې چين به  په هغه وخت لوړ تخنیکي  واک ولري نو پر  نورو  کم واکو هیوادو به یرغلونه وکړی هغوی به دلاندې شو هیوادو  د نباتانو او مواشیو د خوړولو وروسته دنورو حیواناتو  لکه پیشوګانی ، سپېان ،ماران،لړمان او نور چې اوس یې هم خوری  په خوړولو او ان   دانسانانو په  خوړولو به  بسیا ونه کړی  او هغو ی  به د خدا(ج) په امر په یو داسې بې درمله  ویروس اخته شي او ټوله به په  لږ مده کې پو فنا شي- خدای ښه پوهیږی.»

اخځلیکونه :


تاریخ انبیاء و قصص قرآن ۱-از آدم تا خاتم
۲-تورات- مکاشفه
۳-قران کریم ترجمه او تفسیر دویم جلد د حرمینو شریفینو
۴- ویکی‌پدیا، دانشنامهء آزاد
 Torkaan.blogfa.com-5
Aftab.ir-6
Mibosearch.com-7
Tandismehr.blogfa.com-8
Ebtekarnews.com-9
Azar-iran.persianblog.ir-10
Hawzah.net-11
Tahoorkotob.com-12
Binyaz.info-13
Arvah.org-14
Smahdi.blogfa.com-15
16 askquran.ir-
Ghadeer.org-17
Teletext.i8.com-18



Alihashemiii.parsiblog-19
Maktabevahy.org-20
Alihashemiii.parsiblog-21
Tinypic.dom-22
Irani79.blogfa.com-23
Balatarin.com-24
Iecloob.com-25
Farhangiran.com-26
 Mibosearch.com-27
Ganjoor.net-28
 Forum.iranproud.com-29
 Iranclubs.org-30
Azargoshnasp.net-31

پای