پښتونخوا : د رحمان بابا پر مزار بريد وسو ( غبرګونونه )

د لراوبر اداره | مارچ 18th, 2009











 


 


  پښتونخوا :  د رحمان بابا پر مزار بريد وسو  ( غبرګونونه ) 


احتجاج  ، احتجاج  ، احتجاج
دښمنانو د (بابا) پر مزار بريد وکړ


رپورټ : فضل الرحمان زاهد


پېښور _ پښتونخوا
 


نن سهار په ساخت کښې د پښتنو د صوفي شاعر عبدالرحمان بابا په مزار يوه بمي چاؤدنه اوشوه ـ په مزار کښې پروت هر يو څيز ټوک ټوک اؤ ذرې ذرې شولو ـ 
 


د خبر مطابق سحر وختي ځنې نامعلومه شرخوښونکو دلته يو پنځه کیلو وزني بم اېښودے وۀ چې په يو غټ درز سره اوچاودو ـ  
 


هر څو چې د آبادۍ بنياد سلامت پاتې شوے دے ، په دې کښې پراته هر څه تس نس شوي دي اؤ په ديوال کښې ئې يو غټ سورے هم جوړ کړے دے ـ 
 


د رحمان بابا په مزار د پښتونخوا د پخواني وزير اعلے خدائې بخښلي امير افضل خان په وخت کښې کار پېل شوے وۀ اؤ ايله اوس اوس څو مياشتې وړاندې د افغانستان د حکومت په مرسته ددې سرسڼه سر ته رسيدلې وه ـ 
 


په دې اړه نن سحر په باچاخان ريسرچ سنټر کښې يوه هنګامي غونډه هم اوشوه چې مشري ئې د باچاخان ريسرچ سنټر ډائريکټر ډاکټر فضل الرحيم مروت کوله ـ په دې غونډه کښې د نورو نه علاوۀ نوموړي شاعر اؤ د پښتون مجلي مشر ايډيټر ښاغلي رحمت شاه سائل ، ليکوال مشتاق مجروح يوسف زئې ، ځلان مومند ، فضل الرحمان زاهد ، امجد شهزاد اؤ عبدالله اؤ قاضي حضور الله هم شرکت درلود ـ 
 


په غونډه کښې په دې واقعه د زړه د تلۀ افسوس اوشو دا ئې يو ډېر ناوړه کار اوبالۀ ـ  
 


په اجلاس کښې رحمت شاه سائيل وويل چې دا چاؤدنه يواځې د پښتون صوفي شاعر په مزار نه ده بلکه دې دا سوال پېدا کړے دے چې په سيمه کښې د پښتنو نور تاريخي اؤ مقدس مقامات په څه حال کښې دي ـ 
 


دوی زياته کړه چې که ګډ وډۍ اؤ اړي ګړي دا کار داسې جاري اوساتل شي نو دا به يواځې په پښتنه سيمه خپل اغېز نه پرېباسي بلکه په منطقه کښې به هيڅ يو مقدس ، تاريخي ځائې هم په امن پاتې نه شي ـ 
 


(( د رحمان بابا په مزار چاؤدنه به اخر ناخر د بللهے شاه  ، داتا دربار ،  بټهائي اؤ نور مقدس ځايونه هم په خطره کښې واچول ـ


د ستر عارف او صوفي شاعر عبدالرحمن بابا په مزار کښي چاودنه د ستر عارف او صوفي شاعر عبدالرحمن بابا په مزار کښي چاودنه د ستر عارف او صوفي شاعر عبدالرحمن بابا په مزار کښي چاودنه د ستر عارف او صوفي شاعر عبدالرحمن بابا په مزار کښي چاودنه د ستر عارف او صوفي شاعر عبدالرحمن بابا په مزار کښي چاودنه د ستر عارف او صوفي شاعر عبدالرحمن بابا په مزار کښي چاودنه


د لراوبر افغانستان البونه


د ستر عارف او صوفي شاعر عبدالرحمن بابا په مزار کښي چاودنه د ستر عارف او صوفي شاعر عبدالرحمن بابا په مزار کښي چاودنه د ستر عارف او صوفي شاعر عبدالرحمن بابا په مزار کښي چاودنه د ستر عارف او صوفي شاعر عبدالرحمن بابا په مزار کښي چاودنه د ستر عارف او صوفي شاعر عبدالرحمن بابا په مزار کښي چاودنه د ستر عارف او صوفي شاعر عبدالرحمن بابا په مزار کښي چاودنه


د پښتو ژبې د نوميالي صوفي شاعر حضرت رحمان بابا مزار، چي د پېښور په هزارخوانۍ کې واقع دى،


 



  د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلاميه


نن زموږ د فرهنګ او تاريخ دښمنانو زموږ پر يو بل تاريخي وياړ يرغل وکړ او په پېښور کې يې د رحمان بابا عليه الرحمه مقبره په چاوديدونکو موادو ويجاړه کړه.


د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه ناوړه عمل په کلکه سره غندي خو له دې سره لرو او بر، وياړمن افغان ولس ته دا ډاډ هم ورکوي چې دغه ډول بې غيرته حملې زموږ د تاريخ پر زرينو پانو ګرد نه شي غورزولای.


د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  چې د رحمان بابا  مقبره په ښکلې بڼه او قيمتي ډبرو جوړه کړې وه دېته ژمن دی چې د ستر رحمان بابا د مقبرې د بيا رغولو چارې به بيا هم په غاړه واخلي.


په درناوي


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مطبوعاتي دفتر











د افغان ولسمشر حامد کرزي د خواشينۍ پيغام


 


د ستر عارف او شاعر عبدالرحمن بابا په مزار کي د چاودني په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس د خواشينۍ پيغام :


 


نن يو ځل بيا د افغانانو د دين ، علم ،ادب او تاريخ دښمنانو يو نا بخښونکي جنايت تر سره کړ .د سولي ،عرفان او بشردوستۍ د ستر شاعر عبدالرحمن بابا مقبره چي د خداى د دوستانو زيارت ګاه وه ددغه دښمن له خوا منفجره کړاى شوه .


زه دغه عمل په کلکه غندم او دا د سيمي د مسلمانو ولسونو پر ضد د دسيسي ادامه بولم کومه چي متاسفانه له ډيري مودي راهيسي يي په اور کي دا ولسونه کړيږي .


ددغه سيمي د ماشومانو مکتوبونه سوځول ،د دوى تاريخي او ادبي افتخارات له منځه وړل او داسي نور اعمال ددي لپاره ترسره کيږي چي ددي ولس تاريخ او هويت نابود شي .


خو د لوى خداى په مرسته به دا دسيسي ناکامه وي ،لکه څنګه چي د رحمان بابا د مزار په ورانولو د رحمان بابا نوم او آثار له منځه نه ځي او د تل لپاره به ژوندي وي .


 حامد کرزی



په اروپا کښي د افغاني کلتوري ټولنو د جرګي اعلاميه


په ډېري خواشينۍ سره مو د ډله ييزو رسنيو له لاري خبر ترلاسه کړ، چي د ټولو اسلامي، انساني او مدني اصولو او ارزښتونو خلاف د پښتو ژبي د ستر، متصوف او خوږ ژبي شاعر عبدالرحمان بابا مزار د پېښور په هزار خواني کي په بمونو الوزول شوی دی. په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو جرګه دغه کړنه د افغانانو د تاريخ ، ملي هويت، ژبي ، کلتور او فرهنګي وياړونو پر وړاندي د پراخو دسيسو د لړۍ يوه کرغېړنه هڅه ګڼي او هغه د انسانيت او مدنيت پر ضد د يوه وحشيانه عمل په توګه په کلکه غندي.


موږ له لراوبرو افغانو څخه غوښتنه کوو، چي دغه ډول هڅو ته د خپلي ملي بقا پروړاندي د يوه جدي ګواښ په سترګه وګوري، د افغانانو د ملي او تاريخي هويت پر ضد د هرډول دسيسو پروړاندي راويښ شي او د هغو د شنډولو لپاره په ګډه هلي ځلي وکړي.


زموږ په اند د اسلامي او انساني ارزښتونو د دغو دښمنانو پر وړاندي تر ټولو غوره غبرګون او ځواب دا دی چي موږ خپل ملي او فرهنګي مورچلونه پياوړي کړو، د لوی خوشال بابا او رحمان بابا د ارمانونو لپاره خپلي هلي ځلي سره همغږي کړو او دا خبره په ياد ولرو، چې:


يا به يو کېږو ، ګني ورکېږو!


موږ له ټولو افغاني فرهنګي مؤسسو، ټولنو، ادارو او مرکزونو څخه غوښتنه کوو چي لاسونه سره يو کړي، د سترعبدالرحمان بابا مزار ترپخوا لا په ښکلي او شانداره  بڼه ورغوي، نه يوازي د عبدالرحمان بابا مزار بلکي د خپلو ټولو فرهنګي ميراثونو او وياړونو د ساتني لپاره اغېزمن ګامونه اوچت کړي او د لوی افغانستان په ګوټ ګوټ کي او همدارنګه د نړۍ په هره برخه کي چي افغانان اوسيږي، د ستر عبدالرحمان بابا په نامه لويي مشاعري او غونډي جوړي کړي. موږ د افغانستان او لري پښتونخوا پر حکومتونو غږ کوو ، چي زموږ د فرهنګي ميراثونو پروړاندي خپل مسووليتونه په سم ډول سمبال کړي او د هغو د ساتني لپاره  ډاډمن ګامونه اوچت کړي.


په درنښت


د جرګي مشرتابه شورا



 


د بلخ فرهنګيانو د رحمن بابا پر مزار شوئ بريد وغندئ


احساس


د بلخ  فرهنګيانو د تېرې جمعې په ورځ د پښتو ادب ستر صوفي شاعر عبدالرحمن بابا پر مزار شوى بريد وغنده.


د بابا په اړه جوړه شوې غونډه كې چې د دغه ولايت په مركز (مزارشريف) كې ترسره شوه، د مومند بابا او ام البلاد ادبي بهيرونو غړو، يوشمېر فرهنګيانو او مخورو مشرانو برخه اخيستې وه.


غونډه د  قرانكريم د څو مباركو ايتونو، د مجيب الرحمن لحاظ او بريالي جلالزي په ويندويي پيل شوه.


د غونډې مشر مېلمه اينجينر هدايت الله عمر او كوربه بشير احمد فياض وو.


د غونډې په پيل كې  د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي مشر حاجي عبدالستار اسجق زي د بابا پر مزار شوى بريد وغنده، نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ كې ورانكاري د ټولنيزو ارزښتونو درناوي ته وبلل.


د غونډې په اوږدو كې د بلخ ولايت بېلا بېلو شاعرانو د بابا په اړه ليكل شوي شعرونه او ادبي ټوټې ولوستې.


د غونډې په پاى كې د دواړو بهيرونو غړو پر لرو پښتنو د بابا او د نورو ورته درنو افغانانو د مزارونو د ساتنې غږ وكړ او له افغان حكومت څخه يې د رحمن بابا د مزار د بيا رغولو غوښتنه وكړه.


 



 


 په بلجیم هیوادکښي دافغان کلتوری بهیرغندنلیک


پوهنیارسیدحضرت
درحمان بابا (رح) پرمزاربریددټولوافغانانواوپښتنوپریاړونوبریددی
 
ډیروګرانوهیوادوالو، پروطن مینولراوبرمېشتوپښتنواوافغانانو
په ډیره خواشینئ مودرسنیوله لاری خبرترلاسه کړچه په پېښورکې دپښتوژبی دعارف اوصوفی شاعررحمان بابا(رح) مزاراوزیارت داسلام، افغانیت، پښتنولئ، کلتور
اودپښتنواوافغانانودتاریخ اوویاړونوددښمنانولخوادروان 2009عیسوی کال دمارچ په پنځمه په بمونو والوزاول شو چه ددې نه بښونکي جنایت لامله دزیارت ډیره برخه زیانمنه شویده
چه دې سترجنایت دهیواد، سیمې او نړئ په کچه ئی دټولوبااحساسه اوبادرده پښنتواوافغانانوغبرګونونه اوغوسې راپارولی دی
په بلجیم کی افغان کلتوری بهیرهم په خپل وارسره داسترجنایت غندی اوعاملینو ته ئی دسختې سزا غوښتنه کوی ځکه دا بې غیرته عمل هیڅ ډول اسلامی، افغانی او انسانی توجیه نلری
دې بې غیرته او جاهله کسانودیوداسې صوفی،عارف اوپښتون دخدای ملنګ مزاراوزیارت دړنګولوهڅه کړبده چه خپل ژوند ئی یوازی اویوازی داسلام دمقدس دین اودپښتون قوم اوپښتنولئ د
ارزښتونوپه شعری بڼه په بیان تیره کړیده. که درحمان بابا(رح) شعری کلام ته وکتل شی نولیدل کیږی چه ډیره برخه ېی داسلام ، تصوف اوپښتونولئ بیان دی. نوچه داسی ده نوبیا ولی یی مزار
په بمونو والوزول شو؟ اودابه دچاکاروی؟
په بلجیم هیوادکی افغان کلتوری بهیرباورلری چه داداسلام دښمنه، پښتون دښمنه اوافغان دښمنه کړیودکلتوری یرغل یوه برخه ده چه په یووخت کی یی دڅوخواوو څخه افغانانو او پښتنو ته څوکې
تېرې کړی اودکینې په توره غواړی دافغانانواوپښتنو دویاړونوزړونه وڅیری.چه بیلګې یی دلته په هرات کی دتاریخی آثاروله منځه وړل اوغلاکول اوهلته دپښتون اوافغان شاعرمزاراوزیارت په
بمونو الوزول دی
زموږټولنه باورلری چه داډول بی غیرته کړنې به هیڅکله هم ونه شی توانیدلای چه دافغانانواوپښتنوهویت اوپیژندنه له خنډونوسره مخامخ کړی ځکه افغانان اوپښتانه دیوی  تربلې ورځې دخپل
.هویت اوپیژندنې لاپراخیدو ته لانوراونورژمن کیږی
په پای کې په بلجیم کی افغان کلتوری بهیر پداسی حال کی چه دتاریخ پدی نازکو شیبوکی دلوی څښتن تعالی دربارته دافغانانواوپښتنودیووالی لپاره ددعا لاس پورته کوی، لراوبرافغانانواوپښتنوته دسوال
      لمن غوړوی چه خپلمنځی دښمنئ اواختلافات هیرکړی اوپرځای یی دیوې واحدې موخې یعنی دافغان اوپښتون دیوکیدولپاره په ګډه کاروکړی اودخپل تاریخ اوویاړونوپه ساتنه کې رښتینی ګامونه واخلی
 
 په افغانی اوپښتنی مینه اودرنښت
 
په بلجیم کی دافغان کلتوری بهیرپه استازیتوب
پوهنیارسیدحضرت
بروسل ښارـ بلجیم
sshazrat@hotmail.com
sshazrat@gmail.com


 



 دافغانانو دانتيګراسيون او کلتور ټولنې غبرګون


ذاکر برميال


وړمه ورځ داتريش په پلازمينه ويانا کې د افغانانو دانتيګراسيون او کلتور ټولنې په خپله ټوليزه غونډه کې دلوی افغان صوفي شاعر ملنګ عبد الرحمن بابا په مزار  غلچکی بريد په سخته وغندلو.د همدې ټولنې د ښځو څانګې چې د ښځو نړيواله ورځ يې لمانځله هم دعبد الرحمن بابا په مزار بمي بريد وغندلو،او لر او بر افغانانو ته يې د زغم هيله څرګنده کړه.
يادونه وشوه چې دا بريد دلر بر افغانانو ملي کلتور او فرهنګي وياړونو ته سپکاوی او ګواښ دی د باباپه  افکارو کې د سولې،مينې او سپڅلتيا ډيوې به د افغانانو په زړونو کې تل روښانه وي دټولني ټول غړي چې په دې بريد ويرجن او غمجن و د ټولو افغاني کلتوري،فرهنګي او مدني ټولنو څخه غوښتنه وکړه چې په ګډه د دښمنانو دغسې کړنۍ او هڅې په لوړه کچه شنډې او وغند ي.
 او له افغان چارواکو يې وغوښتل چې د تیر به څير د مزار په بيا ودانولو کې رغنده برخه واخلي.
د افغانانو دانتيګراسيون او کلتور ټولنه ،اتريش ويانا
 


په اروپا کي د میشته افغانانودټولنوفدراسیون   اعلامیه

لایدن، 6 مارچ 2009


درحمان بابا په زیارت کی چاودنه، دISI لخوادافغانستان دخلکوسره دکلتوری جگړ ه یوه برخه ده!


د آزادۍ راډيو خبر وركړ، چي د پښتو ژبي داولسمی پیړ ی نامتو تصوفی شاعر عبدالرحمان بابا (رح) په زيارت كي څلور چاودني شوې د ي ، چي دزیارت تعمير ته يې سخت زيان رسولى دئ.. دفارومشرتابه هیأت دافغانستان او ټولو پښتنو دمعلوم الحاله د ښمنانودغه ناو ړه عمل په کلکه غندی . رحمان بابا دپښتوژبی هغه پیاو ړی شاعر ده چه هرافغان ماشوم د ښوونځی په لمړیو کلونوکی دده داشعار وسره آشنا کیږ ی اودژوند تر آخره پوری یی دبابا اشعارچه دمینه اوسولی لو ړتبارز د ي، پخپل حافظه کی یی ساتی. دبابا مزارچه دپیښورپه هزارخوانۍ سيمه کې  جوړشوی وه، په عنعنوی  ډول دده دمرگ نه راپدی خوا دهرې جمعې دماسپښين او مازيګر ترمنځ زيارت ته څېرمه دملنګانو په دېره کې درباب منګي محفل ښه پکښې روان وي او شوقي سندرغاړي چې ځانونه ملنګان بولي دبابا غزلې په ترنم کې وايي. درحمن بابا اشعارپه اوسنی افغانستان  کی هم د ځینی خانقایی اوقوالی سندرغا ړو لخوا ویل کیږی.  درحمن بابا مقام دپښتوژبی په ادبیاتو کی ډ یر لوړ بلل کیږ ی له همدی کبله د رحمان بابا په زيارت  حمله ،  لر او بر افغانانو ته لویه سپکاوی ده. 
د رحمان بابا د زيارت چاودنه  په افغانی کلتوری میراث باندی لمړ نۍ یرغل نده. دافغانستان پر ضد کلتوری جنایتونه چه زمونږ گاوندی هیوادونه ، په تیره بیا پاکستان او ایران پکی برخه لری،  په 2001 کال کی دبامیان دلوی مجسمي دله مینځه و ړلو سره خپل اوج ته ورسیده. اوس اوس ، طالبان د ISI په اشاره دافغانستان په سویلی اوسویلختیځ  کی زمونږ ښوونځي باندی اور لگوی ، زمونږ ښوونکی وژنی . له بلی خوا څخه ایران دهرات اونور لویدیزولایتونو دبا ارز ښته  تاریخی آثارو په چپاول اوتخریب بوخته ده. دایران سره ملگری مافیا منقول تاریخی آثارداسلامی جمهوریت داستخباراتو په اشاره ایران ته و ړی اوغیرمنقول شیان ماتوی . 


پاکستان او ایران  له یوی خوا څخه مونږ دکلتوری بڼه خلع سلاح کوی اودبلی خوا څخه  خپل کلتوری یرغل ته پراختیا ورکوی. دوا ړ ه گاوندیان دافغان دحکومت دکمزوری نه  گته پورته کوي. دافغانانو دلوی شاعررحمان بابا په زیارت باندی دپښنودد ښمنانویرغل،  ددغه جگړ ه یوه برخه ده. 


“دفارودکلتوری چاروکمیته



FAROE, Post Box 707,   2300 AS,   Leiden,   www.afghandiaspora.org,    




دانجنير شير ساپي رالېږنه
 
د اسلام پیغمبرحضرت محمد صلی الله علیه وسلم د مبارک میلاد تل یاد په مناسبت د رحمان بابا مناجات :


که صورت د محمد نه وای پيدا                        پيدا کړې به خدای نه وی دا دنيا
کل جهان د محمد په مخ پيدا شو                     محمد  دی د تمام جهان  ابا
نبوت په محمد باندې تمام شو                       نشته پس له محمده انبيا
نور هاله د محمد وه په جهان کې                      چې بوی نه وه د ادم او د هوا
په صورت کې اخرين دی پيدا شوی                  په مانا کې اولين دی تر هرچا
خدای يې مه ګڼه بېشکه چې بنده دی                نور يې کل واړه صفات دي په رښتيا
که نبي دی، که ولي دی که عاصي دی                محمد دی د همه واړو پېشوا
چې يې دين د محمد دی قبول کړی                    حبشي دی، که فاسق دی که تارسا
محمد د ګمراهانو رهمنا دی                            محمد دی د ړندو د لاس عصا
که رڼا ده پيروي د محمد ده                            که نه نشته په دنيا بله رڼا
محمد د بې چاروو چاره ګر دی                         محمد دی هر دردمند لره دوا
زه “رحمان ” د محمد د در خاکروب يم               که مې خدای نه کا له دې دره جدا



درحمان بابا زاهدي د ریا زاهدي او خود نمائي زاهدي نه وه چه تر خرقې لاندي د خدای مخلوق ته دام وغوړوی، په زړه یوڅه په خوله بل څه وي .


دين ئې دام وي د دنيا په لار كښي ایښي
پـرې را اړوي وحشيـــان د مخـلوقـــات     


رحمان بابا له داسي زاهدۍ څخه توبه باسي :
 
د ريا له زاهــــــــــدۍ ځمــــــا تــوبــه ده
چه ئې كاندي څوك په رسم او په عادات



دي زاهد وو مگر نه تش د خرقې زاهد .


د ريا خرقه ئې خداي مكړه په غاړه   
رحمـان كوږ دستارتـړلي قـلنـدر دي 
 
ارواح ښاد عبدالرؤف بـينـــــــوا وایي :


رحمان بابا مقام له دینه ډیر اوچت دي چه دي کومي خاصی قبیلی یا کوم خاص ټبر ته منسوب شي ،  ځکه چه لوي او حقیقي شاعران بين الانساني شخصیتونه لري . رحمان بابا هم دټولو انسا نانو دي خوبیا په خاص طورد ټولو پښتنو بابا دي . دی پخپله هم ځان کومي قبیلې ته نه منسوبوی وایي :


زه عاشق یم سر و کار می دي له عشقه
نه خـلیـل، نه داودزی یـم، نه مومنـــــد


د رحمان بابا معنوي منزلت د هغه دمزار په ړنګولو نه کمیـږي ،  د رحمان بابا کلام په سحـر ئـې د پښـتـنو د زړونو عا لم تسخیر کړي او دهر پښتانه د زړه په تخت ناست پاچهی ئې کړې ده لکه چه رحمان بابا وایي :


دپالنګ اود پیړۍ حاجت ئې نشته    دیارانو نشستن د زړه په تخت دي  
د رحمان بابا  مزار به بیا جوړ شي ، د انسانیت دښمنان به شرمېدلی پاتې وي .


ټیپ کونکی : انجنیر شیر ساپی 
د رحمان بابا دیوان ، مصحح مدون او مقابله کونکی عبدالرؤف بینوا


۱۳۲۶ هـ ، ش / ۱۹۴۷ ع


د  هیواد افغانستان  ملي ویب پاڼه
http://www.hewad.com





د رحمان بابا د مزار د الوزولو په مناسبت د خوشال خان خټک اروا د رحمان بابا له اروا پوښتنه کوي : ایا ټول پښتانه مړه دي؟ 



سرچینه : د پاکستان ډیلي ټایمز – کارتونیست : زهیر

Copyright Larawbar 2007-2024