كه رښتيني هلي ځلي وي نو ويجاړۍ ودانېدلى شي
ميدان وردګ دري کاله مخکي دامنيت او بيارغوني په هنداره کښي :
دري کاله مخکي په ميدان وردګو ولايت کي هغه مهال د لومړي ځل لپاره د بيارغوني چټک بهير په عملي توګه پيل شو ، چي کله عبدالجبار نعيمي دي ولايت ته د والي په توګه ور وپېژندل شو .
نعيمي په داسي حال کي دي تش په نامه ولايت ته ورغى، چي خپله يي د ځان لپاره په دي ولايت کي کاري خونه ، نه درلوده ، نوري اسانتياوي خو لا پرځاى پرېږده ، خو د نوموړي ټينګ عزم ، ښه پلان ، اداري کنټرول ، ولسي ملاتړ او ځوان طبعيت ددي لامل شو ، چي دغه ولايت له هغه حالت څخه را وباسي او د هېواد په کچه يي وځلوي .
نعيمي تر هرڅه اول د يادشوي ولايت لومړيتوبونه پيدا او بيا يي په نه ستړي کېدونکيو هلو ځلو پيل وکړ ، چي د سهار له اتو بجو څخه د ماخوستن تر اتو بجو پوري يي کاري مهال ويش برابر او بيا يي له دولتي بوديجي پرته ، خيريه موسسو ، سفارتونو، ملي سوداګرو او ځينو هېوادونو ته ددي ولايت د جوړوني په موخه لاس وغځاوه او په ډير لږ وخت کي هغه په دي وتوانېده، چي خپل بيارغونيز پلان ددي ولايت له مرکزه، چي هغه مهال تش په نامه ميدان ښار و، ددي ولايت تر اتو لري پرتو ولسواليو پوري په مساويانه توګه وغځوي او هلته د ولس په خوښه اړيني پروژي پيل کړي .
نعيمي مخکي له دي چي ددي ولايت په ولسواليو کي کار پيل کړي ، لومړى يي خپله ټولو ولسواليو ته د ولايت د نورو ادارو له مسوولينو سره يوځاى سفرونه پيل کړل ، هلته يي د سيمي له خلکو سره له نږدي د هغوي په اړتياوو بحث وکړ ، د هغوي اړتياوي يي لست کړي او بيا يي د هري ولسوالۍ د اړتياوو په اساس هلته د بيارغوني بهير ، چي دي والي به هر کله خپله تري څارنه کوله، پيل کړ .
بيارغونه :
نعيمي لومړى په ميدان ښار کي د ټولو رياستونو لپاره ودانۍ جوړي کړي ، هغه يي په ميزونو ، څوکيو کمپيو ټرونو او نورو اسانتياوو سمبال کړي ، بيا يي د ميدان ښار داخلي ټول سړکونه قير او پلي لاري يي پخي کړي ، د ميدان ښار زړي او خټيني هټۍ يي ونړولي او پرځاى پاخه مارکېټونه او هټۍ جوړي کړي ، د ښار واټونه يي ددي ولايت د ملي شخصيتونو لکه غازي محمدجان ،ډاکټر عبدالوکيل او نورو په نومونو ونومول او د ډاکټر وکيل د خدمتونو په وياړ يي يو زړه راښکوونکى څلى چي د مڼي نښان يي پر سر دى جوړ کړ .
په ميدان ښار کي ، چي مخکي به په کي د څښاک اوبه نه پيداکېدي ، هلته د اوبو يوه پراخه شبکه جوړ او ټول ښار ته يي د اوبو نلکي وغځولي .
ددي ترڅنګ يي په دي ښار کي ښه تفريحي پارکونه جوړ کړل او په زرګونو ډول ډول زينتي ګلان او نوري وني يي په کي کېښودلي او د ميدان ښار د څو جوماتونو د جوړوني او رغوني ترڅنګ يي د ميدان ښار پخوانى جومات د عثماني امپراتورۍ د ډيزاين په ډول ورغاوه .
په لومړي ځل يي په دي ولايت کي د ځوانو لوبغالو د تندي د ماتېدو په موخه يو ښکلى لوبغالى، چي د ټولو لوبو اسانتياوي په کي شته، جوړ او ترڅنک يي د تنکيو ماشومانو لپاره يو تفريحي پارک هم نوى ودان او د هغوي د لوبو په سامانونو يي سمبال کړ .
د ميدان ښار روغتون ته يي پراختيا ورکړ او د ناروغانو د درملني څانګي او بسترونه يي زيات کړل او د معتادينو د درملني لپاره يي يو سمبال روغتون پرانېست .
د ښځو لپاره يي د يوه عصري بڼ د بنسټ ډبره کېښوده او ټاکل شوي وه ، چي دا به يواځي تفريحي پارک نه ، بلکي د ښځو لپاره د لاسي صنايعو ، ديني زده کړو او د خرڅلاو توکيو اسانتياوي هم په کي وي .
همدارنګه يي په لومړي ځل په ميدان ښار کي د کرني مسلکي لېسه جوړه او په فعاليت يي پيل وکړ او يو باب دارالمعلمين يي هم جوړ کړ، ترڅو په دي برخه کي د ولايت پياوړي کدرونه وروزي او د ښوونکيو د کمښت ستونزه حل کړي .
د ميدان ښار په يوه اړونده سيمه کي د ٥٠٠ ټنه ميوي د ساتني په موخه سړه خونه هم جوړه شوه، ترڅو د سمي بڼوال خپلي تازه ميوي په کي وساتي او په مناسب وخت کي يي بازار ته وړاندي کړي .
نعيمي څه باندي دري زره هغو ناصرو کوچيانو ته د کورنو نومري هم ورکړي ، چي د بي کورۍ د نشتوالي لاسه به ټول عمر د هېواد په يوه اوبله سيمه کي په غرونوکي سرګردانه ګرځېدل او بيا به هم ځينو غير پښتنو قومونو په هغو غرونو کي هم نه پرېښودل او يو او بل تور به يي پري لګاوه، دي بااحساسه والي دغه په زرګونو کورنۍ په ميدان ښار کي د کورخاونداني کړي او بيايي خيريه موسسي دي ته وهڅولې، چي له دي کورنيو سره د سرپناه د جوړولو په برخه مرسته وکړي ، چي همداسي وشول .
د نعيمي په زيار سر ددي ولايت د شيخ اباد له سيمي ، چي د سيداباد ولسوالۍ اړونده ده د لوګر تر بره کي برک پوري د تنګي په نامه د دري سړک قير شو ، د اونخي په نامه د بلي دري سړک ، چي ١٩ کيلومتره اوږدوالى لري د قيرکولو کار يي پيل شو ، د چک ولسوالۍ د ٢٤ کيلومتره سړک د جوړولو او قير کولو کار هم پيل شو ، چي ترډيره قير شوى دى او لايي کار دوام لري ، د ميدان ښار _ باميانو د لويي لاري د قير کولو کار هم چي يواځي د ٥٤ کيلومتره په اوږدوالي ددي ولايت له جلريز ولسوالۍ څخه تېريږي پيل شوى ، چي لا اوس هم دوام لري .
نعيمي ددي ولايت د اتو ولسواليو ، جغتو ، دايميرداد، چک ، سيداباد، نرخ ، جلريز، د بهسودو لومړۍ حصه او بهسودو د دوهمي حصي د ټولو ولسواليو، امنيه قوماندانيو ودانۍ په اساسي ډول جوړي او هم په کي ولسوالانو او امنيه قوماندانانو ته په کي پاخه کورونه ودان شول .
د چک د برېښنا د بېرته رغوني په موخه له جرمني سره د شپږ ميليون يورو په لګښت يو تړون لاسليک شو ، چي له بدمرغه تراوسه يي د جوړوني چاري نه دي پيل شوي .
ددي بيارغوني ترڅنګ د کليو د پراختيا وزارت لخوا د نعيمي په هڅو نږدي ٢٠٠٠ لويي او وړي پروژي منظوري شوي ، د نږدي ١٥٠٠ پروژو کار بشپړ شو او نوري تر کار لاندي وي ، په سيداباد ولسوالۍ کي يوه سړه خونه ، چي د ١٠٠٠ټنه تازه ميوي ظرفيت لري جوړه شوه او په څنګ کي يي ٣٠ نوري وړي خوني د کليو په کچه جوړي شوي .
ددي ټولو يادو شويو پروژو ترڅنک چي د عبدالجبار نعيمي په دري کلنه موده کي چي په ميدان وردګو ولايت کي د سلګونو ميليون ډالرو په لګښت بشپړي شوي دي ، داسي نوري په لسګونو پروژي هم شته ، چي يادول يي زيات وخت نيسي.
نعيمي به هرکله د کال له نوي کېدو يوه مياشت مخکي د ولايت په کچه د بيارغوني پروژي او د هغو لپاره به يي لګښت اعلان کاوه او بيا به د نوي کال له پيل سره په عملي توګه په دي پروژو کار پيلېده .
نعيمي يو شمېر هغه موسسي او شرکتونه له دي ولايت څخه وشړل ، چي د کارونو کيفيت يي خراب و او يابه يي خرابه کيفيت لرونکي تعميراتي مواد کارول .
امنيت :
د نعيمي په نږدي دري کلنه دوره کي د والي ، ولسوال ، امنيه قوماندان او نورو دولتي چارواکيو په ګډون ددي ولايت هري ولسوالۍ ته سړى په ډاډه زړه تللى شواى ، د يوه کال امنيتي پېښي به د ګوتو په شماري وي ، هغو به هم زياته جنايي او شخصي بڼه درلوده .
په دي دري کلنه دوره کي هيڅ بهرنيو ځواکونو کومه سيمه بمبار نه کړه، نه يي د چا پر کور جال وغوړاوه اونه يي په خپل سر څوک بوتلل او نه ورته دي والي اجازه ورکوله ، چي بهرني ځواکونه دي په يوه او بل نامه د سيمي اوسېدونکي وځوري ، ونيسي ، بمبار يي کړي او يايي کورونه تلاشي کړي .
نعيمي په خپله دوره کي په زرګونو ميله درنه او سپکه وسله او په زرګونو ټنه ډول ډول مهمات د ډي ډي آر او ډاياګ پرګرامونو ته وسپارل .
دي والي د ميدان وردګو دوه امنيه قوماندانان ، د خيانت ، بډو اخيستو او د ولس د ځورولو په جرم له دندو ګوښه او د يوه تن دوسيه خو يي ان څارنوالۍ ته هم ولېږله او په دي اقدام کي يي هيڅ زور او فشار ته غاړه کښېنښوده .
د نعيمي هڅه دا وه ، چي په هر ډول چي وي بايد د ټوپک پرځاى له مخالف سره خبري وشي او هغه د خبرو له لاري دي اړوېستل شي ، چي له مخالفته لاس واخلي او خپل عادي ژوند وکړي .
د ياد شوي والي په دوره کي د هري ولسوالۍ پوليسو کولاى شواى، چي د خپلي ولسوالۍ په هره اړونده سيمه کي مجرم ونيسي او يا تورن کس ولسوالۍ ته جلب کړي ، خو اوس دا چاره د خوب ليدل دي .
معارف :
نعيمي له پوهني سره زياته مينه درلوده او هرکله به يي له ښوونکيو او زده کوونکيو سره ځانګړي غونډي جوړولي ، نو له همدي امله وه ، چي ددي ولايت معارف ته يي زياته پاملرنه کوله او ددي ولايت هغو لسکونو ښځينه او د هلکانو ښوونځيو ته يي داسي پخي او اساسي ودانۍ د ميليونو ډالرو په لګښت جوړي کړې، چي په ليدو يي د هر زده کوونکي د زده کړي مينه يو په څلوره کوله ، دغه راز يي ددي ولايت هغو لري پرتو سيمو ته په لسګونو نور ښوونځي منظور کړل ، يوشمېر لومړني ښوونځي منځني او منځني يي په لېسو بدل کړل .
ددي ولايت له زياتره ديني مدرسو او دارالحفاظونو سره به يي ځانګړي نغدي او د خوراکي توکيو مرستي کولي ، له ښوونځيو او مدرسو به يي هرکله ليدنه کوله .
کوښښ يي کاوه، چي د ديني مدرسو طالبانو ته په ميدان وردګو ولايت کي داسي د زده کړي شرايط برابر کړي ، چي بل هېواد ته د تلو لپاره زړه ښه نه کړي .
علماوو، جهادي قوماندانانو، مخورو او ځوانانو سره اړيکي :
نعيمي به تل زياروېسته چي ددي ولايت له يادو شويو طبقو سره نږدي ، باوري او ښي اړيکي وساتي او د هغوى په مشوره ، مرسته او ملاتړ ددي ولايت دبېلابېلو سيمو ستونزو ته د حل لار ولټوي او هغوي د ستونزو په حل کي له ځان سره همکار کړي .
ده به تل له دوي سره ناستي کولي او پرځاى مشوري به يي تر اخيستي ، زياتره شخصي شخړي او ياننګوني به يي په دوى حل کولي .
علما يي د ولس د عامه پوهوني په برخه کي ډير ګټور بلل او د هغوي يي زيات درناوى کاوه، د ټول ولايت په کچه يي ددي ولايت د اړوندو سيمو د سلګونو مشهورو علماوو يوه ستره شورا جوړه کړي وه ، دغه راز يي د قومي مشرانو او جهادي قوماندانانو شوراوي هم درلودې، چي ددوي په وسيله يي د ولس او دولت ترمنځ هرډول واټن لري کړى و او هغه مهال خلکو دولت خپل ګاڼه .
فرهنګي هڅي :
نعيمي هغه والي وو ، چي په ميدان وردګو ولايت کي يي د مڼي ګل دوديزه مشاعره راژوندۍ او د ولايت له کچي څخه يي د هېواد په کچه کړه ، لومړى کال يي د مڼي ګل مشاعره په چک ولسوالۍ کي د زرګونو مېلمنو او سيمه ييز وګړيو په ګډون ، چي وزيران او وکيلان هم په کي شامل وو ، جوړه کړه، دويم کال مشاعره يي په شيخ اباد کي بياد زرګونو تنو په ګډون ، چي لوړپوړيو دولتي چارواکي هم په کي وو، جوړه کړه او درېيمه مشاعره يي په ميدان ښارکي جوړه کړه چي بيا هم په جوش سره بدرګه او په پاى کي د ډاکټر وکيل د څلي بنسټ هم کېښودل شو ، دغه راز نعيمي ١٢ خپلواکي فرهنګي ټولني جوړي کړي او هغه يي په ټولو وسايلو سمبال کړي ، دهدف په نامه يي اونيزه له چاپه راووېسته ، په سيداباد ولسوالۍ کي يي يوه سيمه ييزه راډيو فعاله کړه اوديوي بلي راډيو او تلويزيون د جوړېدو هڅي يي هم پيل کړي ، په ولايت کي يي يو کتابتون پرانېست او له سيمه ييزو خبريالانو او ليکوالانو سره يي مياشتني ناستي هم پيل کړي او دهغوى نيوکي او وړاندېزونه يي په ورين تندي اورېدل ، د ميدان وردګو په نامه يي يوه ويب پاڼه هم جوړه کړه چي ددي ولايت په اړه به په کي خبرونه ، معلوماتي ليکني او نور مسايل خپرېدل ، د مڼي ګل د درېواړ مشاعرو ټول شعرونه يي د کتابونو په بڼه چاپ کړل او دغه راز يي په دي ولايت کي ١٧ تاريخي سيمي هم کشف کړي ، چي په نرخ ولسوالۍ يي د الغتا په نامه ښارګوټ ، چي نږدي دوه زره کاله لرغونوالى لري ښه بلګه ده .
عدلي او قضايي پروژه :
نعيمي هڅه وکړه چي بايد د ميدان وردګو ولايت عدلي او قضايي چارو ته اساسي پاملرنه وشي ، نو له همدي امله يي د امريکا د سفارت په مرسته په دي ولايت کي د قاضيانو، څارنوالانو او جنايي کارکوونکيو په روزلو پيل وکړ .
دغه راز يي د څارنوالۍ او محکمي ودانۍ نوي په اساسي توګه جوړي کړي او د چارو د سمون په موخه به هره مياشت غونډي کېدي .
د ولايتي بيارغوني ډلي مېشت کېدل :
په لومړي ځل او د نعيمي په هڅو سره په دي ولايت کي د ترکيي ولايتي بيارغوني ډله مېشته شوه ، چي ددي ولايت بيارغوني او جوړوني ته يي ځانګړى رنګ ورکړ .
نعيمي ددي ولايت د پرمختيا په اړه د ترکيي له ولسمشر سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ په ميدان ښارکي د ترکيي د قيصري د ښارګوټي په څېر د يوه ښار د جوړولو ژمنه وشوه .
دغه رازه دغي ولايتي ډلي په دي ولايت کي په لسګونو د پام وړ او اړيني پروژي ترسره کړي .
د ترکيي ولايتي بيارغوني ډلي هوډ چي دغه ولايت به يو نمونوي ولايت جوړوي ، بي بېلکي وي .
له کوکنارو پاک ولايت :
هغه مهال چي نعيمي دي ولايت ته د والي په توګه ورمعرفي شو ، نو د کوکنارو کښت په زيات وو، خو په لږ وخت کي په دي وتوانېده ،چي د سيمي له خلکو سره په تفاهم دغه انسان وژونکى بوټى په بشړه توګه د ولس په همکارۍ له منځه يوسي .
نعيمي د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کي چي کورني او بهرني چارواکي هم په کي حاضرو دغه ولايت له کوکنارو پاک اعلان کړ .
د نشه يي توکيو وزارت هم له سروي وروسته دغه ولايت له کوکنارو پاک ومانه او په مقابل کي يي دي ولايت پروژي اعلان کړي .
=================
نعيمي په اونۍ کي دري ورځي د خلکو د ليدنو کتنو، د هغوي د ستونزو داورېدو لپاره ځانګړي کړي وې، چي هرچا به کولاى شواى چي له نږدي ورسره وګوري ، دغه راز يي په اونۍ کي يوځل چي ورځ يي معلومه نه وه، د ټولو دولتي ادارو کاري بهير له نږدي کوت او ددي ادارو نظافت يي هم کنټرول کاوه ، چي روغتون ته يي لومړيتوب ورکاوه او تل به يي ټينګار دا و ، چي بايد د روغتون د ناروغانو لوازم او او د بنديانو ځاى او لوازم پاک وساتل شي .
په پاى کي بايد په ډاګه کړو، چي نعيمي دوالي توب په خپله دري کلنه دوره کي په ميدان وردګو ولايت کي د ولس په ملاتړ داسي بيارغونه او امنيت راوستى و ، چي بيابه يي بېلګه ډيره لږ وليدل شي .
دده ( نعيمي ) د هڅو پايله وه ، چي ميدان ښار يي ښار کړ ، د ميدان وردګو په تېرو شويو ٢٥ واليانو کي يي د ښه والي نوم خپل کړ او په پاى کي يي د ميدان وردګو د ولس ، ولسي مډال هم ترلاسه کړ .