محمدخاتمي له كانديدۍ لاس په سر سو
د اېران د اصلاح طلبو كانديد محمدخاتمي په را روانو انتخاباتو كي د خپل ګوند د يوه بل كانديد مير حسين موسوي په ګټه له خپلي كانديدۍ تېر سو.
محمدخاتمي چي تر اوسني ولسمشر محمود احمدي نژاد دمخه دوه واره د دغه هيواد د جمهور رئيس ټاكل سوى، د روان كال د جنوري په مياشت كي يو ځل بيا خپل ځان كانديد كړ.
محمدخاتمي وايي دى ځكه له خپلي كانديدۍ لاس په سر سو، چي د اصلاح طلبو ملګرو ترمنځ د بي اتفاقۍ مخنيوى وكړي.
ميرحسين موسوي هم د اصلاح طلبو كانديد دئ، چي ۱۹۸۱ څخه تر ۱۹۸۹ كال پوري يې د دغه هيواد د صدراعظم په توګه هم وظيفه ترسره كړې ده.
د ميرحسين موسوي سره به په را روانو انتخاباتو كي چي ټاكل سوې ده، د جون په مياشت كي ترسره سي سي، اوسنى ولسمشر محمود احمدي نژاد سيالي كوي.
محمود احمدي نژاد د اېران د سخت دريځو ملايانو او روحاني مشر آيت الله خامنيي ملاتړ له ځان سره لري.